د سپټمبر په ۱۸ نېټه، کال ۱۸۳۹، د انګلستان د سکوټ د سټېرلېنګ شایر په فالکرېک کې زېږېدلی او د نومبر په ۱۴ نېټه، کال ۱۹۱۹، په فالکرېک کې مړ شوی. د انګلستان هوا پېژندونکی او فزیک پوه وو چا چې په څو تجربو او کتنو کې خپل جوړ شوی وسایل په فضا کې د هغې میکروسکوپي هستې په ګوته کولو لپاره وکارول چې خپل ځان ته د اوبو قطرې جذب کوي او یخ ترې جوړېږي چې اوسمهال دغه هسته د ( Aitken nuclei) اېټکن هستې په نامه یادیږي. او له جمع شوو قطرو پرخه یا ورېز جوړیږي. روغتیاي حالت ېې ښه نه وو او په همدې وجه ېې کومه رسمي دنده نده کړې مګر په خپل کور کې ېې لابراتوار لره او په هغې کې ېې کار کوه. د یو اخبار غړیتوب ېې هم لاره په کوم کې چې د هغه لیکنې او د د تجربو پاېلې خپرېدې.