Thoroughbred – تورو برېډ
د انګلستان د اسونو نسل ده، نسل یې د منډې وهلو او ټوپ اچولو لپاره اخیستل شوی. نسل یې له بارب او عربي اسونو اخیستل شوی. نسل اخیستونکي د لمړي جېمز (James I) او لمړي چارلز (Charles I) په وخت کې په اس د منډې او سپرلۍ سره مینه لرونکي وو او د سلطنتي اسونو په نامه یې یادول. وروسته د نړۍ نورو برخو ته صادر شول او په هر هېواد کې ترې د منډې وهلو لپاره نسل واخیستل شو. قد یې تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!