آلزایمر ناروغي – Alzheimer disease

 ډیجېنېرېټو (degenerative ) دماغي ناروغي ده کومه چې د ځوانۍ په منځ یا اخر کې پیدا کیږي چې پاېله ېې په حافظه کې بېرته نه راګرزېدونکی کمښت ده او همداسې د پېژندنې نورې وړتېاوې له منځه وړي.
ډیجېنېرېټو (degenerative ) — هغه مرض یا علایم کوم چې په تدریجي شکل سره نه لغوه کېدونکی، بېرته نه راګرزېدونکی زوال رامنځته کوي او یو ارګان یا نسج له فعالیته غورزوي —
دا ناروغي د مغز په غشا یا قشر کې (cerebral cortex) عصبي حجرې او عصبي اتصال یا اړیکې له منځه وړي او د عصابو په حجم کې د پام وړ کموالی راولي. دا ناروغي په لومړي ځل په کال ۱۹۰۶ کې د یو جرمني نیورو پاتولوجیست (neuropathologist Alois Alzheimer) لخوا وپېژندل شوه. د ۲۱ پېړۍ په پېل کې د زړو خلکو ترمنځ دا د ډیمېنشیا (dementia) یو ډول ګڼل کېده.
ډیمېنشیا (dementia) — په تدریجي شکل د جنون زېاتېدنه یا عقل له لاسه ورکوونه چې عصبي حجرې له منځه وړي او عصبي انساج انقباض کوي —
په ۲۰۱۶ کې په ټوله نړۍ کې تقریبا ۴۷.۵ میلیونه کسان په ډیمېنشیا ناروغۍ اخته وو او داسې وړاندوینه شوې چې ممکن تر ۲۰۳۰ پورې په دې ناروغۍ ۷۵.۶ میلیونه کسان اخته وي. 
د یو ناروغ د مغز په غشا یا قشر (cerebral cortex)کې د نیوروټیک یا عصبي پلاک هیسټوپاتولوجیک انځور لاندې وګورئ