توکو ناوا سونایوشي – Tokugawa Tsunayoshi

د فیبروي مېاشتې په ۲۳ نېټه، کال ۱۶۴۶ د جاپان په اېدو کې زېږېدلی او فیبروري مېاشتې په ۱۹ نېټه، کال ۱۷۰۹ د جاپان په اېدو کې مړ شوی. 
توکوناوا د جاپان د سپیانو د رمو د افسر په نامه یادېده. په جاپان کې چې کله فیوډالېزم وو هلته به د شوګن په نامه کس په هر ښار حکومت کاوه . شوګن د یوې ډلې افسر ته وایي. 
په تاریخ کې دغه دوره د جاپان تر ټولو با ثباته دوره وه چې توکو ناوا سونایوشي پکې ریاست په غاړه لاره. ډېر کار ېې کلتوري چارو ته کړی. د نیوکانفیوشیانېزم (په جاپان کې د توکوګاوا دورې هغه رسمي رهبري کوونکې فلسفه چې د ۱۶۰۳–۱۸۶۷ کلونو ترمنځ پلي کېده.) دچینايي عالم (چوهاسي) د۱۲ پېړۍ فلسفې له لارې خپل کلتور ته کار وکړ. د دې چینايي عالم فلسفه تاکید کوي چې د انسان دنده حکومت ته وفاداري ده. توکو ناوا سونایوشي همدې فلسفې له کار کولو ورسته په آخر کې د حکومتي چارو سره علاقه کمه شوه او دسپیانو د سوکالۍ لپاره ېې کار پېل کړ( دسپیانو د رفاه لپاره ېې فرمانونه صادر کړل. )
پر توکو ناوا سونایوشي د یوه بودایي کس چې سپیانو په کال کې پېدا شوی وو په دې وجه نفوذ کړی وو چې هغه ورته ویلي وو په تېر ژوند کې سپی پیدا شوی وو. د دې پاېله دا شوه چې توکو ناوا سونایوشي فرمان صادر کړ که چا سپي ته زېان واړاوه نو جزا ېې مرګ ده. او زېاته ېې کړه چې سپیانو ته باید د احترام الفاظ او اصطلاح ګانې وکارول شي. د دې ترڅنګ ېې ۵۰۰۰۰ سپیان د حکومت په پیسو وساتل. اود خوراک لپاره چې وریځې او وچ ماهیانو بودیجه ځانګړې کړه.