تبه څه ده او ولې انسان تبه نیسي ؟

تبې ته په انګریزۍ (fever) نوم اخلي خو د (hyperthermia, pyrexia, or elevated temperature) په نومونو هم یادیږي. تبه له نورمال حالت څخه پورته د بدن تودوخه ښي. په دواړو وړو او زړو کې تبه رامنځته کېدای شي. په لنډمهاله توګه د بدن د تودوخې زیاتېدل له بدن سره مرسته کوي چې له مکروبونو خپله ساتنه وکړي. که چېرې تبه زیاته وي او یا هم اوږدمهاله وي نو بدن کې د جدي ستونزې ښودنه کوي د کومې چې باید درملنه وشي.

د بدن نورمال تودوخه تقریبا ۹۸.۶°F او یا ۳۷°C ده خو د هر کس لپاره دا نورمال تودوخه لږ توپیر لري، همداسې د ورځې په هر وخت کې هم د بدن نورمال تودوخه توپیر لرلای شي، په سهار کې د بدن تودوخه کمه او د په ماسپښین او ماښام کې زیاته وي. نور داسې فکتورونه هم شته چې د بدن په نورمال تودوخه کې بدلون راوستی شي لکه دروند سپورت او یا ښځو کې پیریوډ.

د تودوخې کچه کوونکی کوم چې په خوله کې د ژبې لاندې کېښودل کیږي په انګریزۍ کې ورته (oral thermometer) نوم اخلي، کوم چې تخرګ لاندې کېښودل کیږي (axillary thermomete) نومیږي او کوم چې مقعد کې کېښودل کیږي د (rectal thermometer) په نامه یادیږي. له کېښودلو پس یې تر پنځه دقیقو پورې انتظار وکړئ. په مقعد کې کارېدونکی د ماشومانو لپاره کاریږي او تر یو انچه اندازې پورې یې غټې کولمې ته ننوېستل کیږي خو تر ننوېستلو مخکې د تودوخې کچه کوونکي ته ځانګړي جېل ورکول کیږي.

که چېرې د ماشوم تودوخه تر ۱۰۰.۴°F یا تر ۳۸°C زیاته شي نو تبه لري. په لویانو کې که چېرې تودوخه له ۹۹–۹۹.۵°F یا ۳۷.۲–۳۷.۵°C زیاته شي نو تبه لري.

ولې انسان تبه نیسي ؟
د انسان په مغز کې د هایپوتالاموس په نوم یوه برخه ده او کله چې هایپوتالاموس د بدن د تودوخې نورمال کچه پورته بوځي انسان تبه احساس کوي. له دې چارې سره تاسې کې لړزه پیدا کیږي او هڅه کوی چې بدن مو تود وساتئ تر څو نوره تودوخه زیاته کړي. مختلف روغتیایي حالتونه انسان کې تبه پیدا کوي ځینې یې لاندې یاد شوي :
– عفونیت د زکام او نمونیا په شمول
– واکسین لکه د تېتانوس (ماشومانو کې)
– په ماشومانو کې د غاښونو وده
– بدن کې د پړسوب ناروغۍ
– د وینې ټینګېدنه
– د لمر له امله سوزېدنه
– خراب خواړه یا د خوړو بد لګېدل
– د انتي بیوتیک په شمول ځینې درمل

د تبې علایم د تبې له وجې سره تړاو لري خو عام علایم یې خوله، لړزه، سر درد، په عضلو کې درد، بې اشتیا کېدنه، بدن کې د اوبو کمېدنه او کمزورتیا ده. که یې کچه کمه وي معمولا کومې درملنې ته اړتیا نه لري، د کمې تبې لپاره ارام او مایع څکل کافي دي. که چېرې تبه زیاته وي نو اړینه ده چې داسې کوټه کې ونه اوسئ د کومې چې تودوخه نا ارامه کوونکې وي، لنده ټوټه باندې خپله تودوخه کمه کړئ، اسیټامینوفېن (ټیلېنول) یا ای بروفېن (اډوېل) وکاروئ، کافي مایع وڅکئ. تبه د ځان په خیال ساتنې په کور کې ښه کېدای شي خو ځینې وخت د بلې ناروغي نښه وي او د تشخیص لپاره یې باید ډاکټر ته ولاړ شئ.

کله باید ډاکټر ته ولاړ شو ؟
که چېرې ماشوم مو له درې میاشتو کم عمر لري او تبه یې تر ۱۰۰.۴°F یا تر ۳۸°C زیاته شي ؛ که چېرې ماشوم د درې او څلورویشت میاشتو ترمنځ وي او تبه یې تر ۱۰۲°F یا تر ۳۸.۹°C زیاته شي ؛ که چېرې ماشوم مو تر درې ورځو پورې تبه ولري ؛ که چېرې د تبې پر مهال یې تاسې سره د سترګو اړیکه کمزورې وي ؛ که چېرې د تبې پر مهال ماشوم په فزیکي توګه نا ارامه وي ؛ که چېرې تبه یې له واکسین پس وي ؛ که چېرې روغتیا کې کومه مخکینۍ جدي ستونزه لري.

د لویانو لپاره که چېرې تبه یې تر ۱۰۳°F یا تر ۳۹.۴°C زیاته شي ؛ که چېرې تبه یې تر درې ورځو پورې دوام وکړي ؛ که چېرې کومه روغتیایي جدي ستونزه لري.

که چېرې له تبې سره په لویانو او ماشومان کې لاندې یاد شوي علایم مل وي نو ډاکټر ته تګ اړین دی :
شدید سر درد، د مرۍ پړسوب، د پوستکي بخار په ځانګړې توګه که د وخت له تېرېدو سره بخار زیات شي، له رڼا سره حساسیت، په غاړه کې شخوالی او درد، کانګې، په ګېډه کې درد، د خالي ادرارو پر وخت درد، عضلاتي کمزورتیا، په سینه کې درد یا سا اخیستنه کې ستونزه.

تبه کله بېړنیو روغتیاي مرستو ته اړتیا لري ؟ که چېرې تبه ولرئ او لاندې یاد شوي علایم هم ورسره تجربه کړئ :
په قدم وهلو کې ستونزه، سا اخیستو کې ستونزه، سینه کې درد، زهني ګډوډي یا داسې څه ویل، احساس کول یا اورېدل او یا پرې باور کول کوم چې حقیقت نه وي؛ په ماشومانو کې داسې ژړا چې لویان یې نشي ارامولی.

څرنګه د تبې مخنیوی وکړو ؟
– تر ټولو لمړی له مکروبونو ځان ساتل
– له تشناب پس، له ډېرو خلکو سره تر لیدو پس له خوړو مخکې د لاسونو مینځل
– ماشومانو ته د لاسونو مینځلو مناسب وخت او طریقه ورزده کول
– پوزې، سترګو او خولې ته د باکتریا او ویروس مخنیوی (ناپاک لاس په سترګو، خوله او پوزه کې نه کارول)

Sidebar



Share
Hide Buttons