Akita – اکیتا

اکیتا د کاري سپیانو نسل (breed of working dog) ده او اصلي ځای یې د جاپان په شمال کې یوه غریزه سیمه ده. په کال ۱۹۳۱ کې د جاپان حکومت د دې سپیانو نسل د طبیعي څلي په نامه یاد کړ. مخکې دا سپیان د جنګ او ښکار لپاره روزل کېدل خو اوسمهال د پولیسو او ساتنې په دنده ګمارل کیږي. اکیتا عضلاتي ځواکمن بدن لري، پراخه سر او نېغ ولاړ غوږونه (erect, pointed ears) لري، ډبله لکۍ یې په ملا یا څنګ (flank) ته تاو شوې وي. په انګرېزۍ کې (flank) د انسان یا حیوان د ورانه او لګن څنګ ته وایي. اکتیا په مختلفو رنګونو کې شته دي او هر رنګ یې په مخ باندې ماسک یا بل رنګ لري خو یوازې سپین رنګ کې اکیتا ماسک نلري. د اکیتا د نر قد له ۶۶ تر ۷۱ سانتي متره (۲۶ تر ۲۸ انچه) پورې لوړیږي او د ښځې قد یې له ۶۱ تر ۶۶ سانتي متره (۲۴ تر ۲۶ انچه) پورې رسیږي.
 
لمړی اکیتا متحده ایالتونو ته په کال ۱۹۳۷ کې هېلېن کېلر له ځان سره انتقال کړی وو. هېلېن کېلر چې کله جاپان ته سفر تللې وه هلته د جاپانیانو لخوا یو اکیتا د ډالۍ په توګه ورکړل شوی وو.
American-akita
American-akita By Jonnydrh
Share
Hide Buttons