Affenpinscher – افېن پېنشر

د بیزو ټېرایر (monkey terrier) په نامه هم یادیږي. د وړو سپیانو نسل (breed of toy dog) ده او له ۱۷ پېړۍ پېژندل شوي دي. ګمان کیږي چې اصلي ځای یې جرمني وي. نسل یې د موږک، مږې او افتي ژو (vermin) کوم چې کرنې، خوړو او داسې نورو ته زېان اړوي د مړه کولو لپاره اخیستل شوی وو. دا سپیان فعال دي او لوبې کول خوښوي. تر ۱۱.۵ انچه پورې ېې قد لوړیږي او له ۳ تر ۳.۵ کیلو ګرامه پورې ېې وزن رسیږي. واړه نېغ ولاړ غوږونه (erect ears) لري، تورې سترګې لري، نیمه شوې لکۍ (docked tail) لري. خلک یې تور رنګ کې خوښوي خو له دې پرته کریمي، خړ، سپینو زرو ته ورته، سور او قهوي رنګ کې هم شته. د وېښتو اندازه یې بدن کې لنډه ده خو د پښو او مخ وېښته یې ګڼ دي. افېن په جرمنۍ ژبه کې بیزو ته وایي د دې سپیانو مخ هم د بیزو په څېر ده او له همدې امله یې نسل باندې د بیزو ټېرایر نوم ایښودل شوی.
Borismindre
Affenpinscher By Ingunn Axelsen
Share
Hide Buttons