د سپیانو نسل ده، نسل یې په ۱۸۰۰ لسیزه کې د انګلستان په ناتمبرلنډ کې اخیستل شوی. بېډ لینګټون نوم یې په سیمه کې د معدن د زیرمو یوه ولسوالۍ ده. د نسل اخیستنې موخه یې جنګول، د بډګرس (badgers) په نامه ژوي او نورو افتي ژو (vermin) ښکار وو خو وروسته خلکو دکورني ژوي په توګه ساتل.
شکل یې وري ته ورته ده، ملا یې منحني یا زرغونې ته ورته شکل لري، ډبل ګورګوتي وېښته لري، دبدن رنګ یې نیله خړ، تېز سور نسواري، شګې ته ورته زېړ وي او په دې رنګ کې د بل رنګ نښانونه لري. قد یې له ۱۵ تر ۱۷ انچه (له ۳۸ تر ۴۳ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۸ تر ۱۰ کیلو ګرامه (۱۷ تر ۲۳ پونډه) پورې رسیږي.