کوم جېنونه د تیانو په سرطان اغیز کوي ؟
سرطان یو روغتیایي حالت دی او په جېنونو کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. جېنونه په خپل ځان کې لارښوونې لري او دا لارښوونې په حجره کې پروتینونو ته وایي چې څرنګه چلند وکړي. په (BRCA1 and BRCA2) جېنونو کې بدلون د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر بې کچې زیاتوي. که چېرې کورنۍ کې د تیانو د سرطان مخینه لرئ نو تر ډېره امکان شته چې تاسې ته هم په ارث پاتې شي.
ټولو ښځو کې د تیانو سرطان ارثي نه وي او همداسې ټولو ښځو کې هم که چېرې (BRCA1 and BRCA2) جېنونه بدلون پیدا کړي هرو مرو د تیانو په سرطان نه اخته کیږي خو بدلون یې د ژوند په اوږدو کې د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر ډېر بې کچې زیات لوړوي.
څرنګه یاد جنتیکي بدلون د سرطان په رامنځته کېدو کې ونډه اخلي، څرنګه یو کس پوهېدلای شي چې یاد بدلون پکې رامنځته شوی او څوک باید د یادو جېنونو د بدلون لپاره ازموینې وکړي ؟ یادې پوښتنې په لیکنه کې ځواب شوي.
کله چې د جېنونو له امله پروتین او حجرې غیرې معمولي یا بې قاعدې وده وکړي نو سرطان وده کولای شي. داسې هم امکان لري چې یو کس دې له بدلون موندلو جېنونو سره وزېږېږي، دې ته د جېنونو ارثي بدلون وایي. څېړونکي په دې اند دي چې ۱۰ % د تیانو سرطان ارثي وي. له دې پرته د انسان جېنونه د چاپېریالي فکتورونو له امله او یا هم نورو فکتورونو له امله د ژوند په اوږدو کې هم بدلون موندلی شي.
کله چې د انسان ډي اېن اې زیان وویني نو د ترمیم لپاره یې (BRCA1 and BRCA2) جېنونه پروتینونه تولیدوي په ځانګړې توګه د ښځو د هګیو په کیسو او تیانو کې. کله چې یادو جېنونو کې بدلون وي نو حجرې غیرې معمولي وده کوي او وروسته یادې حجرې په سرطاني حجرو بدلیږي. هغه ښځې کومو کې چې د یادو جېنونو بدلون ارثي وي له ۱۰۰ یې په ۵۰ کې د تیانو سرطان پیدا کیږي. ډېری وخت یې سرطان هم د ۷۰ کلنۍ په لسیزه کې رامنځته کیږي. کومو کسانو کې چې یاد جنتیکي بدلون موجود وي تر ډېره امکان لري چې په غټه کولمه کې، د هګیو په کیسو کې، په لوزالمعده او پوستکي کې سرطان پیدا کړي. په نرانو کې څوک چې په (BRCA2) کې بدلون ولري هم د تیانو په سرطان اخته کېدای شي.
که چېرې مو کورنۍ کې مختلف کسان د تیانو سرطان لري، که چېرې مو کورنۍ کې کوم داسې څوک وي چې له ۵۰ کلنۍ مخکې د تیانو سرطان پکې پیدا شوی وي، د کورنۍ داسې کسان کومو کې چې د هګیو د کیسې سرطان پیدا شوی وي، د کورنۍ داسې کس کوم کې چې دواړه د تیانو او د هګیو د کیسې سرطان پیدا شوی وي، د کورنۍ داسې کس کوم چې ځان کې د (BRCA) جېن بدلون لري نو دا امکان شته چې تاسې ته هم یاد جنتیکي بدلون په ارث انتقال شوی وي.
نور هغه جېنونه کوم چې د تیانو په سرطان خپل اغیز لري لاندې یاد شوي :
– کومو ښځو کې چې د (CHEK2) جېن بدلون موندلی وي د ژوند په اوږدو کې تر ۴۰ % پورې د تیانو د سرطان له خطر سره مخ وي. په نرانو کې د غټې کولمې سرطان پیدا کوي.
– په (CDH1) کې بدلون د تیانو په نرمیو یا د شیدو په مرغړیو کې سرطان پیدا کوي، له دې پرته د معدې ارثي سرطان هم رامنځته کوي.
– د (PALB2) جېن ستاسې بدن کې له (BRCA) جېن سره شریک دی او په (PALB2) کې بدلون ۶۰ % د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر لوړوي.
– په (PTEN) کې بدلون کوډېن سېنډروم رامنځته کوي کوم چې تیانو کې د سرطاني او غیرې سرطاني تومورونو پیدا کېدو لامل کیږي.
– په (TP53) کې بدلون لي-فرومېني سېنډروم رامنځته کوي کوم چې د مغز او تیانو د تومور تر څنګ د سرطان مختلف ډولونه پیدا کوي.
که چېرې تاسې ګمان کوئ چې جنتیکي بدلون درکې رامنځته شوی نو د (BRCA1 or BRCA2) د بدلون لپاره د لاړو یا ساده د وینې ازموینه کیږي.