بوکسر – Boxer

د نرمو وېښتو د کاري سپیانو نسل ده، نوم یې د بوکس وهلو له چلند څخه اخیستل شوی، کله چې جګړه کوي په مخکینۍ منګولې سوک ته ورته وهل کوي. نسل یې په جرمني کې له ګرېټ ډېن او بل سپیانو اخیستل شوی. د پولیسو په دنده کې او د ساتونکي په توګه کار ترې اخیستل کیږي. حمله کوونکی چلند لري خو په ورته وخت کې هوښیار هم دي. اوربوز یې مستطیل ته ورته او لنډ وي، بدن یې ځلېدونکي سور رنګه نسواري وېښته لري او اوربوز یې تل تور وي. قد یې له ۲۱ تر ۲۵ انچه ( له ۵۳ تر ۶۳.۵ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۷ تر ۳۲ کیلو ګرامه (۶۰ تر ۷۰ پونډه) پورې رسیږي.

HYPSO
Femelle boxer Photo by Maximotard