Mystacocarida – میسټاکوکاریډا
د کروستاسیا یا کلک پوستو فرعي کلاس دی. د مایو بېنتوس (meiobenthos) برخه جوړوي – مایو بېنتوس ته مایو فونا (meiofauna) هم وایي د اوبو تل کې هغه واړه بې شمزي دي چې د سمندر او تازه اوبو تل کې ژوند کوي. میسټاکوکاریډا تر یو ملي متر پورې اوږدوالی لري، د شګو لرونکو سمندر غاړو کې ژوند کوي خو یوازې دې سیمو کې محدود نه دي.
د ۲۰۱۲ کال تر اکټوبر میاشتې پورې یې ۱۳ ډولونه تشرېح شوي وو، دیارلس ډولونه یې په دوه نسلونو کې سره وېشل شوي. په (Derocheilocaris) نسل کې ۸ ډولونه او په (Ctenocheilocharis) نسل کې ۵ ډولونه ځای شوي. لمړی یې په ۱۹۳۹ کال کې د متحده ایالتونو د نیو اېنګلنډ سیمې په سمندر غاړه کې پېژندل شوی. د امریکا د سوېل او شمال په سمندر غاړو کې، د افریقا د سوېل او لوېدیځې مدیترانې په سمندر غاړو کې پیدا کیږي. په نوره نړۍ کې ممکن شته وي خو مطالعه شوي نه وي.
تشرېح
تر یو ملي متر پورې یې د بدن کچه رسیږي. د شګو ترمنځ جوړ شوي واټن کې ژوند کوي. استوانه اي بدن لري، سینه یې په پنځه برخو وېشل شوې، ګېډ یې هم په پنځه برخو وېشل شوې. په سینه کې څور جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري. غټ سر لري، د سر یوه برخه یې نرۍ شوې او همدې برخې یې سر په دوه برخو وېشلی. د سر یوه برخه کې یوه جوړه (maxillipeds) لري، دوه جوړه (maxillae) لري، غړي ته ورته یوه جوړه (mandibles) لري، دوه جوړه اوږده انتنونه لري. کومې ضمیمې یې چې سر کې دي د سینې له ضمیمو څخه اوږدې دي. بدن یې نري وېښته لري په کومو چې اوبو کې رژېدلي توکي نیسي او ځان پرې تغذیه کوي. یوه (naupliar eye) سترګه لري. له جنسي اړیکې وروسته وړې هګۍ اچوي کومې چې په ( nauplius or metanauplius larva) بچیانو بدلیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | مکسي لوپوډا |
فرعي کلاس | میسټاکوکاریډا |
ډله | میسټاکوکاري ډیډا |
کورنۍ | ډېروکایلوکاري ډیډي |
Comments
So empty here ... leave a comment!