اوټېزم څه دی ؟

په انګریزۍ کې یې بشپړ نوم (Autism Spectrum Disorder) دی لنډیز یې (ASD) لیکل کیږي. یاد نوم یوه اصطلاح ده, د عصابو د ودې روغتیایي حالتونو لپاره کاریږي. د دې روغتیایي حالتونو ځانګړنه په خبرو اترو او ټولنیز فعل او انفعال کې توپیر دی. په دې ډول خلکو کې په هر څه کې علاقه او چلند محدود او تکراري وي. په ټوله نړۍ کې د هر کلتور، توکم او هر ډول اقتصادي حالت لرونکو کې پیدا کیدای شي. د انجونو په پرتله زیات په هلکانو کې پیدا کیږي. د وخت له تېرېدو سره یې په خلکو کې تشخیص زیاتیږي، د زیاتېدو وجې ته یې ځینې خلکو د چاپېریال له فکتورونو سره تړاو ورکړی خو ځینې پوهان په دې ګمان دي چې پخوا هم شته وو خو د تشخیص نه کېدو له امله کم پیدا کېدونکی روغتیایي حالت ګڼل کېده.

کوم ماشومان چې اوټېزم نلري تل له نورو سره لوبو کې خوښ وي خو د اوټېزم لرونکي ممکن له دې ډول انفعال څخه کرکه ولري. ممکن د داسې توکو خوړو ته مخه کړي چې د خوړو لپاره نه وي، که چېرې ژوند یې په یوه ځانګړي چوکاټ کې نه وي او یا د هم تکراري کړنو لپاره موقع ونلري نو له ستونزو سره مخ وي. په ټولګي کې استادان هم باید د دې ډول ماشومانو په اړه پوهاوی ولري تر څو نه ماشوم لا زیات روغتیایي زیان وویني او نه هم استادان ستړي شي.

سپورت د اوټېزم لرونکي ماشوم په غسې کمولو او ټوله روغتیا کې مرسته کوي. خو لمړی دې ته پام وکړئ چې کوم ډول سپورت مو د ماشوم خوښ دی ؟ په اوبو کې لوبې کول ؟ قدم وهل او که منډې وهل او که کوم بل سپورت ؟

د بلوغ ته رسېدلي اوټېزم لرونکو کې ځینې کسان یوازې ژوند کوي او د ژوند لپاره کار هم کوي خو ځینې بیا دومداره مرستې ته اړتیا لري او د نورو له مرستې پرته ژوند نشي کولای.

نښې او علایم
ډیری وخت یې علایم د ۲۴ میاشتو او ۱۲ کلنۍ تر منځ راڅرګندیږي خو تر دې مخکې یا وروسته یې هم د راڅرګندېدو امکان شته. د علایمو پیل یې د ژبې په تاخیر او ټولنیزې ودې کیږي. علایم یې په دوه کټګوریو وېشل شوي :

۱ – په خبرو اترو او ټولنیز فعل او انفعال کې ستونزه
۲ – محدود او تکراري چلند او فعالیت

د تشخیص لپاره یې دواړو ته کتنه کیږي.

په خبرو اترو او ټولنیز فعل او انفعال کې ستونزه

په خبرو اترو کې ستونزه تر ۵ کلنۍ مخکې راڅرګندیږي.

– له پیدا کېدو او سترګو خلاصېدو وروسته د سترګو په اړیکه ساتنه کې ستونزه
– په ۹ میاشتینۍ کې خپل نوم ته غبرګون نه ښودل
– په ۹ میاشتینۍ کې په خپل مخ د خپلو احساساتو د بیان لکه غسه، حیرانتیا نه ښودنه
– په ۱۲ میاشتینۍ کې لوبې نه کول
– په ۱۲ میاشتینۍ کې په لاس اشارې لکه خدای په اماني او داسې نور نه کول
– په ۱۵ میاشتینۍ کې خپلې علاقې له نورو سره نه شریکول، نورو ته یې نه بیانول یا نه ښودل لکه د خوښې د لوبو توکي نورو ته ښودل
– په ۱۸ میاشتینۍ کې هغه لور ته نه کتل یا اشاره نه کول کوم لور ته چې نور ګوري یا اشاره کوي
– په ۲۴ میاشتینۍ کې د نورو په خوښي، خوږېدو، خپګان نه پوهېدل یا یې نه ورته پام کېدل
– په ۶۰ میاشتو کې د خپل عمر ماشومانو په څېر لوبې نه کول

معمولا دا ډول ماشومان خپل احساس نشي بیانولای او د نورو په احساس هم نه پوهیږي. له ودې سره په خبرو کې ستونزه لري او یا محدودې خبرې زده کوي. که چېرې په څه کې علاقه لري د هغې لپاره ډېرې کلیمې زده کولای شي خو له څه سره چې علاقه نلري په اړه یې خبرې نشي زده کولای. ځینې وخت یې خبرې نا برابر سرعت لري.

کله چې دا ډول کوچنیان خبرې زده کوي د خبرو ټون یې ممکن غیرې معمولي وي. په دې ډول ماشومانو کې ډېری وخت هایپر لیکسیا هم وده کوي، هایپر لیکسیا لرونکي کوچنیان تر خپل عمر مخکې لوست کول زده کوي لکه په دوه کلنۍ کې ډېر څه لوستلی شي خو څه چې لولي نه پرې پوهیږي او پرې پوهېدو سره علاقه هم نلري.

د دې تر څنګ چې خپل احساس نشي بیانولای یا د بل په احساس نشي پوهېدلای د سترګو اړیکه کې او خبرو اترو لپاره د بدن په خوځښت کې هم ستونزه لري. په خبرو اترو کې دا ډول ننګونې یې په ټول بلوغ ته رسېدلي عمر کې هم ادامه لرلای شي.

محدود او تکراري چلند او فعالیتونه
– په تکراري ډول یو بل څنګ ته خوځښت، لاسونه پړکول، ګرد تاوېدل، مخکې منډې کول او بېرته رامنډې کول
– له توکو کتار جوړول او د کتار لپاره نظم ساتنه کې سختي کول، که چېرې یې د توکو د کتار نظم کې بې نظمي رامنځته شي غسه کېدل.
– په ورځینو چارو کې د عادت له مخې چارې ترسره کول لکه د خوب لپاره وخت کې تغیر نه رامنځته کول او سهار کې ښونځي ته په یوه وخت پاڅېدل
– کله چې له چا یوه جمله واوري بیا بیا ځلې د جملې تکرارول
– په ډېر کم بدلون بې کچې زیات غسه کېدل
– په دقت سره د توکو اجزاو ته پام کول لکه د لوبو لپاره د موټر ټایر ته او یا هم د نانزکې ویښتو ته
– بوي، غږ، مزې او نورو هغه څه ته چې له حسي عصابو سره تړاو لري غیرې معمولي غبرګون ښودل
– له وسواس ډکه علاقه یا هم هر وخت له یو څه سره علاقه
– استثنایي وړتیا لرل لکه په میوزیک کې بې کچې زیاته وړتیا یا د ښې حافظې وړتیا

نورې ځانګړنې
په ځینې ماشومانو کې ممکن لاندې علایم هم شته وي :
– په خوځښت، ژبه او د پېژندلو وړتیا کې تاخیر
– ناڅاپه د روغتیا له لاسه ورکول
– د هاضمې په کانال کې ستونزې لکه قبضیت یا اسهال
– بې کچې وارخطايي او سټرس
– د ویرې غیرې معمولي کچه (ممکن له هېڅ ویره ونلري، ممکن بې کچې زیاته ویره ولري)
– بې کچې زیات فعالیت
– داسې احساساتي غبرګون چې تمه یې نه کیږي
– د خوړو لپاره په وخت کې غیرې معمولي عادت
– ناسم وخت کې د خوب عادت

په انګریزۍ کې (stimming) په خپلسر تحریک شوي چلند ته وایي ډېری وخت له تکراري خوځښت او خبرو سره مل وي. دا ډول کسان په تکراري توګه لاسونه پړکولای شي، توکي کش کولای شي، له بل چا اورېدلې خبرې تکرارولی شي. کوم ماشومان چې اوټېزم لري دا حالت پکې وي خو نورمال کسان هم تقریبا د همدې حالت یو نه یو شکل ځان کې لرلای شي لکه د لاسونو سولول یا د نوکانو چیچل. د اوټېزم لرونکو لپاره دا حالت د ورځني ژوند مخنیونکی وي او فزیکي ټپ یې ډېری وخت پایله وي خو په حسي مالوماتو باندې د بې کچې ډکېدو سره د مقاومت لپاره او نا ارامه کوونکي حالت اداره کولو لپاره اړین هم دی.

د اوټېزم مختلف ډولونه
اوټېزم په ۲۰۱۳ کې په پنځه لاندې یادو شوو فرعي ډولونه وېشل شوی :

– له فکري یا د هوښیارۍ له بې نظمۍ سره مل وي یا نه وي مل
– په ژبه کې ستونزه شته وي یا نشته وي
– له یوه روغتیایي یا جنتیکي حالت او یا د چاپېریال فکتور سره تړاو لري
– د عصابو د ودې له کومې بلې بې نظمۍ سره تړاو لري، له کوم بل زهني روغتیایي حالت او یا د چلند له بې نظمۍ سره تړاو لري
– کټاټونیا ورسره مل وي – کټاټونیا په خوځښت او چلند کې بې نظمي ده

څه د اوټېزم لامل کیږي ؟
لاندې یې ځینې هغه فکتورونه یاد شوي د کومو په اړه چې ګمان کیږي اوټېزم پیدا کوي.

– په کورنۍ کې داسې غړی چې اوټېزم یې لرلی وي
– ځانګړي جنتیکي بدلونونه
– د (fragile X syndrome) په نامه جنتیکي بې نظمي
– له زړو مور او پلار زېږېدل
– د زېږېدو پر وخت کم وزن
– په میټابولیک کې د توازن نشتوالی
– درندو وسپنو ته څرګندتیا او په چاپیریال کې زهري توکو ته څرګندتیا
– په مور کې د ویروسي ناروغیو مخینه
– په ګیډه کې ماشوم لرل او په دې وخت کې (valproic acid or thalidomide) درمل لکه تالومیډ کارول

پخوانیو او اوسنیو دواړو مطالعو ښودلې چې واکسین اوټېزم نه پیدا کوي.

د اوټېزم د تشخیص لپاره ازموینې
– انځوریزې ازموینې
– ځانګړې جنتیکي ازموینې
– ارزونه
– د جنتیکي ناروغیو لپاره د ډي اېن اې ازموینه
– د چلند ارزونه

د درملنې لپاره یې لاندې یادې شوې طریقې کاریږي :
child psychologists
occupational therapists
speech and language pathologists
behavioral therapy
play therapy
occupational therapy
physical therapy
speech therapy

د درملنې پایله یې هر کس کې توپیر لري.

کوم ماشومان چې اوټېزم لري که چېرې له خوږونکو خوړو، له داسې توکو چې د خوړو ساتنه کوي، له داسې توکو چې خوړو کې رنګ اضافه کوي وساتل شي ښه ده. همداسې که چېرې د خوړو رژیم کې ګلوټین نشته وي او د دې په ځای تازه میوه، تازه سبزي، له وازدې پرته د کورنیو مرغانو غوښه، نا اشباع شوي شحم، کبان او ډېرې اوبه ورکړل شي ښه به وي. ګلوټین په غنمو، وربشو او نورو غلو کې وي که چېرې د غلو زیات خواړه ورنکړل شي به وي.

 

Autistic-sweetiepie-boy-with-ducksinarow
An autistic boy, and the line of toys he made before falling asleep
Autism-stacking-cans 2nd edit
An ~18 month old boy with autism, obsessively stacking cans.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons