باراسېنګا (سېروس دووسیلي) د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د نیپال او هند په هوارو ځنګلونو او شنو سیمو کې ژوند کوي. د دې هوسۍ قد تر ۱.۱ متر (۴۵ انچه) پورې لوړیږي. په اوړي کې رنګ سور رنګه نصواري او یا زېړ رنګه نصواري وي او سپین خاپونه پرې لیدل کیږي, په ژمي کې بیا دا رنګ ډېر تېز نصواري ته بدلیږي په ځانګړي ډول د غاړې رنګ.
نر ېې اوږده ښاخ لرونکي ښکرونه لري. مخکې به په هر ځای کې پیدا کیدې خو اوس یواځې په پارکونو، بندو ځنګلونو او داسې نورو سیمو کې موندل کیږي. په نړۍ کې ېې نسل په ورکېدو ده او په همدې وجه ېې په بندو ځایونو کې د نسل د بقا لپاره ساتنه کیږي.