بیشون فریز – Bichon frise

د وړو سپیانو نسل ده، د خوښ طبیعت او اوږدو نرمو وېښتو له امله یې خلک خوښوي. د ډېرو کلونو لپاره خلکو د (bichon or Tenerife) په نومونو پېژنده. نسل یې د اوبو له سپانیل سپي څخه اخیستل شوی. قد یې له ۹ تر ۱۲ انچه (له ۲۳ تر ۳۰ سانتي متره) پورې لوړیږي، بې څوکې پڅ اوربوز لري، لاندې زوړند غوږونه لري، بدن یې سپین رنګ لري خو ځینې برخې یې کریمي وي.
 
د نسل اصلي ځای یې د مدیترانې سیمه ده. ګمان کیږي چې هسپانویانو یې نسل په ۱۴ پېړۍ کې (Tenerife in the Canary Islands) ټاپوګانو ته انتقال کړی وي او له هغه ځایه ایټالویانو بېرته اروپا ته را انتقال کړی وي. یو وخت شاهي کورنیو په خپلو کورنو کې ساتل. فرانسه کې یې نسل اخیستنه له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته پېل شوه. او له بیشون څخه یې نوم بیشون فریز ته بدل شو. د (frise) کلمه د فرانسوۍ ژبې له (frisé) څخه اخیستل شوې او مانا یې ګورګوتي یا چین لرونکی ده.
 
For image description page click here
Share
Hide Buttons