بلډ هونډ – Bloodhound

په انګرېزۍ کې ورته (St. Hubert hound) نوم هم اخلي، د سپیانو نسل ده کوم چې تر ټولو سپیانو د بوي ښه حس لري، ډېر هغه ښکاري نسلونه چې د بوي په ذریعه ښکار کوي له همدې نسل څخه اخیستل شوي. نسل یې په مدیترانه کې له عیسویت مخکې پېژندل شوی.
 
تر اوسه د ښکار لپاره، د نسل اخیستنې لپاره، د پولیسو لخوا د خلکو د نیولو لپاره او د ژغورنې په عملیاتو کې کارېدلي. ارام او مهربان طبیعت لري. قد یې له ۲۳ تر ۲۷ انچه (له ۵۸ تر ۶۸.۵ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۳۶ تر ۵۰ کیلو ګرامه (له ۸۰ تر ۱۱۰ پونډه) پورې رسیږي. لنډه لکۍ او اوږده غوږونه لري، سر او غاړه کې یې پوستکي چین لري.
 
Image of bloodhound colour type liver and tan. For image description page click here
 
Share
Hide Buttons