اغیزمنې خبرې اترې او ډاکټر

۱ – ستا او د بل کس ترمنځ لفظي، غیرې لفظي خبرو، د غږ څرنګوالي، د مخ څرنګوالي، اشارو، د بدن فزیکي ژبې او فعل او انفعال ته وایي.
۲ – لفظي خبرې مختلف ډوله اورېدونکو ته په روښانه توګه د خپل نظر د بیانولو وړتیا لرلول ته وایي.
۳ – غیرې لفظي خبرې د مخ په څرنګوالي، اشارو، د غږ په څرنګوالي، د سمبولو ا انځورونو په ښودلو د خبرو د بیان د ځواکمنولو وړتیا ته وایي.
۴ – د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې باید په خپلو احساساتو، سټرس، تعصب، دفاعي حالت اختیار کولو برلاسي شئ تر څو متقابل پوهاوی رامنځته کړل شي.

په طب کې خبرې اترې :
– د تشخیص تشرېح کول، تفتیش یا پلټنه او درملنه
– په پرېکړې کولو کې د ناروغ شاملول
– د ناروغ له خپلوانو سره په ځینې حالتونو کې خبرې کول
– د طب اړوند له نورو مسلکي کسانو سره خبرې کول
– د عملیات او ورته پروسیجر په اړه د ناروغ هوکړه یا رضایت ترلاسه کول
– که ناروغ تشویش لري او یا د ناروغ خپلوان تشویش ولري له دوي سره د خبرو او جوړجاړي وړتیا
– له بستر وروسته د وتلو په اړه مالومات ورکول
– که چېرې کوم د ژوند ګواښونکی حالت پکې تشخیص شي، د بد خبر د بیان وړتیا لرل
– د ژوند کولو د طریقې په اړه سپارښتنې او لارښونې

– ستونزې جوړونکی ناروغ : دا خلک د ټولنې عام خلک دي او ډاکټران له دې ډول ناروغانو سره هره ورځ مخ کیږي. دا ناروغان په خپله نه وي راغلي بلکې ډېری وخت د نورو لخوا راوستل شوي وي او له خپل ځان سره یې د احساساتو، کلتور او شخصیت د توپیرونو لړۍ راوړې وي. کله چې روغتیاي مرکز ته یوړل شي نا ارامتیا یې نوره هم زیاتیږي او د زیاتېدو لامل یې لګښت، د سټرس زیاتېدنه او داسې نور وي. ډېری دا ډول ناروغان ستونزې جوړونکي ښکاري او لامل یې د سټرس جمع کېدنه، اندېښنه او افراط وي.

له ستونزمن ناروغ سره جوړجاړی : ډاکټر د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا ته اړتیا لري تر څو دا ډول ناروغان ارام کړي، دوستانه چاپېریال ورسره رامنځته کړي. له دوي سره دوستانه چاپېریال رامنځته کول، اندېښنه یې ارامول د ډاکټر موخه نه وي ځکه چې ډاکټر د کومې ټولنیزې دندې کار کوونکی نه وي، دا چاره یې د دندې یوه برخه وي. د ډاکټر موخه دا وي په فزیکي او فزیولوجیکي ستونزې ځان پوه کړي او مرسته ورسره وکړي. ډاکټر باید د خبرو اترو اغیزمنه وړتیا ولري تر څو له ناروغ د روغتیا په مخینه ځان پوه کړای شي، د ناروغ فزیکي ازموینه وکړای شي، دا چارې د ناروغ په رضایت، موافقت یا هوکړې ترسره کړي او د ترسره کولو لپاره د سرچینو او وخت محدودیت دواړه په پام کې ونیسي.

د ستونزمنو ناروغانو د پېژندنې نوملړ لاندې یاد شوی :
– چپتیا غوره کوونکی یا د خپل فکر نه بیانونکی ناروغ
– کړتو، خبریال یا د اوږدو کیسو کوونکی ناروغ
– په ناروښانه توګه د علایمو بیانونکی ناروغ
– غسه شوی ناروغ
– ډېپرېشن لرونکی او خپه ناروغ
– انکار کوونکی ناروغ
– تشویش لرونکی ناروغ
– د ډېرو غوښتنو کوونکی ناروغ
– امر کوونکی ناروغ

Share
Hide Buttons