Caprellidae – کاپرېلیډي

د امفوپوډ کورنۍ ده. د غړو عام نوم یې اسکلیټي د اوبو ملخ (skeleton shrimp) دی. عام نوم یې له نازک تار ته ورته بدن څخه اخیستل شوی. د بدن د جوړښت له امله یې د غټ الګي، برایزوان او هایډرویډ ترمنځ په ډېره اسانۍ پټېدلای شي. ځینې خلک ورته اروا د اوبو ملخ (ghost shrimp) نوم هم اخلي.


تشرېح
د نري اوږد بدن له امله یې له نورو امفوپوډ سره په اسانۍ توپیر کېدای شي. تنه یې په درې برخو وېشل کېدای شي سیفالون یا سر (cephalon)، توراکس یا سینه (pereon or thorax) او ګېډه. د بدن د اوږدوالي زیاته برخه یې سینه جوړوي. سینه یې په اووه برخو وېشل شوې او برخو ته یې (pereonite) نوم اخلي. سر یې د سینې له لمړۍ برخې سره او بې کچې وړه شوې ګېډه یې د سینې له وروستۍ برخې سره نښتې. دوه جوړه انتنونه لري. د انتنونونو لمړۍ جوړه یې د دوېمې پرتله اوږده ده. په سر کې یې (mandibles, maxillae, and maxillipeds) شامل دي کوم چې د خولې د برخو په توګه کاروي.

د سینې په هرې وېشل شوې برخه کې یې یوه جوړه ضمیمې یا ورسپې نښتي غړي دي کوم ته چې د (pereopod) نوم اخلي. د لمړۍ برخې ضمیمې یې په (raptorial) بدلې شوي – په انګریزۍ کې (raptorial) ښکاري ته وایي خو دلته یې مانا د ارتروپوډ دوه مخکینۍ پښې دي کومې چې د ښکار د نیولو لپاره کاروي، په اسکلیټي د اوبو ملخ کې همدې پښو ته (gnathopods) نوم اخلي، د خوړو، دفاع او خوځښت کولو لپاره یې کاروي. د ضمیمو درېمه او څلورمه جوړه یې وړه شوې او یا نشته وي. بلوغ ته رسېدلو کې یې درېمې او څلورمې ضمیمې دوه جوړه برانشونه وي، په ځینو کې یې د برانشونو درېمه جوړه هم شته وي. په ډېرو ډولونو کې نر له ښځې غټ وي.

د کاپرېلیډ د ښځې اناتومي

ایکولوجي
د ټولې نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. یوازې یو څو ډولونه یې د سمندر په تل کې ژوند کوي، ډېر ډولونه یې کمو ژورو اوبو کې په مارکب ګیا کې، د هایډرویډ او برایوزوان ترمنځ ژوند کول خوښوي. ډېری وخت د توکو لاندې نښتي حالت کې لیدل شوي. په پروټو زوان، رژېدلو توکو، ډیاټومونو، وړو امفوپوډ او د کلک پوستو په لاروا بچیانو ځان تغذیه کوي. ځینې ډولونه یې خپل انتنونه د اوبو د فلټر کولو لپاره کاروي او د فلټر کولو له لارې ځان تغذیه کوي. ځینې ډولونه یې ښکار کوونکي دي، ځان پټوي او د اوبو د ښکاري ملخ په څېر په ښکار برید کوي. ښکاري ډولونه یې تر اوږده وخته پورې بې خوځښته پاتې کیږي تر څو واړه پروټو زوا یا چونجیان ورنږدې شي او برید پرې وکړي. د کبانو یا نورو سمندري ژو خواړه نه دي خو کله چې (shiner perch) مارکب ګیا (eelgrass) ته د مثل د تولید لپاره کډوال شي اسکلیټي د اوبو ملخ باندې برید کوي.

په (Caprella mutica) ډول کې د نر اناتومي

د مثل تولید او وده
جنسي اړیکه هغه وخت کې نیسي کله چې ښځه د نوي بهرني اسکلیټ او د کلک شوي بهرني اسکلیټ ترمنځ موده کې وي. په دې وخت کې دواړه نر او ښځه کوریز کوي یا پوستکی بدلوي تر څو وده وکړي. له جنسي اړیکې وروسته د القاح شوو هګیو ساتنه ښځه په خپله کڅوړه کې کوي. په ځینو ډولونو کې له جنسي اړیکې وروسته ښځه نر د زهرو په تذریق کولو وژني.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
له ډلې پورته پېراکاریډا
ډله امفوپوډا
لمړۍ کورنۍ کاپرېلوایډیا
کورنۍ کاپرېلیډي

هم مانا

  • Aeginellidae
  • Phtisicidae
  • Phtisicoidea
  • Protellidae
  • Pariambidae

ډلبندي

Caprellinae

  • Abyssicaprella
  • Aciconula
  • Aeginella
  • Aeginellopsis
  • Aeginina
  • Caprella
  • Caprellaporema
  • Cubadeutella
  • Deutella
  • Eupariambus
  • Hemiaegina
  • Heterocaprella
  • Liriopes
  • Liropropus
  • Liropus
  • Mayerella
  • Metacaprella
  • Metaprotella
  • Monoliropus
  • Noculacia
  • Orthoprotella
  • Paracaprella
  • Paradeutella
  • Paradicaprella
  • Paraprotella
  • Pariambus
  • Parvipalpina
  • Parvipalpus
  • Pedoculina
  • Pedonculocaprella
  • Pedotrina
  • Postoparacaprella
  • Premohemiaegina
  • Pretritella
  • Proaeginina
  • Proliropus
  • Propodalirius
  • Protella
  • Protellina
  • Protellopsis
  • Protoaeginella
  • Prototritella
  • Pseudaeginella
  • Pseudolirius
  • Pseudoliropus
  • Pseudoprotella
  • Tanzacaprella
  • Thorina
  • Triantella
  • Triliropus
  • Triperopus
  • Triprotella
  • Tritella
  • Tropicaprella
  • Verrucaprella

Paracercopinae

  • Cercops
  • Paracercops
  • Pseudocercops

Phtisicinae

  • Aeginoides
  • Caprellina
  • Caprellinoides
  • Chaka
  • Dodecas
  • Dodecasella
  • Hemiproto
  • Hircella
  • Jigurru
  • Liriarchus
  • Mayericaprella
  • Metaproto
  • Paedaridium
  • Paraproto
  • Perotripus
  • Phtisica
  • Prellicana
  • Protogeton
  • Protomima
  • Protoplesius
  • Pseudocaprellina
  • Pseudododecas
  • Pseudoprellicana
  • Pseudoproto
  • Pseudoprotomima
  • Quadrisegmentum
  • Semidodecas
  • Symmetrella

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons