په انګرېزۍ کې ورته (Congo bush dog or Belgian Congo dog) نومونه هم اخلي. د هونډ سپیانو پخوانی نسل ده او اصلي ځای یې مرکزي افریقا ده. د ښکار لپاره اخیستل کېدونکی نسل ده، د ښکار پر وخت ښکار پسې منډه وهي تر څو یې په جال کې ونښلوي. غاپي نه خو کله چې خوښ وي یو ډول اواز کوي. څېره یې داسې ښکاري لکه چې تل د فعالیت لپاره چمتو وي. د قد لوړوالی یې له ۴۱ تر ۴۳ سانتي متره (۱۶ تر ۱۷ انچه) پورې او وزن یې له ۱۰ تر ۱۱ کیلو ګرامه (۲۲ تر ۲۴ پونډه) پورې رسیږي. د مثل تولید یې له نورو سپیانو توپیر لري، په کال کې یو ځل یو بچی زېږوي.
