بې فکره ژوند کول څرنګه وي ؟

په ډېر هېوادونو کې خلک سهار وخته پاڅېږي، په منډه حمام وکړي، جامې په غاړه کړي، د کار په لور په منډه رهي شي، په وخت کار ته د رسېدو لپاره په لار کې د ترافیک څراغونو ته، په ګڼې او ګوڼې کې نورو موټرو ته، لارویانو ته او په بایسکېل سپرو ته په غسه وي. کله چې کار ځای ته ورسیږي د موټر درولو لپاره په یوه کوڅه کې درې څلور وارې تاویږي تر څو د موټر درولو ته ځای پیدا کړي. له دې ټولې پرېشاني، سټرس او غسې سره د کار ځای ته ولاړ شي. د کار ځای کې هم ورته چاره ترسره کوي. که چېرې تاسې خپل زهن کې همدې چارې ته پام ونه کړئ نو دا مو د ژوند یوه قاعده، نورم یا برخه کیږي. په اونۍ کې د رخصتي ورځې یې د ارام په ځای، نا امنۍ کې نښتی زهن په نورو اندېښنو کې بوخت شي لکه مالي اندېښنې او داسې نور… خپل حالت د خپلې کور ودانې او یا مېړه په مخ کې هم د بیان په توګه ویني، د څېرې اغیز یې په ماشومان هم پرېوتی وي. کله چې د خوب خونې ته ولاړ شي د څملاستو پر مهال د خپلې ملا درد کوم چې د سټرس له علایمو یو دی احساس کړي نو په دې اند شي چې وقفې ته اړتیا لري تر څو زهن ته د ارام وخت ورکړي.

ممکن دا حالت د هر کس سناریو نه وي خو ممکن د نړۍ په هر ځای کې په بل ډول چاره کې دا ډول تجربه ولري. که چېرې تاسې هر کړنه په بې فکري مخکې یوسی او فکر مو ملتیا ورسره ونکړي چارې مو چټکې خو ناسمې او روغتیا ته مو زیان اړونکې وي.

ډېری خلک مخکې له مخکې بوخت شوي وي او مخکې له مخکې بوختیا یې پام بل چېرې وړی وي، کله چې کار لور ته ځي، چاپېریال کې ګلان نه ویني، اسمان کې ورېځ نه ویني، دومره بوخت وي چې له خپل داخل بهر یې زهن ته هېڅ نه ښکاري، له تېر وخت د اوسمهال پر لور او له اوسمهال د راتلونکې په لور د ژوند سفر یې تیاره تونل کې کوي.

په پرمختللو هیوادونو کې ډېری خلک کله چې سهار له خوبه پاڅېږي کاري ایمیلونه ګوري، ډېری خلک له ویده کېدو مخکې کاري ایمیلونه ګوري. نور ډېر خلک بیا په داسې څه کې بوخت وي کوم یې چې د ژوند لویه برخه ضایع کوي لکه فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ. دا چارې مونږ کې د زیات سټرس لامل کیږي او په کاري تولید او د فکر کولو په بهیرونو مو خپل اغیز لري.

په پرمختللو هیوادونو کې له پنځه کاري ورځو وروسته دوه ورځې رخصتي ډېری خلک د ارام لپاره کاروي. په دې ورځو کې زهن له کاري ټاکل شوي ضرب الاجل خلاصوي، فشار نه وي، د کار مالک نه وي، له ملګرو او کورنۍ سره د قدم وهلو لپاره پارکونو ته ځي، د خپلې خوښې رسټورانټونو ته تګ کوي او یا هم بل کس له ځان سره یو ځای کړي سینما کې هنري، تاریخي او مالوماتي او یا هم کومیډي فلمونه ګوري. خو چې کله د یکشنبې ماښام شي، د بدن عضلې او زهن یې نا ارامتیا پیدا کړي. د یکشنبې ماښام یې د دوشنبې د سهار فکرونه ویجاړ کړي. زهن یې د سبا کار بوخت ساتلی وي، خوب او ارام یې راتلونکې ځپلي وي. که چېرې فکر ونه کړئ دا مو د ژوند یوه برخه، نورم او قاعده کیږي. ممکن تاسې په ورته حالت کې نه یاستی خو په نورو چارو کې ورته تجربې ولری.

بې فکره ژوند د انسان کورنۍ، هیلې او ژوند له ویجاړېدو سره مخ کوي. په لویدیځ کې دا ډول ژوند د ژوند د ملګرو تر منځ د شخړو او جلا کېدو لوی لامل دی. په کومو هیوادونو کې چې جلا کېدنه دود نه ده هلته بیا د شخړو ادامه د همدې ډول بې فکر ژوند لوی لامل دی. ځکه چې بې فکره ژوند زهن ستړی کوي، زهني ستړیا له زهن لار ورکوي او د لار ورکېدل د منفي غبرګون او چلند لامل کیږي، ادامه یې زهني روغتیا کې د ستونزو لامل کیږي. په لویدیځ کې ډېری خلک د ډېرو پیسو ګټلو لپاره له فکر کولو ډډه کوي او په داسې دنده کې له ۸ تر ۱۰ ساعته پورې کار کوي چې کرکه ترې لري او پای کې یې دا چاره د ناخوښۍ په لور بیایي.

کوم خلک چې اوسمهال کې نه وي، پام یې بل چېرې وي دا په دې مانا ده چې فکر نه کاروي. د کومو خلکو چې فکر په اوسمهال کې دی خو اوسمهال کې حالت یې خوښ نه دی، یا اوسمهال کې حالت ورته د منلو وړ نه دی او په ارادي توګه د اوسمهال په اړه فکر کول نغواړي دا په دې مانا ده چې دا خلک بې فکره ژوند پر مخ وړي.

ډېر کم خلک ټوله ورځ له فکر سره ملتیا کوي، ډېری خلک بې فکره ورځنۍ چارې او ژوند پر مخ وړي. کوم خلک چې بې فکره ژوند نه کوي هرې چارې او مسولیت ترسره کولو کې چارو ته کتنه کوي، د هر څه په اړه زهن کې پوښتنه او پوښتنې ته د پوهې او تجربې پر بنسټ منطقي ځواب لټوي.

لاندې د فکر کوونکي او بې فکره ژوند کوونکو په اړه بېلګې وګورئ :
– کوم کس سره چې فکر ملتیا کوي د لوست پر وخت له هرې جملې مانا اخلي او خپله پوهه زیاتويي، بې فکره ژوند کوونکی له لوست وروسته له دې نه وي خبر چې څه یې ولوستل، څه یې زدکړل، څه یې هېر کړل.
– کوم خلک چې له خپل فکر سره ملتیا کوي د یو څه کولو کې بیړه نه کوي، د ترسره کېدو بهیر ته یې پام کوي، کوم خلک چې بې فکره ژوند کوي د یو څه ترسره کولو کې له بیړې کار اخلي او د ترسره کېدو بهیر ته یې پام نه کوي، فکر یې بله چاره کې بوخت وي.
– کوم خلک چې له فکر سره ملتیا کوي، د خوړو اجزاو، د ښکارېدو څرنګوالي او خوند ته پام کوي، کوم خلک چې بې فکره ژوند کوي یوازې خواړه ګېډې ته اچوي.
– بې فکره ژوند کوونکی خپل فکر تېر وخت کې د پېښو په خوند کې بوخت ساتي، د راتلونکې خیال پلونو کې ډوب وي، په اوسمهال کې په خپل سره پېښېدونکو پېښو ته منفي غبرګون ښي، له فکر سره ملتیا کوونکی په اوسمهال کې خپله هر څه پېښوي او له پېښېدو یې خوند اخلي، ژوند کې یې هېڅ پېښه په خپل سر نه رامنځته کیږي.
– له فکر سره ملتیا کوونکی خپل احساسات پېژني، منفي احساسات ارام ساتي، له منفي احساساتو مالومات اخلي او د پرېکړې لپاره یې کاروي، بې فکره ژوند کوونکی له خپلو احساساتو نا خبره وي او په نامناسبه توګه ترې بیانیږي.

د بې فکره ژوند کوونکي او فکر سره ملتیا کوونکي نور علایم :
– فکر سره ملتیا کوونکی لمړیتوبونه لري او خپلو لمړیتوبونو ته وخت لري، بې فکره ژوند کوونکی هېڅ ته وخت نلري.
– له فکر سره ملتیا کوونکی خپلو چارو ته انرژي لري، یوه چاره پیل کوي پای ته یې رسوي، بې فکره ژوند کوونکی هم انرژي نلري او هم یې چارې سر ته نه وي رسېدلي.
– فکر سره ملتیا کوونکی ارام او خوښ زهن لري، بې فکره ژوند کوونکی له ډېپرېشن کړیږي.
– له فکر سره ملتیا کوونکی له هر بدلون سره ځان تطابق کې کوي، بې فکره ژوند کوونکی هر بدلون سټرس کړی او سخت نا ارامه کړی وي.
– له فکر سره ملتیا کوونکی ویرې او تشویش ته د منفي احساساتو نظر کوي، د مالوماتو ترلاسه کولو او پرېکړې لپاره یې کاروي، بې فکره ژوند کونکی ورته د حقیقت نظر کوي او د تشویش په بې نظمي کې ډوب وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons