ټولې وړې هوسۍ چې د مزاما په نسل کې شاملې دي او د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د جنوبي امریکا او مکسیکو تر منځ په ونو لرونکو ځنګلونو کې ژوند کوي. بروکېټ هوسۍ ډېر وخت یواځې جوړه ګرځي. څلور ډولونه لري. دوه نسلونه ګوزوبیرا او امیریکانا ېې لنډ څورب بدن لري، د زرغونې په څېر منحني ډوله ملا لري، قد ېې ۴۳–۶۹ سانتي متره (۱۷–۲۷ انچه) پورې لوړیږي. رنګ ېې نصواري ده. نر ېې بې ښاخو ښکرونه لري.