د ډاکټرانو بله لویه تېروتنه دا ده چې په وینه کې د مګنیزیم کچه ګوري. د انسان په وینه کې یوازې ۱ % مګنیزیم موجود وي او ۹۹ % په حجرو کې وي. کله چې یو کس کې مګنیزیم کم شي نو بدن یې له هډوکو او عضلو مګنیزیم راخلي او په وینه کې یې اچوي او په ازموینه کې پایله داسې ښکاري لکه چې د بدن مګنیزیم دې کافي وي. که چېرې مو عضلې شخوالی کوي، سترګه مو رپیږي، تشویش کوئ، خوب مو د شپې خراب وي، بورې ته مو ډېر زړه کیږي نو دا په دې مانا ده چې بدن کې مو مګنیزیم کم دی.
هر انسان په ورځ کې تر ۴۰۰ ملي ګرامه پورې مګنیزیم ته اړتیا لري، په خوړو کې تر ټولو زیات مګنیزیم په بادامو کې دي خو د ۴۰۰ ملي ګرامه مګنیزیم ترلاسه کولو لپاره تاسې باید یوه کیلو بادام وخورئ کوم چې امکان نه لري. همداسې که چېرې تاسې ګېډه کې پړسوب ولرئ او یا ځینې نورې ستونزې ولرئ له خوړو مو بدن مګنیزیم نشي جذب کولای. څومره چې خوځښت کوئ همدومره مو بدن مګنیزیم کاروي او که چېرې یې بېرته پوره نه کړئ نو بدن مو بې کچې نا ارامه کوي. همداسې ځینې خواړه هم بدن کې مګنیزیم له منځه وړي لکه کیک، کلچې او خواږه، کافي، ځینې درمل.
مګنیزیم د کلسیم کنټرول کوي. کلسیم د حجرو ترمنځ د پیغام لېږلو او ترلاسه کولو لپاره د سګنال په توګه کاریږي. ډېری وخت په حجر کې کلسیم زیات جذب کیږي او که چېرې حجره کې کلسیم زیات شي نو د حجرې زیاتې برخې له منځه وړي. کله چې د انسان عمر زیات شي نو بدن کې یې کلسیم هم زیاتیږي او ویټامین کا ۲ یې په رګونو کې د کلسیم د منګ کېدو مخنیوی کوي خو مګنیزیم هم ډېر اړین دی ځکه چې کلسیم تنظیم کوي او په پښتورګو کې د تیږې مخنیوی کوي. کله مو چې عضلات کلک او شخ شي نو پوه شئ چې مګنیزیم مو کم شوی او کلسیم مو بدن کې زیات شوی. دې ته مو پام وي چې زړه هم عضله ده او که چېرې مو بدن کې مګنیزیم کم او کلسیم زیات شي نو زړه مو هم ستونزه پیدا کولای شي.
که چېرې یو کس د مګنیزیم له شدید کمښت سره مخ وي نو معمولي ډوز یې مګنیزیم نشي پوره کولی. د کمښت پوره کېدو لپاره یاد کس اړ وي چې د مګنیزیم ډېر قوي ډوز لکه ۱۵۰۰ ملي ګرامه پورې تر څو میاشتو هره ورځ وکاروي. مګنیزیم له هغو کسانو سره چې میګرېن یا نیم سری درد لري په سر درد ښه کېدو کې مرسته کوي، کوم کسان چې فایبرومایالجیا لري درد ارامولو کې مرسته ورسره کوي. کوم کسان چې ډېپرېشن لري او مزاج کې یې بدلون رامنځته کیږي نو د ډېپرېشن کمولو کې یې مرسته کوي. که چېرې وینه کې بوره زیاته وي نو له بدن څخه مګنیزیم تخلیه کوي. کوم کسان چې شکر لري په وینه کې د بورې د کنټرول لپاره باید د بدن مګنیزیم زیات کړي.
د مګنیزیم په اړه درې رازونه
۱- انسانان له سختو اوبو د مګنیزیم لویه برخه اخلي او کومو سیمو کې چې خلک سختې اوبه څکي نو کم وخت د زړه له حملې سره مخ کیږي. کومو سیمو کې چې اوبه نرمیږي، د نرمېدو په بهیر کې یې کلسیم او مګنیزیم ترې لرې کیږي او سودیم او پوتاسیم پکې ور اضافه کیږي تر څو اوبه نرمې کړي. د اوبو د نرمولو موخه یې پیپونو کې د زنګ مخنیوی وي او اوبه د جامو مینځلو او نورو ورته چارو لپاره کارول وي.
۲ – دوېم راز دا دی چې ویټامین ډي له مګنیزیم پرته کار نه کوي، همداسې ویټامین بي ۱ کوم چې د سټرس په مخنیوي کې اړین رول لري او کله چې انسان کاربوهایډرېټ (ګلوسیډ) زیات وکاروي بدن کې یې بي ۱ ویټامین کمیږي. د بي ۱ ویټامین فعالیت هم له مګنیزیم سره تړاو لري.
۳ – ستاسې د بدن د بایو کیمیا په ځینې برخو کې مګنیزیم اړین رول لري. په حجرې کې موټرونه موجود وي کوم چې د حجرې چارې پر مخ وړي لکه په مایټو کانډریا کې تاوېدونکې برخه کومه چې په یوه ثانیه کې له دوه سوه تر څلور سوه ځلې پورې تاویږي تر څو اې ټي پي تولید کړي. اې ټي پي د حجرې په کچه د کارونې او زخیرې لپاره د انرژي سرچینه ده نو ستاسې د انرژي او ستړیا کچه له مګنیزیم سره تړاو لري.