احمد ولي

احمد ولي د افغانستان سندر غاړی دی. غزل ویل یې له ۱۹۷۰ لسیزې پیل کړي. د افغانستان له امنیت خرابېدو سره له هیواده کډوال شو او په جرمني کې له مېشت کېدو وروسته یې په شمالي امریکا او ټوله اروپا کې خپل هنر ته ادامه ورکړه.
 
احمد ولي افغانستان له دوه نورو سندر غاړو سره هم خپلوي لري چې یوه سلماء جهاني او بل حیدرسلیم دی. په افغانستان کې احمد ولي له هنګامې سره سندرې ویلې خو کله چې جرمني ته کډوال شو نو هنګامه هم ورپسې جرمني ته راغله او په ۱۹۸۵ کې یې واده وکړ. د احمد ولي کورنۍ له واده سره مخالفت وکړ او لامل یې دا وو چې کورنۍ یې هنګامه د ټیټې کچې د کورنۍ انجلۍ ګڼله. په ۱۹۸۶ کې د دواړو زوی مسیح ولي پیدا شو خو په ۱۹۸۹ کې یې هنګامه طلاق کړه او په ۱۹۹۰ کې احمد ولي د متحده ایالتونو ویرجینیا ته ولاړ. په ویرجینیا کې یې بل واده وکړ.
 
احمد ولي په کابل کې زېږېدلی. پلار یې د پولیسو افسر وو. په ۱۲ کلنۍ کې یې د تبلې وهلو زده کړه پیل کړه، وروسته کله چې په حبیبیه لیسه کې وو په سندرو ویلو یې پیل وکړ. په لمړي ځل یې چې کله خپلې ویل شوې سندرې ثبت کړې نو د کابل راډیو د مدیر او د استاد جلیل ځلاند پام یې خپل کړ. وروسته یې چشمانې ابي سندره وویله کومه چې استاد ځلاند کمپوز کړې وه او دوېمه سندره یې ماه روی تو، د دوېمې سندرې کمپوز خپله احمد ولي کړی وو. د لیسې پای ته رسولو پورې یې په افغانستان کې سندرو ویلو ته ادامه ورکړه او له لیسې وروسته یې په ایران کې د خپل هنر فعالیت پیل کړ.
 
په پیل کې احمد ولي پرېکړه نه وه کړې چې مسلکي سندر غاړی شي. په دې وخت کې یې د کابل د پولیسو اکاډمۍ کې نوم ثبت کړی وو. خو کله چې استاد ځلاند د میوزیک د زده کړیال په توګه ومانه نو میوزیک یې خپل مسلک کړ. له دې وروسته د افغانستان په ملي تلویزیون او راډیو کې راڅرګند شو. په ۱۹۷۸ کې افغانستان ته د شوروي له راتګ سره د ولي ژوند هم له ستونزو سره مخ شو او په ۱۹۸۰ کې یې له افغانستان څخه په جعلي پاسپورت تېښته وکړه. په جعلي پاسپورت یې لمړی سفر هند ته وکړ او هلته یې ځان ناروغ وښود تر څو د درملنې لپاره د جرمني ویزه ترلاسه کړي. په ۱۹۸۵ کې یې په جرمني، فرانسې او سویس کې کنسرټونه لرلي. په ۱۹۸۷ کې یې د کنسرټونو یوه لړۍ له عبد الله اعتمادي سر لرلې. په ۲۰۰۵ کې د اګسټ په ۱۸ یې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د ازادۍ ورځې لمانځلو لپاره کنسرټ جوړ کړی وو.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons