اکټینولایټ د کلسیم، مګنیزیم، او د وپسنې د سلیکاټ په لړۍ کې د ټریمولایټ-اکټینولایت یو امفیبول (amphibole) منرال دی. دې لړۍ کې منرالونه په سیمه ایزه توګه میټاموفوز شوو ډبرو (metamorphosed rocks) کې پرېمانه وي لکه شیستونه (schists). ټریمولایټ ممکن له هوا، اوبو او یا بیولوجیکي غړو سره له اړیکې (weathering) وروسته دواړه اکټینولایټ او ټریمولایت په کلورایټ (chlorite) یا کاربونېټ (carbonates) بدل شي. کوم غړي ېې چې د مګنیزیم په ریښو یا فایبرونو غني دي د اور سره مقاومت کوونکي یا ازبېسټوس (asbestos) دي؛ دا ډولونه ېې ځینې وخت د امفیبول ازبېسټوس (amphibole asbestos) په نامه هم یادېږي او داسې توکي تشکیلوي چې ابزېسټوس نوم ورته کارېدلی شي. فایبرونه ېې خورا زېات ورېښمین دي او د پام وړ د کش کېدو وړتیا لري. کومې چې د نریو پاڼو په بڼه دي؛ د غره د چرم (mountain leather) په نامه یادیږي، کوم چې په پرېړو پاڼو کې موندل کیږي د غره کارک (mountain cork) ورته وایي. د کارک څخه موخه د کارک لرګی دی، کوم چې په غونډارو کې پیدا کیږي غټ لرګي یا سټې ته ورته دي او د غره د لرګي (mountain wood) په نامه یادېږي.
امفیبول سیلیکاټ منرال ده
کیمیاوي فورمول ېې :
Ca2(Mg4.5-2.5Fe2+0.5-2.5)Si8O22(OH)2
اکتینولایټ نوم ېې له یوناني لفظ [aktis (ἀκτίς)]څخه اخیستل شوی او معنی ېې وړانګه (شعاع) ده ځکه چې دا منرال فایبري یا رېښې لرونکی طبیعت لري. اکتینولایټ د جامد محلول په لړۍ کې د مګنیزیم غني ټریمولایټ چې کیمیاوي فورل ېې
Ca2(Mg5.0-4.5Fe2+0.0-0.5)Si8O22(OH)2
او په وسپنه غني وسپنیز اکټینولایټ چې کیمیاوي فورمول ېې
Ca2(Mg2.5-0.0Fe2+2.5-5.0)Si8O22(OH)2
تر منځ منځګړی غړی ده.
نوم ېې په کال ۱۷۹۴ کې رېچارډ کیروان (Richard Kirwan) ایښی چې له یوناني لفظ څخه ېې اخیستی.
نوټ: ټرېمولایت په خپل ترکیب کې د مګنیزیم نسبت لري Mg/(Mg+Fe2+) ratio ≥ 0.9
او اکټینولایټ نسبت بیا 0.5–0.9 ده د وسپنیز اکټینولایټ نسبت له 0.5 کم ده
د اکټینولایټ نور نومونه یا مترادف نومونه
د اکټینو لایټ نوري مالومات
دوه اړخیزه انکسار یا د نور انعکاس (Birefringence) ېې لاندې انځور کې ده دا انځور په 30µm ډبلوالي کې د رنګونو لړۍ ښي کوم چې د منرالونو په رنګ کې نه شمېرل کیږي.
د اکټینولایټ په ترکیب کې عناصر : Ca, Fe, H, Mg, O, Si






عمومي ځانګړڼې |
انو سیلیکېټ (Inosilicates) | کټګوري |
Ca2(Mg4.5-2.5Fe2+0.5-2.5)Si8O22(OH)2 | فورمول |
9.DE.10 | د سټرنز طبقه بندي |
مونوکلینیک | د کرسټال سیستم |
منشوري 2/m (Prismatic) | د کرسټال کلاس |
C2/m | د واټن ډله (space group) |
پېژندنه |
زېړ رنګه تر تېز شین پورې، زېړ رنګه تور، کله چې په ازبېسټوس کې وي خړ یا سپین | رنګ |
تېغ ته ورته (bladed)، ریښیي (fibrous)، نوري او وړانګیز (radial) | د کرسټال عادت |
ساده یا د تورې ضد زِرِه او زغَرې ته ورته (lamellar) | دوه ګونیتوب |
په بشپړه توګه اوږد | وېش |
نابرابره یا په غیرِ مساوي توګه | ماتېدنه |
5–6 | د سختۍ کچه (Mohs scale) |
ښیښه اي او تیاره | ځلا (luster) |
سپینه | خط یا کرښه (streak) |
نیمه روڼ یا نیمه شفاف تر روڼ یا شفاف | روڼتیا (Diaphaneity) |
3.00 (+0.10, -0.05) | خاص وزن (Specific gravity) |
دوه محوره Biaxial (-) | نورې ځانګړتیا (Optical properties) |
nα = 1.613–1.628 nβ = 1.627–1.644 nγ = 1.638–1.655 |
د نور د انعکاس یا انکسار نوملړ (Refractive index) |
0.0250-0.0270 | دوه اړخیزه د نور انکسار یا انعکاس
(Birefringence) |
78–82° (calc), 84–73° |
2V زاویه |
د ګروپ غړي
Ferro-actinolite | ☐{Ca2}{Fe52+}(Si8O22)(OH)2 |
Ferro-fluoro-actinolite | ☐{Ca2}{Fe5}(Si8O22)F2 |
Fluoro-tremolite | ☐{Ca2}{Mg5}(Si8O22)F2 |
Tremolite | ☐{Ca2}{Mg5}(Si8O22)(OH)2 |