ابسېنت – Absinthe

طعم لرونکي مقطر مشروب دي، رنګ ېې زېړ ته ورته شین رنګ ده. کله چې اوبه پکې واچول شي ورېزې ته ورته لکه د شیدو سپین رنګ ته بدلیږي. ډېر زېات معطر دي او خوند ېې ډېر تریخ ده. لکه د برینډي (brandy) په څېر له سپېرېټ (spirit) څخه جوړیږي، د الکولو ولیم ېې ۶۸% ده او د الکول لرونکو توکو سره خرڅیږي. کوم چې د وارم ووډ (Wormwood) له بوټي جوړ شوي ډېر زېات معطر دي. اوسني ډولونه ېې د ( licorice, hyssop, fennel, angelica root, aniseed, and star aniseed) لري. په لومړي ځل هېنري لویي پېرنووډ (Henry-Louis Pernod) په کال ۱۷۹۷ کې تولید کړي. د جوړونې فورمول ېې له یو جلا وطن شوي فرانسوي چې په سویس کې اوسېده په پیسو اخیستی وو. کله چې د سوداګرۍ لپاره تولید شول نو د روغتیا لپاره زېان اړونکي او زهري وګڼل شول. د دې مشروب استعمال په انسان کې جنون، وهم، ناڅاپه برېښ او ذهني خرابوالی رامنځته کوي. دغه علایم په وارم وود بوټي کې د یوې زهري مادې د شتون له وجې رامنځته کیږي چې د توژون (thujone) په نامه یادیږي. په کال ۱۹۰۸ کې د اسېنت تولید سویس کې بند شو او په کال ۱۹۱۵ کې فرانسې هم بند کړل. پېرنوډ هسپانیا ته ولاړ او هلته ېې د همدې مشروبو شرکت خلاص کړ خو نوی تولید ېې هماغه فورمول پرته له وارم ووډ وکاروه چې په مزه کې لکه پخواني خو د الکولو کچه او مقاومت ېې کم ده او نوی تولید ېې د ابسېنت پر ځای د (anis or anisette, pastis, ouzo, or raki) په نومو مارکېټ ته راووېست. دا مشروب له اوبو یا کوم بل مشروب سره ګډیږي، یخ پکې اچول کیږي او بیا څکل کیږي.