د اګسټ په ۱۵ نېټه، کال ۱۸۹۱، د انګلستان د لندن ښار سره نږدې په ګاډ سټون کې زېږېدلی او دجون په ۱۳ نېټه، کال ۱۹۷۷، د سوېډن په سټوکهولم کې مړ شوی.
د سوېډن هوا پېژندوکی وو چې د نامتوالي وجه ېې د ورېځې په فزیک باندې څېړنې او لیکنې دي. د اوسولو او سټوکهولم په پوهنتونونو کې ېې زده کړې کړي او په کال ۱۹۲۸ کې ېې پي اېچ ډي لاسته راوړه. د ۱۹۳۵–۴۵ کلونو تر منځ ېې د سټوکهولم او اپسالا پوهنتونو کې تدریس کړي. د (Vilhelm Bjerknes) چې یو مخکښ هوا پېژندونکی وو سره همکار او شاګرد وو او دواړه د هوا د وړاندوینې په نویو طریقو کې سره بوخت وو.
برګرون لومړی هوا پېژندونکی وو چې د فضا د پدیدو په هوا باندې اغیز تشریح کړي. د (origin of precipitation) یا د ورېدنې اصل په نامه ېې تیوري د ورېځو د فزیک په اړه نور کشف ته لار هواره کړه. له دې پرته نورې لیکنې هم کړي لکه په ورېځ کې د یخ هسته (ice nuclei in clouds)، د هوا د وړاندوینې میتودونه یا طریقې (methods of weather forecasting) او داسې نور…