انتیبیوتیک څه دي او څرنګه کار کوي ؟

انتیبیوتیک داسې درمل دي چې له باکتریا پیدا شوي عفونیت سره جګړه کوي. په انګریزۍ کې ورته (antibacterial) نوم هم اخلي. د باکتریا په وژلو او د ودې په مخنیوي باندې د عفوني شوې برخې درملنه کوي. په لمړي ځل باندې انتیبیوتیک په ۱۹۳۶ کې کارېدلي. له انتیبیوتیک مخکې په متحده ایالتونو کې له هرو ۱۰۰ مړه کېدونکو کسانو ۳۰ کسان له هغو ناروغیو مړه کېدل د کومو چې اوسمهال درملنه په انتیبیوتیک کیږي. اوس وخت کې هم انتیبیوتیک د هغو جدي عفوني کوونکو ناروغیو درملنه کوي چې د انسان ژوند ګواښلی شي او د کمزوري عفونیت مخنیوی کوي تر څو په جدي او ژوند ګواښونکې ناروغۍ بدل نشي.
 
انتیبیوتیک مختلف کلاسونه لري او ځینې ډولونه یې د ځانګړي باکتریایي عفونیت لپاره ښه کار کوي. انتیبیوتیک په مختلفو شکلونو کې موجود وي لکه ګولی، کپسول، مایع، کریم، غوړ یا تیلو شکل کې. ډېری انتیبیوتیک یوازې د ډاکټر په نسخه له درملتون څخه ترلاسه کولای شی خو کریم او تیل یې پرته له نسخې هم پېرلی شی.

د باکتریا پر ضد انتییوتیک څرنګه کار کوي ؟
انتیبیوتیک د باکتریا وده کمزورې کوي، د باکتریا د ودې مخه نیسي او یا باکتریا وژني. دا چاره په لاندې طریقه ترسره کوي :
– د باکتریا چار چاپېره پوښ یا دیوال باندې برید کوي
– د باکتریا د مثل په تولید کې مداخله کوي
– په باکتریا کې د پروتین تولید بندوي
 
انتیبیوتیک په څومره وخت کې کار کوي ؟
انتیبیوتیک چې څرنګه وکارول شي له کارونې وروسته سملاسي په کار کولو پیل کوي خو تاسې ممکن تر ۲ یا درې ورځو پورې له ناروغۍ ښه نشی. د ښه کېدو وخت یې د عفونیت له ډول سره هم تړاو لري. ډېری انتیبیوتیک باید له ۷ تر ۱۴ ورځو پورې وکارول شي. په ځینې حالتونو کې تر دې لنډه موده کې درملنه ممکنه وي. د انتیبیوتیک د ډول او وخت په اړه مو یوازې ډاکټر له تشخیص وروسته پرېکړه کولای شي. که چېرې تاسې څو ورځو کې هم ښه شی بیا هم تر هغې پورې د انتیبیوتیک کارونې ته ادامه ورکړئ تر کومې چې ډاکټر سپارښتنه کړې وي.

انتیبیوتیک له څه جوړ شوي ؟
تر ټولو لمړي بیټا لکټم انتیبیوتیک پنېسېلېن په تصادفي توګه کشف شوي. کشف یې د خوړو په پوپنک وهلې کاسه کې شوی. پوپنک د مرخېړي یا فنګس یو ډول دی او ساینس پوهان په دې پوه شول چې په طبیعي توګه کوم فنګس پیدا کیږي پنېسېلېن تولیدوي. وروسته پنېسېلېن په لویه کچه په لابراتوارونو کې تولید شول، د تولید لپاره فنګس وکارول شول او په تخمیر یا خمیرو کېدو یې پنېسېلېن تولید کړل. نور لمړي انتیبیوتیک په خاوره کې د ژوند کوونکې باکتریا تولید وو. اوسمهال د انتیبیوتیک ټول ډولونه په لابراتوار کې تولیدیږي. ځینې مواد کوم چې په درملو کې کاریږي د کیمیاوي تعاملونو په ذریعه ترلاسه کیږي. د ځینې انتیبیوتیکو یوه برخه اوس هم په طبیعي طریقه تولیدیږي خو د تولید بهیر یې کنټرول شوی وي. په دې طریقه کې ځینې کیمیاوي طریقې هم کارېدلی شي تر څو اصلي مادې ته تغیر ورکړي او بل درمل ترې جوړ شي.

د انتیبیوتیک مقاومت څه ته وایي ؟
انتیبیوتیک ډېر ځواکمن درمل دي او د ځینې ناروغیو لپاره ډېر اغیزمن دي. ځینې انتیبیوتیک کوم چې په لمړیو کې کارېدل تر پخوا کم ګټور دي لامل یې د انتیبیوتیک په مقاومت کې زیاتوالی دی. کله چې انتیبیوتیک باکتریا نشي کنټرول کولای یا یې نشي وژلای دې ته د انتیبیوتیک مقاومت وایي. بله مانا یې داده چې د ځانګړو روغتیایي حالتونو لپاره مناسبه او اغیزناکه درملنه نشته.
 
هر کال ۲.۸ میلیونه داسې د باکتریا له عفونیت پیدا حالتونه پیښیږي چې له انتیبیوتیک سره مقاومت لري او پایله کې ۳۵ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. کله چې تاسې انتیبیوتیک درمل وکاروی هغه باکتریا چې له دې درملو سره حساسې دي له منځه ځي خو کومې چې ژوندۍ پاتې کیږي له انتیبیوتیک سره مقاومت لري. ژوندۍ پاتې کېدونکې باکتریا داسې ځانګړنې یا مشخصات لري چې په خپل ځان باندې د انتیبیوتیک د کار کولو مخنیوی کوي.
 
له باکتریا پیدا کېدونکې هغه خطرناکې ناروغۍ چې له انتیبیوتیک سره مقاومت لري لاندې یادې شوي :
 
Clostridioides difficile difficile (C. diff)
د دې ډول باکتریا بې کچې وده د انسان په وړو او غټو کلمو کې د عفونیت پیدا کېدو لامل کیږي. ډېری وخت کله چې په یوه انتیبیوتیک د یوې ځانګړې ناروغۍ درملنه وشي دا حالت رامنځته کوي. دا باکتریا په طبیعي توګه د انتیبیوتیک ډېرو ډولونو سره مقاومت لرونکې دي.
 
Vancomycin-resistant enterococcus (VRE)
دا باکتریا ډیری وخت وینه، د عملیات ټپونه او د خالي ادرارو کانال عفوني کوي. ډېری وخت کوم خلک چې روغتون کې بستر وي دا باکتریا پکې پیدا کېدای شي. درملنه یې په وانکومیسین (vancomycin) انتیبیو تیک کیږي خو له دې انتیبیو تیک سره مقاومت لري.
 
Methicillin-resistant Staphylococcus aureus (MRSA)
پوستکی عفوني کوي او باکتریا یې له دودیز انتیبیوتیک سره مقاومت لرونکې ده. په هغو کسانو کې دا حالت رامنځته کیږي کوم چې کمزوری ایمني سیستم لري.
 
Carbapenem-resistant Enterobacteriaceae (CRE)
د باکتریا دا کلاس د انتیبیوتیک ډېرو ډولونو سره مقاومت لري.
 
د انتیبیوتیک د مقاومت لامل د انتیبیوتیک نامناسب استعمال او زیات استعمال دی. ډېری وخت یې ډاکټران د داسې څه لپاره نسخه کوي د کوم لپاره چې د انتیبیوتیک هېڅ اړتیا نه وي او یا یې ځینې خلک په خپلسر له درملتون ترلاسه کوي او کاروي.
 
د انتیبیوتیک د کارونې لپاره سپارښتنه :
– انتیبیوتیک یوازې او یوازې له ازموینو او تشخیص وروسته د هغې ناروغۍ لپاره وکاروئ کومه چې د باکتریا له امله رامنځته شوې وي، په هېڅ وجه یې د هغو ناروغیو لپاره مه کاروئ چې د ویروس له امله رامنځته شوې وي لکه د مرۍ درد، زکام، ټوخی
– څرنګه چې ډاکټر هدایت کړی وي هماغسې یې وکاروئ، له وخت کم یا زیات کارول یې د باکتری په مقاومت پیدا کولو کې مرسته کوي، که چېرې ډاکټر مو ۷ ورځې هدایت کړی وي او تاسې په ۳ ورځو کې ښه شی په خپلسر یې مه بس کوئ او د بس کولو یا ادامې لپاره یې ډاکټر ته مراجعه وکړئ
– د هرې هغې ناروغۍ لپاره چې د باکتریا له امله پیدا شوې وي مناسب انتیبیوتیک د ډاکټر په مشوره وکاروئ په خپلسر ناسم یا نا مناسب انتیبیوتیک کارول د باکتریا په مقاومت کې مرسته کولای شي

انتیبیوتیک د څه د درملنې لپاره کاریږي ؟
انتیبیوتیک د هغه عفونیت لپاره کاریږي چې د باکتریا له امله پیدا شوی وي. ځینې وخت باکتریا او ویروس دواړه داسې ناروغي پیدا کوي چې علایم یو بل ته ورته وي او په دې پوهېدل چې لامل یې باکتریا دی که ویروس ستونزمنه چاره وي. د تشخیص لپاره فزیکي ازموینه، د خالي ادرارو ازموینه او د وینې ازموینه کیږي.
 
ځینې ناروغۍ چې د باکتریا له امله رامنځته کیږي :
urinary tract infections (UTIs)
sinus and ear infections
strep throat
 
کومې ناروغۍ چې د فنګس له امله رامنځته کیږي په انتیبیوتیک یې درملنه نا شونې ده او د (antifungal) درملو په ګروپ یې درملنه کیږي لکه لاندې یادې شوې :
yeast infections
athlete’s foot
fungal toenail infections
ringworm

د انتیبیوتیک عام بد اغیز
ډیری انتیبیوتیک تقریبا یو بل ته ورته عام بد اغیز لري لکه نس ناستی، زړه بدوالی، کانګې، د عضلاتو شاخک. که چېرې انتیبیوتیک په مړه ګېډه وخوړل شي یاد علایم کمزوري وي خو ځینې انتیبیوتیک یوازې په نهاره خوړل کیږي. که چېرې مو نس ناستی بې کچې زیات شي، په ادرارو کې مو وینه وي، ګېډه مو سخت درد وکړي سملاسي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons