Airedale terrier – اېر ډېل ټېرایر

په ټېرایر سپیانو کې تر ټولو غټ ډول ده. ګمان کیږي چې نسل یې له اوتر هونډ (otterhound) او د ماتو وېښتو له سپي (broken-haired dog) چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی اخیستل شوی وي. نسل یې په لمړي ځل د انګلستان د یارک شېر (Yorkshire) په اېر دره یا اېر ډېل (Aire valley, or Airedale) کې اخیستل شوی او نوم یې هم له همدې سیمې اخیستل شوی. جرات لرونکی، مهربانه چلند لري خو له پردیو خلکو سره نا بلدتیا ښي. د جګړو پر مهال دا نسل د نظامي توکو او پیغام د لېږد لپاره کارېدلي، د پولیسو په دنده کمارل شوي، د ساتنې لپاره کارېدلي او د ښکار لپاره هم روزل شوي.
 
د قد لوړوالی یې تر ۵۸ سانتي متره (۲۳ انچه) پورې لوړیږي او د بدن وزن یې له ۱۸ تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د اوربوز شکل یې مربع ته ورته ده، ټنډه یې لوړوالی او ژوروالی نلري او تر پوزې پورې یوه سطحه ده. د بدن وېښته یې ګڼ او سیم ته ورته دي. ملا یې توره او پښې یې قهويي رنګ لري.
Wystawa Rybnik 02.10.2011 airedale terrier pl
Airedale terrier By Pleple2000
Share
Hide Buttons