Ibex – ای بېکس وزه

د نه ښوېدونکو پښو لرونکې ځو اکمنې وزې دي، د بویدای کورنۍ (family Bovidae)، د کاپرا نسل (genus Capra) او د ارتیو دکتیلا ډلې (order Artiodactyla) غړې دي. د اسیا، اروپا او شمال ختیځې افریقا په غرونو کې پیدا کیږي.
 
د اروپا ای بېکس د الپین ای بیکس (Alpine, ibex) په نامه هم پېژندل کیږي، علمي نوم یې (C. ibex ibex) ده. نر یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، ښځه یې تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د نر قد یې تر ۹۰ سانتي متره او د ښځې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. له نصواري تر خړ پورې رنګ لري کوم چې د بدن لاندې برخو کې ډېر تېز وي. په اوړي کې په لوړو غرونو کې وي خو په ژمي کې د غرو لمنو ته راکوزیږي. نران یې جلا او ښځې جلا رمو کې ژوند کوي خو ډېر زاړه شوي نران یې یوازې ژوند کوي. پخوا په مرکزي او لوېدیځو الپ غرونو کې ډېر زیات وو خو اوسمهال یې شمېر ډېر کم ده. په ایټالیا کې ښکار قانون بند کړی او فرانسې، سوېزرلنډ، اتریش، جرمني او سلوانیا ته یې نسل بیا ځلې انتقال شوی.
 
د سایبیریا یا د اسیا ای بېکس ډېر اروپایي ایبکس ته ورته والی لري، علمي نوم یې (C. sibirica) ده، تر اروپایي ای بېکس په بدن کې غټ ده، اوږده ګیره او ښکرونه لري. درېم ډول یې نوبین ای بېکس (Nubian ibex) ده، علمي نوم یې (C. nubiana) ده، بل ډول یې د هسپانیا ای بېکس ده، علمي نوم یې (C. pyrenaica) ده، همداسې د ایتوپیا ای بېکس یا هم حبشي ای بېکس (Abyssinian ibex) علمي نوم یې (C. walie) ده د کوم چې تر ۴۰۰ غړو پورې نسل کم شوی. د هسپانیا د ای بېکس فرعي نسل چې یو (C. pyrenaica pyrenaica) په پیرینې غرونو کې اوسېده او بل (C. pyrenaica lusitanica) په پرتګال کې موندل شوی وو اوسمهال یې نسل له منځه تللی.
 
د جنسي نزدیکت موده یې د ژمي په پیل کې وي، یو بچی زېږوي، له وحشي او کورنیو وزو سره دوه رګه نسل هم زېږولی شي. په غره ختنه کې ښه وړتیا لري خو له ژورې واورې ډډه کوي. ونو ته هم د پاڼو خوړولو پسې ختلای شي خو که د ونو لاندینۍ څانګې ډبلې وي تر څو د ای بېکس وزن تحمل کړای شي.
Siberian Ibex
Siberian Ibex (Capra sibirica) By Quinet

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons