Bighorn sheep – بیغورن پسونه
د ډول علمي نوم یې اوویس کانادنسیس (Ovis canadensis) ده، په انګرېزۍ کې ورته (big horn sheep, mountain sheep, or American bighorn sheep) نومونه هم اخلي, د شمالي امریکا په لوېدیځ کې ژوند کوي. کله چې تازه وزېږیږی د لکۍ شاوخوا ېې سپین رنګه وي. دواړه جنسونه ېې ښکرونه لري خو د نر پسه ښکرونه ېې غټ وي. تر اوسه پورې ۶ ډولونه پېژندل شوي. کوم چې په ډبریزو غرونو کې ژوند کوي د ښکرونو اوږدوالی ېې تقریبا تر یو متر پورې رسیږي او په ۱۹ پېړۍ کې یوازې یو داسې پسه پکې موندل شوی وو چې د ښکرونو اوږدوالی ېې ۱۳۳ سانتي متره وو. د ډبرېزو غرونو پسه ېې تقریبا ۲ متره اوږوالی لري او وزن ېې تر ۱۳۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د کلیفورنیا پسونه هم د ډبریزو غرونو د پسونو په څېر غټ دي خو د هوارو او دښتو بیغورن پسونه بیا واړه دي.
ټول بیغورن پسونه د غټو ډبرو تر څنګ هوارې خوښوي او کله چې له خطر سره مخ شي سم دلاسه د ډبرو په لور منډه کوي او هلته ځان پټوي. خوراک ېې چمن، واړه بوټي، ګڼ لوی شنه واښه دي. په اوړي او پسرلي کې د غرونو لوړو ته کډه کیږي خو په ژمي او مني کې بېرته راکوزیږي. کوم پسونه چې کم عمره وي د کډې کولو پر وخت په زړو پسونو پسې تګ کوي تر څو د سفر لارې ور وپېژني.
د نزدیکت له وخت نه څه موده وړاندې نران خپله کې په ډرامتیک ډول جګړه کوي او کوم نر چې برلاسی شي مېږې له هماغه نر سره نزدېکت خوښوي. د جګړې لپاره څو متره وروسته ځي او بېرته د یو بل په لور منډه وهي د ښکرونو جنګولو په وخت په وروستیو پښو دریږي. کله کله له نزدې پر یو بل ټوپ وهي او ښکرونه سره جنګوي.
له ۷ تر ۸ کاله پورې ژوند کوي خو ځینې تر ۲۰ کلونو پورې هم ژوندي پاتې کیږي. مېږې په ۳ یا ۴ کلنۍ کې په اول ځل وریان زېږوي او د تازه زېږېدلو وریانو وزن ېې له ۳ تر ۵ کیلو ګرامه پورې وي. له نزدېکت نه ۶ مېاشتې وروسته په پسرلي کې وریان زېږوي او ډېر وخت ېې وریان په ژمي کې د خوراک د نشتوالي له امله مړه کیږي. یو وخت د کاناډا او شمالي مکسیکو تر منځ تقریبا دوه میلیونه بیغورن پسونو ژوند کاوه خو له ۱۸ پیړۍ را په دېخوا د دې پسونو نسل د ښکار او مرضونو له امله ډېر کم شوی.
Picture by Kim Keating, USGS photo – USGS http://nrmsc.usgs.gov/node/433, CC BY 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=6144112
Comments
So empty here ... leave a comment!