اغیزمنې خبرې اترې یوه اړتیا ده
اغیزمنې خبرې اترې داسې ابزار دي کوم چې اړیکه جوړوي او داړیکې ساتنه کوي. بهیرونه یې له بې شمېره برخو جوړ وي او ټولې برخې یې اړینې ګڼل کیږي. مناسبې او اغیزمنې خبرې اترې که د وینا له لارې وي یا هم لیکلې بڼه ولري د بریا او مسلکي ودې لپاره ډېرې دروازې پرانیزي. د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا تر ټولو نورو اړینو وړتیاو ډېر اړینه وړتیا ده.
خبرې اترې له یو ځای نه بل ځای ته د مالوماتو لېږل دي، دا مالومات ممکن غږیز شکل کې وي او یا ممکن لیکلې بڼه ولري لکه کتاب، مجله، نقشه، ګرافونه، ایمیل او یا ویبپاڼه واوسي. د پیغام د ترلاسه کوونکو په مالوماتو سمه پوهېدنه ستاسې د خبرو اترو له ورتیا سره تړاو لري.
اغیزمنې خبرې اترې د دې ترڅنګ چې تاسې ته د مسلکي ودې او بریا دروازې پرانیستلای شي همداسې ښه کاري مخینه یا سي وي مو کولای شي تاسې ته د خپلې خوښې خوښې دنده پیدا کړي، د دندې د ترلاسه کولو لپاره په مرکه کې مرسته درسره وکړي. له دندې ترلاسه کولو وروسته تاسې سره په دنده کې مرسته کوي چې له نورو مسلکي کسانو سره په روښانه توګه خبرې اترې وکړئ. که چېرې تاسې کې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا نه وي نو کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې خپل ناسم انځور وړاندې کوئ، داسې انځور کوم چې تاسې نه یاستئ.