بروس البرټ – Bruce Alberts
بشپړ نوم ېې (Bruce Michael Alberts) ده. د اپرېل په ۱۴ نېټه، کال ۱۹۳۸، د متحده ایالتونو په شیکاګو کې زېږېدلی.
د امریکا ژونکیمیا پوه ده او د نامتوالي وجه ېې له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۵ پورې د (National Academy of Sciences NAS) ریس پاتې کېدل دي. کله چې د کم عمر وو او له شیکاګو سره نږدې اوسېده له ساینس سره ېې مینه لرله او کیمیا ېې مطالعه کوله د مطالعې تر څنګ ېې عملي ازموینې هم کولې. په کال ۱۹۶۰ کې ېې د هاردورډ کالج (Harvard College) کې د ژونکیمیا په ساینس کې لسانس وکړ او په کال ۱۹۶۵ کې ېې له هارډورډ پوهنتون (Harvard University) څخه د ژونفزیک (biophysics) رشته کې دوکتورا تر لاسه کړه. په کال ۱۹۶۶ کې د (Princeton University) پوهنتون استاد شو. په کال ۱۹۷۶ کې د کلیفورنیا پوهنتون ته ولاړ او هلته ېې د ژونفزیک (biophysics) او ژونکیمیا (biochemistry) په بخش کې کار پېل کړ. هلته البرټ په کروموزمي تکثیر (chromosomal replication) کې د ځنې پروتینو د رول په اړه څېړنې پېل کړې او د همدې بخش د ریس په توګه ېې له ۱۹۸۵تر۹۰ پورې کار وکړ.
وروسته ېې کوښښ پېل کړ چې د وکالت له لارې په ابتدایه ښونځي او لیسه کې د ساینس مضمون ښه کړي. په کال ۱۹۸۷ کې (Science & Health Education Partnership SEP) اداره تاسیس کړه تر څو د همدې ادارې د هڅو له لارې په ابتدایه ښونځیو کې هم د ساینس مضمون ته ځای ورکړای شي. له دې پرته په نورو خورا زېاتو ادارو کې په دندې ګمارل شوی او خورا زېاتې لاسته راوړنې لري.