Albert Schweitzer – البرټ شوایتزر

د جنوري مېاشت په ۱۴ نېټه کال ۱۸۷۵ کېسرس برګ چې پخوا جرمني خو اوسمهال د فرانسې برخه ده زېږېدلی او د د سپتمبر په ۴ نېټه کال ۱۹۶۵د جرمنی په السېس کې مړ شوی. د عیسویت عالم، فیلسوف، ارګانیست (organist) یا د ارګان غږونکی (پیانو ته ورته د موسیقي اله ده)، او د استوایي افریقا په ماموریت کې ډاکټر وو چا چې په کال ۱۹۵۲ کې د ملتونو د ورورولي د هڅو له امله د سولې نړیواله جایزه ګټلې.
 
پلار یې د لوتري کلیسا پادري (Lutheran pastor) او البرټ یې مشر زوی وو. البرټ د سټراسبورګ په پوهنتون (University of Strasbourg) کې فلسفه او عقاید ولوستل او په کال ۱۸۹۹ کې یې په فلسفه کې دوکتورا ترلاسه کړه، په ورته وخت کې د فلسفې استاد او په سنټ نیکولا کلیسا (St. Nicholas’ Church) کې مبلغ وو. په کال ۱۹۰۶ کې یې د (The Quest of the Historical Jesus) په نامه مذهبي کتاب خپور کړ د کوم له امله چې په عیسوي نړۍ کې نړیواله څېره وګڼل شوه.
 
په کال ۱۸۹۳ کې یې دارګان (organ) غږونې په زده کړې هم پېل کړی وو او د نورو چارو تر څنګ ښه موسیقي غږونکی هم ترې جوړ شو. په پاریس کې   چارلز ماري ویډور (Charles-Marie Widor) د البرټ د ارګان استاده وه او هغې ګمان کوه چې البرټ د ادراک یو ځانګړی ځواک لري او له همدې امله یې له البرټ د کمپوزر د ژوند په اړه او د هنر په اړه د لیکلو غوښتنه وکړه. البرټ د ماري غوښتنه ومنله او په کال ۱۹۰۵ کې یې د (J.S. Bach: le musicien-poète) په نامه کتاب کې د ماري غوښتنه چاپ کړه. په یاد کتاب کې یې خپلو د میوزیک چارو ته ډېر له تصوف او طبیعي ځواکونو سره تړاو ورکړی.
 
په کال ۱۹۰۵ کې البرټ هیله لرله چې د ماموریت ډاکټر شي تر څو خپل ژوند بشر دوستانه چارو (philanthropic) ته وقف کړي او بلاخره په کال ۱۹۱۳ کې له طب څخه فارغ شو. په ورته وخت کې د البرت ښځې هېلېن برېسلو (Hélène Bresslau) نرسېنګ پېل کړ تر څو له خپل مېړه سره په راتلونکې کې مرسته وکړي. دواړه له فراغت وروسته د افریقا د ګابون ولایت لامبرېنې ته ولاړل او هلته یې د اوګووي سیند تر غاړې د سیمه ایزو خلکو په مرسته خپل روغتون جوړ کړ. روغتون یې په لمړیو کې په خپل عاید وروسته د ځانګړو کسانو په سوغاتونو او په ځینې هیوادونو کې د مرستې په راغونډولو مجهز کړ. البرټ فرانسویانو او جرمنانو دواړو زنداني کړی وو او له همدې امله یې خپل ټول پام د نړۍ ستونزو ته اړولی وو او بلاخره په کال ۱۹۲۳ کې یې د تمدن فلسفه (Philosophy of Civilization) ولیکله په یاد کتاب کې یې خپله شخصي فلسفه ” ژوند ته احترام ” لیکلې کومه چې یو اخلاقي اصول ګڼل کیږي او هر ساه لرونکی یا ژوندی یې پکې شامل کړی.
 
په کال ۱۹۲۴ کې بېرته افریقا ته ولاړ تر څو بستر لرونکی روغتون جوړ کړي کوم چې له لمړي روغتون څخه دوه مایله لرې وو. په کال ۱۹۶۳ کې په یوه روغتون کې له پیوازنو پرته ۳۵۰ ناروغان بستر وو او په بل روغتون کې پرته له پیوازانو ۱۵۰ ناروغان بستر وو. په دواړو روغتونونو کې سپین پوسته ۳۶ ډاکټرانو او نرسانو دنده لرله او بې شمېره ځایي خلکو ته پکې دنده ورکړل شوې وه.
 
د نور ژوند تر څنګ یې هېڅکله له میوزیک او فلسفې سره اړیکې پرې نکړې او په کال ۱۹۳۰ کې یې (The Mysticism of Paul the Apostle) چاپ کړ، په ټوله اروپا کې یې خلکو ته د ارګان په اړه زده کړې ورکړې، د ارګان غږونه یې طرحه او ثبت کړل او په کال ۱۹۵۴ کې یې نړیواله جایزه ترلاسه کړه. د طب په اړه یې مالومات بنسټیز خو ډېرو پوه ډاکټرانو ته له نورو سره د مرستې پیغام بښونکي وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons