ګولډن ریټرایور – Golden retriever

د سپورتي سپیانو نسل ده چې په ۱۹ پېړۍ کې په سکاټلنډ کې نسل اخیستل شوی. په ټولو سپیانو کې قوی او تر ټولو ښه لامبو وهونکي سپیان دي. تر ۲۵ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۳۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. بدن ېې ډبل وېښته لري او په غاړه، پښو او لکۍ باندې ېې وېښته د بدن تر نورو برخو ګڼ دي. د سرو زرو سره د نورو رنګونو خیره والی هم لري. په انګلستان کې په اول ځل په کال ۱۹۰۸ کې راڅرګند شول او په امریکا کې په ۱۹۲۵ کال کې راڅرګند شول. په ۲۰۰۲ کال کې تر ټولو نامتو سپورتي سپیان وګڼل شول.