ارګلي – Argali

ارګلي (اوویس آمون) تر ټولو غټ وحشي پسه چې مورنی ځای ېې د مرکزي آسیا لوړې دي. نوم ېې له منګلوي ژبې اخیستل شوی چې ارګلي په منګولي ژبه کې پسه ته وايي او تقریبا ۸ ډولونه لري. د ارګلي پسونو قد تر ۴۹ انچه پورې او وزن ېې تر ۱۴۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. کوم ارګلي پسونه چې واړه بدنونه لري او په دښتو کې ژوند کوي قد ېې تر ۳۵ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مېږ وزن ېې له ۳ یوه برخه له نر پسه کم وي. د پامیر غرونو ارګلي پسونو ته د مارکوپولو پسه نوم هم اخلي. د دې پسونو اوږدوالی تقریبا ۱۸۰ سانتي متره ده، ښکرونه ېې لنډ خو ډبل دي، د نومبر او ډسمبر مېاشتو کې ېې د بدن وېښتان غټیږي او د عمر له زېاتېدو سره ېې د بدن د وېښتان په رنګ او کیفیت کې توپیر راځي. همداسې د ژمي او اوړي په وړۍ کې هم توپیر شته وي. له ښکاریانو ډېره تېزه منډه وهي او پېل کې ېې منډه لکه د الوتنې په څېر وي. نر پسه ېې له ۷ تر ۸ کالو پورې ژوند کوي او لکه د نورو پسونو په څېر ارګلي پسونه هم رمه رمه ګرځي یواځې د نزدیکت په وخت کې سره جلا کیږي. په لوړو غرونو کې له ناڅاپه بارانونو، واورې او سړو سره بلدتیا لري. ټولنیز عادتونه ېې تر د آسیا ډېر د امریکا بیغورن پسونو ته ورته دي. 
له نزدیکت وروسته په ۱۶۰ ورځو یو یا دوه وریان زېږوي. واړه وریان ېې ډېر وخت د ژوند د سختوالي له وجې بېرته مړه کیږي. ارګلي پسونه په ګران افغانستان، ازبکستان، منګولیا، شمالي چین، د تبت په لوړو هوارو کې، شمالي هندوستان او پاکستان کې ژوند کوي. دنسل له منځه تللو خطر ېې ډېر زېات ده ځکه چې ډېر زېات ښکار کیږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons