Alaskan Malamute – د الا ساکا مالا میوټ

په واورې د بې ټېرونو ښویې ګاډۍ کش کوونکو سپیانو (sled dog) نسل ده. نسل یې په لمړي ځل یو مالامیوټ (Malamute)، یو اسکیمو (Eskimo) یا اېنو پیاټ (Inupiat) اخیستی. په انګرېزۍ کې مالامیوټ یو اسکیمو، یا اېنو پیاټ ته وایي او درېواړه د اسکیموس (Eskios) سره تړاو لرونکي ته وېل کیږي. اسکیموس د شمالي کاناډا، الاساکا، ګرین لنډ، ختیځې سایبیریا اصلي خلکو ته وایي چې په دودیزه توګه د ښکار په ذریعه خپل ژوند مخکې وړي په ځانګړې توګه د کبانو په ښکار د خپل ژوند امکانات برابروي. د دې سپیانو په نسل هم د همدې خلکو نوم ایښودل شوی.
 
د الاساکا مالامیوټ ځواکمن بدن لري، پراخ سر (broad head)، نېغ ولاړ غوږونه (erect ears)، د بڼکې په څېر لکۍ (plumelike tail) چې په خپلې ملا یې را تاو کړې وي لري. بدن یې ګڼ وېښته لري او معمولا خړ یا تور او سپین رنګ کې وي. قد یې له ۵۸ تر ۶۳ سانتي متره (له ۲۳ تر ۲۵ انچه) پورې او وزن یې له ۳۴ تر ۳۹ کیلو ګرامه (له ۷۵ تر ۸۵ پونډه) پورې رسیږي. د ملګري په څېر چلند لري، په خپل طبیعت کې وفاداره دي. په واوره کې ګاډۍ پسې تړل کیږي. انترکتیکا کې د سفرونو لپاره هم کارېدلي.
 
Alaskan Malamute 6
Alaskan Malamute By Continentaleurope
Share
Hide Buttons