اېلک – Elk

اېلک (سېروس اېلافوس کانادینسیس) بل نوم ېې واپیتي ده. د سور رنګه هوسیو تر ټولو غټې هوسۍ دي. په شمالي امریکا کې او د مرکزي اسیا په لوړو غرونو کې ژوند کوي. د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا او د هوسۍ د کورنۍ (سېر ویدای) غړي دي. اوسنۍ مطالې ښي چې سرې هوسۍ درې ډولونه لري یو ډول ېې د اروپا سرې هوسۍ، د تبت سرې هوسۍ او درېم ډول ېې اېلک دي.
اېلک د جرمني ژبې لفظ ده چې د هوسۍ نر ته وېل کیږي خو په اروپا کې معمولا هرې غټې هوسۍ ته کاریږي. په ۱۶ پېړۍ کې انګریزانو دا لفظ سرې هوسۍ ته وکاروه. د دې هوسۍ بل نوم (واپیتي) معنی سپینه هوسۍ ده. په همدې وجه خلکو د واپیتي نوم پر ځای د اېلک نوم کارونه پېل کړه ځکه چې دا هوسۍ سور رنګ لري او د اېلک معنی هم سره هوسۍ ده. په اسیا کې دې هوسۍ ته منګولیان مارل نوم اخلي. 
د کاناډا د البېرتا ولایت اېلک هوسۍ وزن تقریبا تر ۳۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. همداسې د هر نسل او د بلې سیمې هوسۍ وزن توپیر لري. په شمالي امریکا کې ېې وزن تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د کلیفورنیا د اېلک هوسۍ وزن تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ښځینه ېې بل هوسۍ ته ورته دي او رنګ ېې تر نر روښانه سور ده.
اېلک په خپله بیولوجي کې کلاسیک سرې هوسۍ دي. په هوارو کې ژوند کول خوښوي. ډېره تېزه منډه وهي. ډېر وخت ډله ګرځي او هر ښکار کوونکي نه ځان په ګډه ژغوري. 
ا ېلک هوسۍ د اروپا د سرې هوسۍ په پرتله د اومیندواري اوږده موده لري. د اېلک د اومیندواري موده ۲۵۵ ورځې ده او د اروپا د سرې هوسۍ د اومیندواري موده ۲۳۵ ورځې ده. 
په اسیا کې اېلک په یخو شنو او وښو لرونکو سیمو کې ژوند کوي لکه د منګولیا په لوړو هوارو کې، جنوبي سایبیریا کې، دالتای په غرونو کې. خو فرعي سرې هوسۍ په دې سیمو کې درو ته نږدې او په لوړو کې هوارو ځنګلونو کې ژوند کوي. 
په امریکا کې اېلک هوسۍ په هر ډول سیمو کې پیدا کیږي. له یوکون نیولې ترمکسیکو پورې شته دي. دامریکا اېلک هوسۍ په رنګ او اواز کولو کې د اسیا له اېلک هوسۍ سره توپیر لري.