Basset hound – باسېټ هونډ

هغو سپیانو ته وایي چې ښکاري وي، اوږده زوړند غوږونه، اوږد بدن او لنډې پښې لري. څو پېړۍ وړاندې یې نسل په فرانسه کې اشرافو او اریستوکراتانو د ښکار لپاره اخیستی او تر ټولو زېات په فرانسه او بلجیم کې ساتل کېدل. پخوا خلکو د سوی، صحرایي سوی، هوسۍ، ګیدړو او مرغانو د ښکار لپاره کارول. د بدن وېښته یې لنډ وي، د درې رنګونو (سپین، تور، سورقهویي) له ترکیب څخه یې د بدن رنګ جوړ شوی وي. د قد لوړوالی یې له ۳۰ تر ۳۶ سانتي متره (۱۲ تر ۱۴ انچه) پورې او وزن یې له ۱۸ تر ۲۷ کیلو ګرامه (۴۰ تر ۶۰ پونډه) پورې رسیږي. په فرانسه کې ډېر سیمه ایز ډولونه لري.
BassetHound profil
Basset Hound By Cali1008
Share
Hide Buttons