احساساتي ډیسپلین

د احساساتو څرنګوالی مو په کړنو، فکر، خبرو او څرنګه چې ورځنی ژوند تجربه کوئ ډراماتیک اغیز لري. احساساتي ډیسپلین څه ته وایي ؟ احساساتي ډیسپلین دې ته وایي چې په ارادي توګه دا خوښه ولرلای شې چې زه باید څرنګه احساسات ولرم. لمړی احساساتو ته او بیا ډیسپلین ته لنډه کتنه کوو تر څو په دواړو سم پوه شو.

احساسات
ځانګړی احساس دی کوم چې مختلف زهني او فزیکي غبرګونونه پارولی شي. احساسات منظم غبرګونونه دي کوم چې له اروایي، د تجربوي سیستم او د هڅې یا انګېزې له پولو اوښتي. احساسات په بدن کې فزیکي عنصر لري لکه د بدن یوې برخه کې نا ارامتیا یا درد او د رامنځته کېدو لامل یې یوې منفي یا مثبتې پېښې ته غبرګون وي. همداسې مثبت احساسات خوښونکی احساس پیدا کوي. په بدن کې فزیکي درد یا نا ارامتیا سره زهني فکر هم ملتیا کوي، د بېلګې په توګه که چېرې یو کس د خلکو مخکې خبرې کول غواړي ممکن له خبرو مخکې او د خبرو پر مهال د تشویش احساس ولري او دا احساسات یې له فزیکي نا ارامي سره مل وي. بل تعریف یې : احساسات د زهن په بدن کې انعکاس دی. احساسات له زهني فعالیت سره تړاو لرونکی فزیکي حس دی. هر ډول احساسات فزیکي حس ته له کتلو مالومیدای شي. د مالومولو لپاره یې باید طبیعت، موقیعت او د ځواکمنتیا کچې ته کتنه وشي.

ډیسپلین
د زدکړې یا پوهې او تمرین یوه څانګه ده کومه چې د ځان کنټرول، شخصیت، نظم، او واک او اختیار ته تسلیم کېدلو، … ته وده ورکوي. که چېرې مونږ په تعریف کې پوهې، زدکړې او تمرین ته کتنه وکړو نو سملاسي پوهیږو چې ډیسپلین اطاعت ته نه وایي او نه د خپلو خوښو محدودولو ته وایي بلکې د ځواکمنتیا رغونکې وړتیا ده. ډیسپلین زمونږ د اوسمهال پوهې پراخېدنه کې مرسته کوي، ځواکمنو ځواکونو ته مو له نامناسب، بې اغیزه او بې ګټې غبرګون ښودلو راګرځوي. ژوند او کار ځای کې مو چارې په مناسبه طریقه تر سره کولو کې مرسته کوي. ډیسپلین له لاتیني کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده او مانا یې زده کړیال ده.

ډیسپلین د ځان زدکړه زیاتول دي، تر لاسه شوې زده کړه تمرین کول دي تر څو په یوه اغیزمن کس بدل شو او په نړۍ کې د خپلې هرې تجربې کیفیت کې لوړوالی رامنځته کړو. ډیسپلین له ویرې ازادېدنه ده.

احساساتي ډیسپلین
مختلفې خوښې لرل او په دې کې یوه پلي کول یا ښودل دي. داسې خوښه چې اوسمهال کې ننګونې ته مناسب غبرګون وي او راتلونکې ته چمتوالی وي. په ځان کې هغه وړتیا زیاتول دي د کومې له مخې چې ته د دې خوښه لرې چې څرنګه احساسات احساس او بیان کړې.

احساسات کولای شي له مونږ سره مرسته وکړي چې نامالوم حالت سره په بریالۍ توګه مخ شو، زهن کې مثبته راتلونکې انځور کړو او پرېکړې چټکې کړو. احساسات مونږ سره مرسته کوي چې د منطقي او غیرې منطقي تر منځ پول جوړ کړو. خو که چېرې مو یوه حالت ته غبرګون نا مناسب وي یا حالت ته ځواب ویونکی نه وي نو مونږ د ناسم لوري، ناسمې پرېکړې په لور روانولی شي. له همدې امله مونږ د اړتیا له مخې په دوامداره توګه خپل احساساتي غبرګون تنظیم کوو تر څو مو په موخو ترلاسه کولو کې سمه مرسته وکړي.

د احساساتو تنظیم داسې پروسه ده چې یو ځانګړي وخت کې، د ځانګړې پېښې پر مهال مونږ پرېکړه کوو چې کوم ډول احساسات ولرو، دا احساسات څرنګه تجربه او بیان کړو. د همدې چارې له مخې کله هم چې منفي احساسات ولرو نو داسې چلند نه خپلوو یا یې د خپلېدو مخنیوی کوو کوم چې بې اغیزه وي.

که چېرې په سمه توګه د احساساتو ډیسپلین پلي کړو نو احساسات مونږ ته انرژي راکولی شي خو برعکس یې مونږ له انرژي خالي کولای شي. هر هغه څه چې تجربه کوو زمونږ د احساساتو په څرنګوالي رنګ شوي. که چېرې بد مزاج ولرو نو نړۍ به مونږ ته ډېر تیاره ځای ښکاري، ځان په یوازېتوب کې احساس کوو او کړنې مو داسې کیږي کومې چې اوسمهال او راتونکې کې زمونږ ژوند او کار دواړه ستونزمن کوي.

که چېرې سټرس او د سټرس له امله پیدا شوی تشویش ولرو، خپل چاپېریال کې هر څه زمونږ زهن ته ګواښونکي ښکاري او دا چاره مونږ په اروایي توګه فلج شوي او نا ارامه کوي. په داسې حالت کې د خپلې بریا لپاره له ګام اخیستلو ډډه کوو او هر مخکې پروت فرصت ته منفي نظر کوو. له ټولې نړۍ یو داسې صابون جوړیږي کوم چې زمونږ له زهن او ژوند څخه خوښي مینځي او پاکوي. که چېرې همدا حالت ادامه پیدا کړي نو مونږ کې اروایي ستړیا پیدا کوي او همدا اروایي ستړیا د دې لامل کیږي چې مونږ داسې احساس ولرو چې هېڅ نشو کولای. له دې داسې ښکاري چې زمونږ ټولنیز او کاري ژوند دواړه زمونږ له احساساتو سره تړاو لري. دا اړینه ده چې پوه شو چې زمونږ احساسات زمونږ له کنټروله بهر نه دي، په کړنو او خبرو مو منفي اغیز نه لري، له نورو سره مو اړیکې نه زیانمنوي. که چېرې دې خبرو ته سم پام وشي نو تاسې کورنۍ، ټولنه، کار ځای او ټول ملت کې له نورو سره ښې اوپیاوړې اړیکې لرلای شئ او همدا اړیکې د یو بل په ګټه کارولی شئ.

د احساساتو ډیسپلین له لاندې څلور اصولو سره تړاو لري :
۱ – د خپلو احساساتو مسولیت په بل مه اچوئ، د خپلو احساساتو مسول خپل ځان کړئ
۲ – په راتلونکې کې د احساساتو په احساس کولو خپله انرژي مه ضایع کوئ، په حال کې په خپلو کړنو او احساساتو تمرکز وکړئ
۳ – کوم حالتونو چې په احساساتي توګه ننګونکي دي، دې حالتونو ته مو غبرګونه په نوې طریقه او سالمه طریقه وښیئ
۴ – کله هم چې په احساساتي توګه ننګونکی حالت پېښیږي، د احساساتو د احساس کولو لپاره خوښه ولرئ

احساساتي ډیسپلین له ځان سره ژمنه ده د کومې لپاره چې ته ځان چمتو کوې، د پلي کولو لپاره یې پوهه او تجربه ترلاسه کوې او دا چمتوالی، پوهه او تجربه د رغونکي غبرګون په توګه کاروې له ویجاړونکې غبرګون ډډه کوې.
تاسې دا وړتیا لرئ چې د سبزي په ګټو ځان پوه کړئ او د چاکلېټ او خوږو خوړلو په زیان ځان پوه کړئ، تاسې خوښه لرئ چې د چاکلېټ په ځای سبزي وخورئ. تاسې خوښه لرئ چې له یوه داسې همکار چې ستاسې نه خوښیږي یو څه نوي زدکړئ او یا په خپلو منفي احساساتو له ځانه واټن ورکړئ. تاسې دا وړتیا لری چې د منفي احساساتو ارامول زدکړئ او د مثبتو احساساتو په اغیزمنه توګه د غبرګون په توګه کارول زدکړئ.
دا هم یاد کې ولرئ چې نړئ له داسې خوښو ډکه ده کومې چې رغونکې دي، ژوند او کار ته ښکلا بښونکې دي. نو تاسې د ویجاړونکې او رغونکو خوښو پېژندلو وړتیا لرئ او تاسې د خپلو خوښو کارولو لپاره خوښه هم لرئ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons