اغیز، احساس، احساسات او مزاج څه ته وایي ؟

احساسات کولای شي ځواکمن وي.

مخکې تر دې چې احساسات وپېژنو لاندې لنډه کیسه کې د یو بیلیونر احساساتو ته کتنه وکړئ.

سټیو وین یو احساساتي بیلونر دی. خلک یې د عجیبو غریبو احساساتو او خلاقې، ارامتیا بښونکې علاقې له امله پېژني. یوه ورځ یې په خپل نوم یو هوټل په ۲.۷ بیلیونه ډالر جوړ کړ او د هوټل د افتتاح پر مهال یې وویل چې “دا تعمیر د نړۍ په ټول تاریخ کې تر ټولو پېچلی تعمیر دی” یوه ورځ یې ووېل “لاس وېګاس لکه خدای چې پیسې لرلې وي او لاس وېګاس یې جوړ کړی وي” تاسې کله له بیلیونر اجرایي مدیر دا ډول عجیبې غریبې ویناوې اورېدلي ؟

د متحده ایالتونو په نیوادا ایالت کې ډېری خلک سټیو وین یو ځواکمن کس ګڼي، د ځواکمن ګڼلو لامل یې دا دی چې سټیو خلک ویرولای شي او داسې خلاق کارونه کولای شي چې خلک خپلې ستاینې ته اړ باسي. په سیاستپوهانو یې کنټرول تر کچې اوښتی یو سیاستپوه یا باید د سټیو لپاره کار وکړي او یا باید ځان چمتو کړي چې له خپل مقام لاس په سر او لنډ وخت کې لرې شي. د سټیو وین احساسات داسې دي که یې بهر کړي لکه چې ځمکه اورشیندنه له داخل څخه بهر خپلې سطحې ته را وغورزوي.

تر هوټل مخکې یې د معراج په نامه کازینو لرله کله یې چې سټیو مشري کوله نو د امریکا تر ټولو بریالې مخکې تلونکې کازینو ګڼل کېده. که چېرې یې تاسې بدلېدونکی احساساتي شخصیت له هوټل سره پرتله کړئ نو دواړه له یو بل سره ډېر توپیر لري، هوټل یې د خلکو لپاره ارامتیا بښونکی دی خو له احساساتو ډک شخصیت یې د اور شیندنې په څېر ویرونکی دی.
مونږ ټول د سټیو په څېر احساسات نه پلي کوو که چېرې مو پلي کولای مونږ به خپل مسلک کې بریا ته رسېدلي وای ؟ خو دا هم څرګنده ده چې احساسات زمونږ چارو کې اړین رول لري کوم ته چې په مسلک او مدیریت کې ډېر کم پام شوی. ولې ډېر کم پام ورته شوی ؟ د دې لپاره لاندې دوه لاملونو ته کتنه کوو :

۱ – د منطق او عقل افسانه او فلسفه : د ۱۹ پېړۍ پای کې د ساینسي مدیریت له راڅرګندېدو سره د کاري نړۍ پروتوکول دا وو چې په احساساتو پرده وغوړول شي او کاري ځای کې په دې پروتوکول احساسات خپکۍ کړي. تر ټولو ښه اداره هغه ګڼل کېده کومې چې کار کوونکو ته د احساساتو (غسې، ویرې، مینې، کرکې، خوښي، خپګان او ورته) بیانولو اجازه نه ورکوله ځکه چې دا ډول احساسات له عقل او منطق سره په تضاد کې شمېرل شوي خو له دې سره سره څېړونکي او مدیران پوهېدل چې احساسات له ورځني ژوند او کار څخه نشي جلا کېدلی خو بیا یې هم هڅه وکړه چې داسې ادارې جوړې کړې چې د احساساتو بیان پکې نشته وي. کوم چې پرته له شکه امکان نه لري !

۲ – دوېم لامل له ادارو څخه د احساساتو لرې کول دا وو چې ګمان کېده هر ډول احساسات ویجارونکي وي – په ځانګړې توګه غسه – ځکه چې څېړونکو ګمان کوه احساسات د کار کوونکو د وړتیا کارولو مخه نیسي، دا ګمان یې نه کوه چې احساسات رغونکي کیدای هم شي او د کار کوونکي کاري تولید کې زیاتوالی هم رامنځته کولای شي.

له شک پرته ځینې احساسات په ځانګړې توګه که ناسم وخت او ناسم ځای کې بیان شي د کار کوونکو د وړتیا کارولو او د کاري تولید مخه نیسي خو دا د دې حقیقت نشي بدلولی چې کار کوونکي هره ورځ کار ځای ته خپل احساسات له ځان سره راوړي.

اغیز، احساسات، مزاج
اغیز : په یو څه باندې تاثیر لرلو ته وایي، په یو څه کې د بدلون راوړلو لامل کېدو ته وایي. اغیز کې لوی شمېر احساسات کوم چې خلک تجربه کوي شامل دي او همدې ته عامه کارېدونکې اصطلاح ده. په اغیز کې دواړه احساسات او مزاج شامل دي.

احساسات : د ځواکمن احساس ټولګه ده کوم چې د یو کس او یا یو څه له امله رامنځته کیږي.

مزاج : د احساساتو په پرتله کم ځواکمن احساس دی، ډیری وخت یې رامنځته کوونکی لامل مالوم نه وي. ډیری پوهان په دې اند دي چې احساسات د مزاج په پرتله ژر تېرېدونکي وي. د بېلګې په توګه که چېرې یو کس تاسې سره ښه اخلاق ونکړي ممکن تاسې غسه شئ او د غسې احساس ممکن تاسې کې ژر پیدا ولاړ او بېرته راوګرځي، تګ او بېرته راتګ یې ممکن څو ثانیو کې ترسره شي. که چېرې تاسې بد مزاج کې اوسی نو ممکن دا حالت تر څو ساعتونو یا ورځو پورې اوږد شي.

احساسات پېښو او خلکو ته غبرګون دی لکه د دوست لیدل او احساسات را پارېدل، لکه یوې پېښې سره مخ کېدل یا ګډون پکې کول او احساسات راپارېدل. تاسې هغه وخت خپل احساسات ښیئ کله چې مو یو څه خوښ، غسه کړي او یا له یو چا یا یو څه ویره ولرئ. خو مزاج بیا د کس، پېښې او یا یو څه له امله نه رامنځته کیږي خو احساسات په مزاج بدلېدلی شي او دا هغه وخت امکان لري چې د احساساتو پارونکي باندې ستاسې تمرکز کم شي نو تاسې کې ښه یا بد مزاج ته لاره هوارېدی شي او مزاج کولای شي احساسات نور هم ځواکمن کړي.

که چېرې تاسې یوې اداره کې له چا سره خبرې کوی او بل همکار مو نیوکه درباندې وکړي چې خبرې مو ناسمې وې نو ممکن تاسې همکار ته غسه شئ، وروسته مو همکار هېر شي غسه مو لاړه شي مګر تاسې کم جراته کړي، د اوږد مهال لپاره ښه ونه اوسئ دلته مو لنډمهاله غسه احساسات دي او اوږدمهاله کم جراتي مو مزاج دی. دې حالت ته تاسې یوازې یوې پېښې سره تړاو نشی ورکولای او تاسې هغه نورمال خپل ځان هم پکې نه لری کوم چې ستاسې ریښتینی انځور دی. په کم جراته مزاج کې ممکن تاسې له کچې زیات غبرګون هرې پېښې ته وښیی. دا بېلګه ښي چې اغیز، احساسات او مزاج خپلمنځي اړیکه لري.

اغیز کې احساسات او مزاج شامل دي او احساسات او مزاج یو بل سره توپیر لري. اغیز د احساس ټولګه ده کوم چې خلک په مختلفو شکلونو کې تجربه کوي، اغیز ممکن د احساساتو شکل کې یو کس تجربه کړي، ممکن د مزاج شکل کې یې یو کس تجربه کړي. احساسات د یوې ځانګړې پېښې له امله رامنځته کیږي، احساسات ډېر لنډ مهاله وي، احساساتو سره د مخ شکل کې تغیر هم ملتیا کوي، احساسات کړنو ته انسان هڅوي. د مزاج لامل عمومي او نا مالوم وي، د احساساتو په پرتله اوږد مهاله وي، مزاج ښه او یا بد وي، د مخ شکل کې تغیر ملتیا نه ورسره کوي.

څېړونکي په دې اند دي چې احساسات انسان کې د مخ د تغیر له امله څرګند وي او انسان سملاسي کړنو ته اړباسي خو برعکس مزاج په مخ کې نه وي څرګند او د سملاسي کړنو په ځای انسان فکر کولو ته اړ باسي. همداسې څېړونکي په دې اند دي چې مزاج او احساسات په یو بل خپل اغیز لرلای شي. د بېلګې په توګه د خپلې خوښې دنده تر لاسه کول تاسې کې د خوښي احساسات راپارولی شي او همدا لنډ مهاله احساسات کولای شي تاسې کې تر څو ورځو پورې ښه مزاج پیدا کړي. همداسې که چېرې تاسې د اوږ مهال لپاره ښه یا بد مزاج کې اوسئ نو دا چاره تاسې کې ښه یا بدو ځواکمنو احساساتو ته لار هوارولی شي.

په تیوري کې اغیز، احساسات او مزاج له یو بل څخه د جلا کېدو وړ دي خو عملا یې جلا کول اسانه چاره نه ده. همداسې که چېرې تاسې د څېړونکو او مدیرانو اداري نظرونه وګورئ نو ځینو یې د مزاج په اړه مطالعه او څېړنې کړي خو ځینې نورو بیا د احساساتو په اړه له همدې امله ځینې کسانو په یوه کافي نظر لیکلی او نورو په بل.

څومره احساسات موجود دي ؟
انسان کې بې شماره احساسات موجود دي. په دې کې غسه، د بې ارزښته کېدو احساس لرل، شوق او علاقه، ویره، نا هیلی کېدل، شرمېدل، خوښي، بخالت، کرکه، هیله، مینه، ویاړ، حیرانتیا او هیله شامل دي. رینې دیکارت په دې اند دی چې مینه، کرکه، هیله، خوښي، خپګان او حرانتیا بنسټیز احساسات دي او نور ټول احساسات یې فرعي ډولونه دي. ډیری خلک مینه نړیوال احساسات ګڼي خو د مینې احساسات په اسانۍ سره د مخ په بدلون کې نشي لیدل کیدای.

۱ – د احساساتو بیولوجي
ټول احساسات د انسان د مغز له لېمبېک سیستم سرچینه اخلي. لېمبېک سیستم د غوزې کچې سره برابر د مغز له ساقې سره نږدې موجود وي. کوم خلک چې مثبت احساسات لري تر ټولو زیات خوښ وي خو که چېرې منفي احساسات یې په مثبتو احساساتو واکمن شي نو دا کس تر ټولو ناخوښ وي. لېمبېک سیستم داسې لېنز چمتو کوي کوم چې د پېښو ژباړه یا تعبیر کوي، کله چې فعال وي نو تاسې پېښې په منفي وړانګو کې وینی، کله چې غیرې فعال وي تاسې د پېښو مثبت انځور وینی.

د هر انسان لېمبېک سیستم یو بل ته ورته والی نه لري. کوم خلک چې په منځنۍ کچه ډېپرېس وي د دوي لېمېک سیستم زیات فعال وي په ځانګړې توګه هغه وخت کې کله چې له منفي مالوماتو سره مخ شي. همداسې ښځې د نرانو په پرتله زیات فعال لېمبېک سیستم لري له همدې امله ښځې د نر په پرتله په ډېپرېشن د اخته کېدو زیات چانس لري، له همدې امله ښځې له ماشومانو سره ژر اړیکه جوړوي. خو په طبیعي توګه دا په دې مانا نه ده چې یوازې ښځې په ډېپرېشن اخته کیږي او یا نران له کوچنیانو سره اړیکې نه جوړوي بلکې نران هم ډېپرېس کېدای شي او د مور په څېر له ماشومانو سره نږدې اړیکې هم لرلای شي.

۲- د احساساتو کچه
د احساساتو ورته راپارونکي ته مختلف کسان مختلف ډوله غبرګون ښي. د مختلف غبرګون ښودلو مسولیت د شخصیت په غاړه دی، همداسې غبرګون د یوې چارې سرته رسونې سره هم تړاو لري. هر کس د احساساتو د اظهار کولو د وړتیا په ارث کې له بل سره توپیر لري. ممکن تاسې داسې خلک هم پېژنئ چې هېڅ د خپلو احساساتو اظهار نه کوي، ډېر کم وخت غسه کیږي، ډېر کم وخت له بل نه د غچ اخیستلو احساس ښیي. خو ممکن تاسې داسې خلک هم پېژنئ چې د احساساتو په ریل ګاډي کې تل د احساساتو په پټلۍ سفر کوي، کله چې خوښ وي د نړۍ تر ټولو بې پروا خوښ کس ښکاري، کله چې خپه وي نو تر ټولو زیات ډېپرېس او ناخوښ ښکاري.

د یوې چارې تر سره کول هم زمونږ د احساساتو په بیان خپل اغیز لري د بېلګې په توګه د هوایي ترافیک کنټرولونکي، جراح، د محکمې قاضي او داسې نور د خپلې دندې پر وخت یې تر سره کوونکې چارې دې ته اړ باسي تر څو خپل احساسات کنټرول کړي، حتا په ډېر نا ارامه له سټرس ډک او یا خوښ حالت کې هم خپل احساسات نه بیانوي او د چارې ترسره کولو لپاره ارام پاتې کیږي. خو ځینې دندو کې تر سره کوونکې چارې د احساساتو له ځواکمن بیان سره تړاو لري لکه د سپورت د سیالۍ پر وخت د کوچ دنده، د عامه اعلاناتو د ادا کار دنده.

۳- د احساساتو تکرار او دوام
په دې لنډه کیسه کې پرې ځان پوه کړئ : توریالی ارام طبیعت لرونکی کس دی، د مالي پلان جوړونکي په توګه دنده ترسره کوي او له خپلې دندې سره مینه لري، خو په خپله دنده کې اړ دی چې د خلکو په مخ کې وینا وکړي خو له وینا او د وینا پر مهال د خپلو احساساتو له ښودلو کرکه لري. توریالي د کار مالک ته وویل که چېرې زه هره ورځ وینا کولو ته اړ شم نو زه خپله دنده پرېږدم ځکه چې زه نشم کولی هره ورځ د یوه ساعت لپاره داسې احساسات وښیم کوم چې ریښتیني نه دي. د کار مالک ورته ووېل چې ته سم وایې ځکه چې دا دنده د داسې کس لپاره نه ده چې یوازې احساسات ښي بلکې باید احساسات یې هم ځواکمن او د اوږد مهال لپاره په مخ څرګند وي او همداسې هره ورځ یې تکرار هم ادامه ولري.

۴- احساسات له مونږ بې منطقه کس جوړوي ؟
تاسې ممکن ډېری وخت اورېدلي وي چې تاسې یا کوم بل کس ته چا ویلي چې ته احساساتي شوی یې، له اورېدو سره مو ممکن خپل ځان توهین شوی احساس کړی وي. نامتو ستور پوه کارل ساګان وایي “چېرې چې ځواکمن احساسات لرو هلته ممکن خپل ځان خپله کمعقل کړو یا تېرباسو.” د کارل ساګان دا کتنه ښیي چې احساسات او منطق خپله کې سره تضاد کې دي او که چېرې کړنې مو احساساتي اوسي نو ممکن کړنې مو هم بې منطقه اوسي.

یو لیکوال لیکي ” که مونږ د خپګان احساسات دومره ځواکمن کړو چې مونږ ژړولی شي نو داسې حالت کې اړینه ده چې کوټه پرېدو او بهر ولاړ شو تر څو مو احساسات د نورو ننداره نشي.” لویس فرانکېل وایي “ښځې باید په کار کې د خپلو احساساتو کنټرو ولري او په ژړا نشي.” دا سپارښتنې ښیي چې که چېرې کار ځای کې د نورو ترمخ خپل احساسات وښیو نو د نورو زهن کې زمونږ کمزوری، بې دوامه، بې منطقه او ژر ماتېدونکي کس انځور جوړوي. خو برعکس څېړنې له پورته خبرو سره توافق نه کوي او د اروا پوهنې څېړونکي په دې اند دي چې له احساساتو پرته منطقي فکر او کړنې امکان نه لري او د منطقي فکر لپاره احساسات اړین دي. اروا پوهانو موندلې چې که چېرې احساسات ونه لرو نو ډیری پرېکړې او کړنې به مو بې منطقه او د ځان په زیان وي.

کومو کسانو چې مغز کې ټپ تجربه کړی او د ټپ له امله یې خپله احساساتي وړتیا له لاسه ورکړې ډیری یې د پوهې خاوندان وو، له ټپ وروسته یې هم پوهه لرله خو د احساساتو د نشتون له امله یې کړنې بې منطقه وې. د خپلې نړۍ په چاپېریال د سمو پوهېدو لپاره او دې نړۍ ته د مناسب غبرګون ښودلو لپاره احساسات لرل اړین دي. هره پرېکړه کې احساسات او فکر دواړه اړین دي. د بېلګې په توګه که تاسې یو کس نه خوښوئ نو خپل دفتر کې یې په نده هم نه لګوئ، که چېرې مو یو کس خوښ وي او له چارو یې راضي یاستئ نو ورسره د نږدې کېدو پرېکړه کوی. له احساساتو لرلو پرته به مو یو کس خوښ نه وي خو تاسې به ورسره د نږدې کېدو پرېکړه کړې وي.

۵ – احساسات څه رول یا دنده لري ؟
ولې مونږ احساسات لرو ؟ ولې احساساتو ته اړتیا لرو ؟ پورته برخه کې مو د احساساتو یوه دنده باندې رڼا واچوله چې د سمې او منطقي پرېکړې لپاره فکر کولو ته د احساساتو لرلو اړتیا ده. چارلز داروین وایي “د وخت له تېرېدو سره احساساتو تکامل وکړ تر څو انسان ستونزې پرې حل کړای شي.” داروین په دې اند دی چې احساسات د بقا لپاره اړین دي ځکه چې د کړنو لپاره انسان کې انګېزه پیدا کوي لکه د د خوړو پیدا کولو لپاره هڅه او زیار ویستل، د استوګنځای لپاره زیار وېستل، د جنسي نزدیکت لپاره جوړه پیدا کول، د ښکار کوونکو لپاره چمتوالی او ځان ترې ساتنه، د نورو د چلند وړاندوینه، د زیان رسونکو پېښو مخنیوی کول. که چېرې انسان کې احساسات نه وای نو دا ټولې چارې به یې هم نه ترسره کولای او بقا به یې هم نه وای موندلې.

د تکامل د اروا پوهنې څېړونکي وایي چې مونږ باید احساسات ولرو که هغه مثبت احساسات وي او که منفي خو لرل یې اړین دي دواړه د یوې موخې په ترلاسه کولو کې کاریږي. د بېلګې په توګه بخالت کوم چې منفي احساسات دي خو د تکامل اروا پوهان ګمان کوي چې بخالت ځکه د انسانانو ترمنځ موجود احساسات دي ځکه چې ګټوره موخه لري. ممکن یوه جوړه بخیل احساس ولري د کوم له لارې چې بل نسل ته خپل جېن انتقال کړي او د خپل جېن په ځای بل نسل ته سیال جېن انتقال نه کړي. همداسې مونږ ګمان کوو چې غسه بد احساسات دي خو غسه زمونږ د هغو حقونو د خوندیتوب هڅه ده چې د نورو لخوا نقض شوي یا تیری پرې شوی وي. د بېلګې په توګه که چېرې یو کس له خپل همکار سره دوه مخيتوب وکړي نو ممکن همکار یې غسه شي نو دلته غسه د ورته چارې د نه تکرارېدو لپاره اخطار دی. بله بېلګه یې د رېنا ویک ده د رېنا د کار مالک په کار ځای کې رېنا لمس کړې وه، د رېنا غسه یوازې کار پرېښودل نه وو بلکې له ثبوت سره محکمې ته تګ وو او پای کې یې د کار له مالک څو میلیونه تاوان اخیستل وو. دا هم په یاد ولرئ چې ناسم وخت او ځای کې غسه کول سم کار هم نه دی خو د نورو احساساتو په څنګ کې غسه بیا هم د یوې ګټورې موخې لپاره موجوده ده. د تکامل اروا پوهنه د ټولو احساساتو په اړه په زړه پورې تشرېح ګانې لري خو په هر حالت کې یې تشرېح د اعتبار وړ هم نه وي د بېلګې په توګه ویره انسان کې احساسات دي که چېرې تاسې له یوه ښکاري ژوي سره مخ شئ نو هرو مرو مو ویره تېښتې ته اړ باسي دا یې ګټوره موخه ده خو که چېرې یو کس د ویرې له وجې جام پاتې شي او ښکاري ژوی یې وداړي نو دا موخه ګټوره نشو ګڼلی.

مزاج د مثبت او منفي اغیز په توګه
د احساساتو د ډلبندي لپاره یوه طریقه په منفي او مثبتو احساساتو وېش دی. احساسات یا منفي وي او یا مثبت وي خو هېڅکله خنثی نه وي. کوم کس چې احساسات نه لري خنثی ګڼل کیدی شي. ځینې احساسات منفي او مثبت وي. ډېری خلک په تېر وخت کې د ښو تجربو په پرتله بدې تجربې یاد کې ساتي او هر وخت کې ژر وریادیږي لامل یې دادې چې ممکن مونږ فکر کوو بدې تجربې غیرې معمولي پېښې دي.

د مزاج سرچینې
په لاندې سرچینو کې د “مزاج” او “ځکه چې” تر منځ توپیر ولټوئ. پېښې د مزاج په پرتله په احساساتو زیات اغیز لري. د مزاج سرچینې ډیری وخت په احساساتو هم اغیز لري.

۱- شخصیت
کله چې د تلویزیون مخې ته ناست یاستی او د خپلې خوښې د ټیم سیالي ګوری او ټیم د لوبې بایللو حالت کې وي نو د تلویزیون مخکې چغې وهئ ؟ په ورته وخت کې خپل نور ملګري هم ګورئ چې د خوښې ټیم یې لوبه بایللو ته نږدې کړې خو ستاسې په څېر احساساتي نه دي او خپله ارامتیا یې ساتلې ؟ همداسې توریالی او زمری دواړه همکاران دي، د شرکت لخوا ټول د نظر راغونډولو لپاره را ټول شوي توریالی چې خپل نظر وړاندې کړي او د ملګرو لخوا یې په نظر نیوکه وشي غسه کیږي خو زمری نیوکې ته د سمون او بهتره کېدو نظر کوي. دواړه مختلف غبرګونونه د شخصیت ښودنه کوي.

شخصیت ځینې کسان دې ته اړ کوي چې منفي او مثبت احساسات او مزاج تجربه کړي. د بېلګې په توګه ځینې کسان د نورو په پرتله ژر پښېمانه کیږي یا غسه کیږي خو نور خلک ممکن د احساساتو ورته هڅونکي ته ارام واوسي او هېڅ غبرګون ونه ښي. د بېلګې په توګه د تیکزاس ایالت د ټیک په نامه د باسکېټ بال د ټیم کوچ مشهور دی چې رسنیو ته، اوریدونکو ته او د ټیم غړو ته اوږدې او سختې ویناوې کوي او ژر غسه کیږي خو برعکس د مایکروسافټ اجرایوي مدیر بېلګېټس نرم، له احساساتو خالي تحلیلي شخصیت لري او ډېر کم وخت یې وینا کې د ډېر لنډ مهال لپاره غسه کړې. د دواړو شخصیت ته په کتو شخصیت یې د مختلف مزاج تجربه کولو ته تمایل لري. همداسې ممکن ځینې خلک خپه فلم ته ممکن ډېر کم خپه شي او خندونکي ته ممکن یوازې مسکا وکړي خو نور ممکن د ماشوم په څېر ژړا او خندا ورته وکړي.

زیات خلک د خپل شخصیت له امله یو ځانګړی مزاج او یا ځانګړي احساسات په ځواکمنه کچه تجربه کوي.

۲ – د اونۍ ځانګړې ورځ او ورځ کې ځانګړی وخت
ډیری خلک د اونۍ پنځه تر شپږو ورځو کار یا ښونځي کې بوخت وي یوازې د رخصت ورځو کې ارام او تفریح کولای شي. څېړنې ښي چې د اونۍ پیل کې ډیری خلک په لوړه کچه ځواکمن منفي مزاج او کمزوری مثبت مزاج لري خو رخصتي ته په نږدې کېدو د اونۍ پای کې برعکس ځواکمن مثبت او کمزوری منفي مزاج لري. همداسې د ورځې پیل کې په لوړه کچه ځواکمن منفي مزاج او کمزوری مثبت مزاج لري او د ورځې پای کې ځواکمن مثبت او کمزوری منفي مزاج لري. د ځینې خلکو لپاره برعکس وي.

۳ – هوا
هوا هم په مزاج خپل اغیز لري. ځینې خلک شین اسمان او لمر کې خوښ مزاج لري، په ورېځ کې نارامه او ناخوښ وي، ساړه او تودوخه زیاتېدل یا کمېدل، باد، باران او واوره ورېدل یې مزاج کې مثبت او منفي تغیر ته لار هواروي.

۴ – سټرس
سټرس په مزاج او احساساتو خپل اغیز لري. د بېلګې په توګه شاګردان تر ازموینو مخکې ډېره ویره لري خو کله چې د ازموینو سټرس پای ته ورسیږي نو ویره هم ختمه شي. په کار کې سټرس لکه ناخوښونکی ایمیل ترلاسه کول، داسې مهلت چې ډېر ژر را رسېدونکی وي، د پلور له لاسه وتل، د کار د مالک لخوا جزایي کېدل کار کوونکو کې سټرس پیدا کېدو ته لمن وهي او دا سټرس یې په مزاج منفي اغیز لري. که چېرې کار کوونکي هره ورځ کمه اندازه هم سټرس احساس کړي نو یو وخت پرې کم سټرس هم لوی اغیز لرلای شي او مزاج کې یې بدلون رامنځته کولای شي.

۵ – ټولنیز فعالیت
که چېرې د میلې لپاره بهر ملګرو سره ولاړ شئ او یا هم د خوښۍ پېښو کې ګډون وکړی خوښ احساس کوئ ؟ په ډېرو خلکو کې ټولنیز فعالیت مثبت مزاج پیدا کېدو ته لار پرانیزي. څېړنو موندلې چې ټولنیز فعالیت او فعل او انفعال په مزاج مثبت اغیز لري لکه له نورو سره ډوډۍ خوړل، بهر تلل، میله کې ګډون کول، د یو بل کره میلمانه کېدل او داسې نور… همداسې اوږد مهاله روغتیایي ګټې هم لري.

۶ – د ښه خبر شریکول
کله هم چې خوښونکو پېښو سره ژوند کې مخ شئ له نورو سره یې شریکوئ. کوم خلک چې خوښ خبر له نورو سره شریکوي تر ټولو خوښ وي خو خبر ته مناسب کس لټوئ، داسې کس چې ستاسې په خوښي د خوښي احساس لري، داسې کس سره خپل خبر مه شریکوئ چې په شریکولو مو پښېمانه کړي.

۷ – خوب
په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې خلک تر پخوا کم خوب کوي او د خوب موده یې د وخت له تېرېدو سره نوره هم کمېدونکې ده. ډیری خلک تر ۷ ساعتو کم خوب کوي. کوم خلک چې په شپه کې تر ۸ ساعتو کم خوب کوي چلند کې یې کرکه، غسه، دښمني موجوده وي او د ورځې په اوږدو کې ستړیا احساس کوي. که چېرې د یو کس خوب ناسم وي او یا هم کم خوب کوي د ځینې منفي احساساتو له امله بد مزاج لري او منفي مزاج یې په پرېکړو اغیز کوي، همداسې بې وجې ځواکمن منفي احساسات تجربه کوي. په کار ځای کې نا ارامه وي، له کار ځای کرکه لري او چارو ته یې زهن چمتو نه وي.

۸ – سپورت
که چېرې تاسې غواړی چې ښه او مثبت مزاج ولری نو سپورت یې د لرلو راز دی. کوم خلک چې ډېپرېشن لري سپورت یې وړیا درملنه ده.

۹ – عمر
څېړنو موندلې چې څومره انسان زړیږي همدومره پکې منفي احساسات کمیږي.

۱۰ – جنسیت
عامه باور داسې دی چې ښځې د نر په پرتله له خپلو احساساتو سره نږدې او ځواکمنه اړیکه لري. هم په خپله احساساتي غبرګون ښیي او هم د نر په پرتله د نورو احساسات لیدلی او پرې پوهېدلی شي. په خپل مخ د نر په پرتله د احساساتو شکل ډېر ښیي. د مخ شکل کې یې تغیر له غسې پرته نور له ټولو احساساتو سره د نر په پرتله زیات مل وي خو نر بیا برعکس د نورو احساساتو په پرتله غسه ډېره ښیي. څېړونکي په دې اند دي چې دواړو کې د احساساتو د توپیر لامل ممکن روزنه وي لکه نر داسې روزل کیږي چې باید کلک او زړور واوسي خو ښځې ته تر ډېره د پالنې په اړه روزنه ورکول کیږي او همدا لامل دی چې ښځې د نر په پرتله زیات دوستانه چلند لري او د غسې پر ځای ډېری وخت مسکا ښیي.

د نړۍ په هر کلتور کې د احساساتو مانا
هغه احساسات کوم چې د لوبو ځای کې د منلو وړ دي ممکن کار ځای کې د منلو وړ نه وي. همداسې کوم احساسات چې په یوه هیواد یا کلتور کې نورمال دي په نورو کې نا مناسب یا غیرې نورمال دي. همداسې هره اداره کې هم ځینې احساسات د منلو وړ یا نه منلو وړ دي. هره اداره د احساساتو تعریف لري، د احساساتو رد یا منلو لپاره قاعده لري او د احساساتو د بیان لپاره د منلو کچه یا اندازه یې مالومه وي. د احساساتو د بیان لپاره کلتورونه هم پولي ټاکي. په هر کلتور کې احساسات خپله مانا او تعریف لري د بېلګې په توګه په لویدیځ کې مسکا کول د ښه راغلاست، د بل منلو مانا لري خو په ځینو کلتورونو کې د جنسي اړیکې لرلو تمایل یا هم د جنسي اړیکې نیولو ته د هو ځواب په مانا ده.

په اداره کې احساسات
په هره اداره کې د کار مالک یا مدیر په خپلو کار کوونکو کې د مثبتو احساساتو یوه مالومه کچه لټوي د کومو کار کوونکو دنده چې له خلکو سره وي او مسکا نشي کولی، د علاقې ښودولو لپاره خپل احساسات نشي ښودلی او یا داسې نور د مثبتو احساساتو د بیان کچه پکې نشته وي خپله دنده پر مخ نشي وړلای. په متحده ایالتونو کې، په ادارو کې د منفي احساساتو بیان او د مثبتو ځواکمنو احساساتو بیان منع دی، په دې مانا چې کار کوونکي خپل منفي احساسات لکه کرکه، غسه او یا داسې نور نشي بیانولای او مثبتو احساساتو د بیان لپاره یې نورمال کچه مالومه وي تر څو یې د ځواکمن بیان مخه ونیول شي ځکه چې مدیریت یې د کار کوونکو د کاري تولید مخنیونکي ګڼي. د بېلګې په توګه د یو همکار د مړینې لپاره لنډ د خپګان پروګرام پکې نیول کېدی شي خو په ماتم او فاتحې بدلول یې منع دي.

ښودل شوي احساسات او احساس شوي احساسات
ممکن تاسې له داسې خلکو سره کار کړی وي چې له لیدو سره مو دا پلان جوړ کړی وي چې دا کس باید زما د خوښې کس نه وي، ممکن زهن کې مو د همدې کس شخصیت دومره زیږ احساس کړی وي کوم چې موښلو، تراشلو او هوارولو ته اړتیا لري، ممکن ته خبر یې چې پس شا یې تا پسې یې منفي خبرې کړي. له دې ټولو سره سره ته اړ یې چې دې کس سره هره ورځ ګډ همکار واوسې او فعل او انفعال ورسره وکړې. داسې حالت کې اړ یې چې خپل احساسات جعل کړې. که تاسې پرمختللو هیوادونو کې دنده ترسره کول غواړئ نو احساسات مو په ښودل شوو او احساس شوو احساساتو وویشئ.

ښودل شوي احساسات هغه دي کوم چې د کار مالک په کار ځای کې له کار کوونکي غواړي. خو احساس شوي احساسات ستاسې حقیقي احساسات او فکري تولید دی. ښودل شوي احساسات په انسان کې زاتي یا فطري نه دي بلکې زده شوي احساسات دي. د بېلګې په توګه بایلونکی خپل خپګان او نا هیلي په مسکا د نورو په مخ کې پټوي. همداسې انسانانو زده کړي چې که حتا خپه هم نه وي په جنازه کې خپګان وښیي په واده کې که خوښ هم نه وي ځان خوښ وښیي. ټول احساسات هغسې نه احساس کوو څرنګه یې چې ښیو.

کله هم چې انسان داسې ا حساسات ښیي کوم چې ریښتیني نه وي نو دا کس اړ دی چې خپل حقیقي احساسات له منځه ویسي یا یې پټ کړي د بېلګې په توګه پېرودونکي ته غسه راتلل خو غسه نه کول. په داسې حالت کې ستاسې بهر لیدل کېدونکی عمل ستاسې داخلي احساسات پټوي.

په کړنو د احساساتو اغیز
پورته لیکنه کې مو ولوستل چې احساسات مو د ژوند اړینه برخه ده، په ځانګړې توګه د کاري ژوند. اوس پوښتنه دا ده چې په دنده قناعت کولو او چارو مو احساسات څه ډول اغیز کوي؟ څېړنو موندلې چې کار کوونکي په کار ځای کې هغو پېښو ته احساساتي غبرګون ښیي کوم چې کار ځای کې ور پېښیږي او دا چاره یې په کاري تولید او دنده کې په قناعت خپل اغیز لري.

د څېړنو د موندنې او پایلې پیل په دې جمله شوی ” په کاري چاپېریال کې احساسات یوې پېښې ته غبرګون دی” په دې چاپېریال کې هر هغه څه شامل دي کوم چې تاسې سره چار چاپېره موجود دي – لکه د خودمختاري یا خپلسریتوب کچه، له تاسې په دنده کې غوښتنې، د احساساتو د بیان لپاره اړتیا. چاپېریال کې کاري پېښې رامنځته کوي کومې چې ممکن نا ارامه کوونکې وي نا مناسبې وي او یا د مثبتو احساساتو پارونکې وي. د نا ارامه کوونکو پېښو بېلګه همکاران کوم چې له بل مدیر سره کار کوي همکاري نه کول، په کار کې، په کم وخت کې زیات کاري تولید. د مثبتو احساساتو پارونکې پېښې په کار کې ټاکلي هدف ته رسېدل، له همکارانو مرسته ترلاسه کول، د یوې موخې تر لاسه کېدو لامل ګڼل کېدل.

په کاري چاپېریال کې دا پېښي مثبت او منفي احساسات راپاروي. خو د کار کوونکي مزاج او شخصیت پېښو ته د ځواکمن او کمزوري غبرګون ښودلو کې خپل رول لري. ممکن یوې ورته پېښې ته یو کار کوونکی ډېر ځواکمن غبرګون وښي ممکن د بل شخصیت او مزاج یې دې ته اړ کړي چې همدې پېښې ته یې غبرګون کمزوری وي.

لاندې دوه بېلګو کې په کاري چاپېریال کې د احساساتو رول وګورئ :

تاسې د بوینګ له شرکت سره د انجنیر په توګه کار کوی، بوینګ شرکت غواړي لس زره کسان له دندو ګوښه کړي، په دې نوملړ کې تاسې هم خپله دنده له لاسه ورکولای شی، دا پېښه تاسې کې منفي احساسات راپارولی شي، په ځانګړې توګه ویره ځکه چې تاسې د عاید بنسټیزه سرچینه له لاسه ورکوی، زیاته ویره تاسې کې د نا امني احساس پیدا کولای شي.

دوېمه بېلګه :

بوینګ شرکت پورته پرېکړه کړې تاسې د اطمینان ترلاسه کولو لپاره د کار مالک سره خبرې وکړې، د کار مالک تاسې ته ډاډ درکړ چې تاسې د لس زره کسانو نوملړ کې نه یاستی او دنده مو ادامه لري، په تاسې کې مثبت احساسات پیدا کوي او ډاډمن احساس کوی. د کاري زیات تولید انګېزه درکې پیدا کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons