اندرې پارامېنتیېر – André Parmentier
انګریزي کې ېې نوم (Andrew Parmentier) لیکل کیږي. د جولای په ۳ نېټه، کال ۱۷۸۰ کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۶ نېټه، کال ۱۸۳۰ کې مړ شوی.
په بلجیم کې پېدا شوی امریکایي کرهڼپوه وو. په امریکا کې ېې د هر ډول بوټو نندارې ته د وړاندې کولو مسولیت په غاړه لاره. پلار ېې د کتان سوداګر وو. اندرې د بلجیم د لوېن په کتلولیک پوهنتون کې (Catholic University of Leuven now Louvain) زدکړې کړي. ټول نور ورونه ېې هم کرهڼپوهان وو. مشر ورور ېې په اینغیین (Enghien) کې د (Duc d’Arenberg’s park) ریس وو.
په کال ۱۸۲۴ کې اندرې د ځنې اوازو او ګمانونو په ازموینه کې خپله شتمنۍ له لاسه ورکړه او غربت نیویارک ته کډوال کړ. په نیویار کې ېې ګلبڼ جوړ کړ او دې ګلبڼ ته ېې بوټي او ګلان واردول او د یوې مجلې له لارې ېې د دې بوټو او ګلانو په اړه له نورو کرهڼپوهانو سره مالومات شریکول. د امریکا د کرهڼپوهنې تاریخ ېې د هغه د هڅو له وجې تل په یاد کې ساتي.
Comments
So empty here ... leave a comment!