اروا پوهنه د ساینس په توګه
اروا پوهان په مختلفو ځایونو کې دندې لري، د څېړنو لپاره مختلفې طریقې کاروي خو ټول بیا خپله کې ګډ یو څه لري او هغه په ساینسي طریقې تکیه ده. د څېړنو اروا پوهان د چلند د لاملونو پیدا کولو لپاره ساینسي طریقې کاروي. خو کوم اروا پوهان چې په ښونځیو، کلینیکونو، روغتونونو، صنعتي ادارو کې کار کوي د څېړونکو اروا پوهانو څېړنې کاروي تر څو د نورو کسانو ژوند کې ستونزو ته د حل لارې ولټوي. پورته دواړه ډوله اروا پوهان باید د اروا پوهنې په ساینس پوه وي.
ټول انسانان غواړي د نړۍ د هر څه په اړه پوښتنه وکړي، ټول انسانان غواړي د خپلې پوهې له کچې سره برابر پوښتنې ځواب کړي، ټول انسانان غواړي په دې پوه شي چې پېښې ولې کیږي، کله پېښې کیږي او بیا به هم وشي او که نه ؟ دا ډول پوښتنې او ځوابونه مونږ ته د خپل او د نورو دچلند په اړه د وړاندوینې وړتیا راکوي. له همدې امله هر کس یو ډول څېړونکی ساینس پوه دی، هر کس څېړنې پیل کوي پوښتنې کوي او خپلو پوښتنو ته ځواب مومي او د وګړو دا چاره په خپله یو ډول څېړنه ده. د بېلګې په توګه که چېرې یوه ازموینه کې یو زده کوونکی ناکام شي نو سمدلاسه فکر کوي چې څه د نه زده کېدو لامل شوي وو، څه د ناکامېدو لامل شو، څه به مرسته وکړي چې بل ځل یې سم زده کړم او بریالۍ ازموینه ولرم ؟ همداسې که تاسې یوه داسې جوړه ووینی چې ډېر ښه خوښ ژوند سره لري او دا جوړه نا څاپه طلاق سره واخلي هر مرو به دا پوښتنه درته پیدا کیږي چې څه پېښ شول، څه د طلاق لامل شو؟ که چېرې په نړۍ کې یوه ډله تاوتریخوالی کول غواړي هرو مرو به یې چاپېریال ته نظر کوئ، د دوي په انګېزو به د پوهېدو هڅه کوئ چې دا ډله ولې ځان او بل وژل غواړي ؟ او دې ډول چارو ته یې نور څه ډول غبرګون ښي ؟
د هرې ورځې دا ډول څېړنې ” پوښتنې او د پوښتنو ځوابول ” مونږ ته د انساني چلند د اصولو په اړه ډېر څه را زده کوي. د بېلګې په توګه مونږ داسې وړاندوینې زده کوو چې که چا ته د یوې بدې پېښې زیری ورکړو نو ممکن دا کس مونږ ته د بدو پېښو د زیري راوړونکي نظر وکړي حال دا چې د پېښې رامنځته کوونکي هم نه یو. مونږ د دې وړراندوینه کوو چې یو کس په یوه ستونزمنه چاره کې له ماتې خوړولو وروسته ممکن خپه او سټرس وي او ممکن برید کوونکی چلند ولري. که چېرې دا ټولې کړنې په منظمه توګه وڅارل شي، وڅېړل شي، د کړنو او پېښو لاملونه او دې ته د وګړو غبرګون او چلند مطالعه شي همدې چارې ته د اروا پوهنې ساینسي څېړنه ویل کیږي.
د اروا پوهنې همدا ساینسي طریقه هر انسان هره ورځ کاروي او له خپل ځان سره د خپلې پوهې په کچه تعبیر شوي مالومات لري. خو په دې کې ستونزه چېرې وي او د مسلکي اروا پوه له ساینسي څېړنې سره یې توپیر څه وي ؟ کله چې یو کس یو وضعیت سره مخ شي او د وضعیت په اړه یې وړاندوینه سمه وخیژي نو ګمان کوي چې نظر یې حقیقت دی خو د دې کس نظر د نورو ورته وضیعتونو لپاره حقیقت نه وي او یا هم عام حقیقت نه وي بلکې په یوه ځانګړي وخت کې د یوې ځانګړې پېښې لپاره حقیقت وي. اروا پوهانو موندلې چې انسان کې انګېزه او درک یا پېژندنه د انسان لر لید جوړوي او له همدې امله ناسمه نتیجه ګیري کوي او ناسمې پایلې انځور کوي. ډېری خلک د پېښو د لامل په اړه د پوهېدو ادعا کوي خو حقیقت کې یې دوي د پېښېدو په لامل نه پوهیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!