جرمنیان

جرمنیان یو توکم دی، اصلي ځای یې مرکزي اروپا ده، خپلمنځ کې ګډ پلرونه، ګډ کلتور او تاریخ لري. د دې توکم د اکثریت وګړو مورنۍ ژبه جرمنۍ ژبه ده. د انګریزۍ ژبې (german) کلیمه د منځنیو پېړیو په پای کې د رومان کتولیک امپراتورۍ هغه نفوس ته رجوع کوله کومو چې په جرمنۍ ژبه خبرې کولې.
 
په ټوله نړۍ کې تقریبا ۱۰۰ میلیونه په جرمني ژبې خبرې کوونکي له دوي څخه ۸۰% خپل ځان جرمنیان ګڼي. په متحده ایالتونو، برازیل، کاناډا، سوېلې افریقا، په روسیه، قزاقستان او فرانسه کې د ۸۰ میلیونه وګړو پلرونه جرمنیان دي. په ټوله نړۍ کې تقریبا تر ۱۵۰ میلیونه پورې نفوس لري. په دې ۱۵۰ میلیونه کې د ځینو مور یا پلار جرمنۍ / جرمنی وو او یا هم دواړه جرمنیان وو.
 
په اوس وخت کې هغه جرمنیان چې اتریش، بلجیم، سویس، فرانسه او لوکزاموبورګ کې مېشت دي خپل تابعیت د همدې هیوادونو یادوي خو خپل توکم جرمنی ګڼي.
 
په جرمني کې د جرمني توکم نفوس ۶۲۴۸۲۰۰۰ دی، په متحده ایالتونو کې د ۴۶۰۴۷۱۱۴ وګړو پلرونه جرمنیان ګڼل کیږي، په برازیل کې د ۱۲۰۰۰۰۰۰ وګړو پلرونه جرمنیان ګڼل کیږي، په ارجنټینا کې د ۳۵۴۱۶۰۰ وکړو پلرونه جرمنیان دي، په کاناډا کې د ۳۳۲۲۴۰۵ او په چیل کې ۵۰۰۰۰۰ اصلیت جرمنی دی. فرانسه کې ۴۳۷۰۰۰ فرانسوي جرمنیان لري، روسیه ۳۹۴۱۳۸ جرمني روسان لري، نیدرلنډ کې ۳۶۸۵۱۲ وګړي، په ایټالیا کې ۳۱۰۹۰۰ وګړي، په اتریش کې ۲۰۴۰۰۰ وګړي، قزاقستان کې ۱۸۱۹۵۸ وګړي، په هنګري کې ۱۷۸۸۳۷ وګړي، په پولنډ کې ۱۴۸۰۰۰ وګړي، په هسپانیا کې ۱۶۷۷۷۱ وګړي، په سوېډن کې ۵۰۸۶۳ وګړي، په مکسیکو کې ۱۵۰۰۰ وګړي، په یوروګوې کې ۴۰۰۰۰ وګړي، په رومانیا کې ۳۶۰۰۰ وګړي، په یوکراین کې ۳۳۳۰۲ وګړي، په ناروې ۲۷۵۹۳ وګړي، په دومینیکان جمهوریت کې ۲۵۰۰۰ وګړي، په چک جمهوریت کې ۲۱۲۱۶ وګړي او په پرتګال کې ۱۰۰۳۰ وګړي جرمنیان دي.
 
پخوا هر درې جرمنیانو کې دوه پروتستان عیسویان وو، په هرو درې وګړو کې یو کتولیک عیسوی وو، په اوس وخت کې ۲۷ % رومان کتولیک، ۲۵ % پروتستان، تقریبا ۵ % مسلمانان، ۳.۹ % نور مذهبونه او ۳۷ بې دینه دي.
 
د جرمني ژبې (Deutsche) د پخوانۍ جرمنۍ ژبې له (diutisc) کلیمې اخیستل شوې. په منځنۍ جرمني ژبه کې دا کلیمه (diutscher) ته بدله شوه.
 
په زړې فرانسوۍ کې د (alemans) کلیمه له (Alamanni) څخه اخیستل شوې. په ۱۴ پېړۍ کې د فرانسوۍ ژبې همدا کلیمه منځنۍ انګرېزي د (almains) توګه وکاروله.
 
له څوارلسمې پېړۍ وروسته انګریزۍ ژبې د (Dutch) کلیمې کارونه تصدیق کړه او د جرمنۍ ژبې الماني او جرمني لهجو او د ژبو ویونکو ته پرې رجوع کوي.
 
په ډېرو رومانس ژبو کې د جرمنۍ ژبې او جرمنیانو نوم له (Alamanni) کلیمې اخیستل شوی.
 
جرمنیان د یو توکم په توګه په منځنیو پېړیو کې راڅرګند شول. مخکې د روم د امپراتورۍ برخه وه. خو د ۳۰ کلونو د جګړې پر مهال په ۱۶۴۸ کې چې کله د لویدیځ فالایا د سولې تړون مات شو نو د جرمنیانو ۳۰۰ مستقل ایالتونه رامنځته شول. له دې ایالتونو وروسته په ۱۹ پېړۍ کې عصري جرمني جوړه شوه. یوه برخه یې بلجیم هم وو او یوه برخه یې وروسته بېرته فرانسه شوه.
 
پخواني جرمنیان د سکاندیناویا په سوېل او د جرمني د شمال په لوړو هوارو کې اوسېدل. له زېږیدیز کال څخه دوه پېړۍ وړاندې یې نفوس په زیاتېدو شو او ختیځې اروپا ته او همداسې سوېل لور ته د سلتیک خلکو سیمې ته خپاره شول. پخوا وخت کې د جرمنیانو دواړه قومونه له یو بل همداسې جلا پاتې شول او په دې وخت کې یې د خپلې ژبې لپاره د لیکلو سیستم نلره.
 
د وسپنې په دور کې، اوسنۍ ځمکه کومه چې جرمني ګڼل کیږي د دوه ډلو ترمنځ وېشل شوې وه سوېل لور کې سیلتیک (لا تېن هوریزون) او شمال لور کې جرمانیک (جاستورف کلتور) وو. له زېږېدیز کال څخه ۵۵ کاله وړاندې جرمنیان تر دانوب سیند پورې ورسېدل. کوم سلتیک خلک چې په سیمه کې وو ممکن خپلې ټولنې کې یې جذب او د ځان په څېر کړي وي او یا هم ممکن له سیمې یې شړلي وي. وروسته جرمنیان د لوېدیځ لور (اوسمهال فرانسه او بلجیم ) ته خپاره شول.
 
د روم له جولیس سیزر سره د جرمني د قومونو مخالفت جرمنیان دې ته اړ کړل چې د راین سیند ختیځې غاړې پورې بېرته وروسته تګ وکړي. تر دې وړاندې هم د روم امپراتورۍ امر کړی وو چې د جرمنیانو ټوله سیمه ونیسي خو د توتوبرګ ځنګل په جګړه کې د روم امپراتورۍ دا پلان وځنډوه او ټوله سیمه یې ونه نیوله. کوم جرمنیان چې د روم امپراتورۍ په سیمه کې پاتې وو د ټولنې لخوا جذب شول. وروسته د روم خلکو په جرمنیانو کې ژور نفوس پیدا کړ او ټول جرمنیان یې عیسویان کړل. د جرمنیانو په هغو سیمو کې چې د روم د واک لاندې وې خپله کې یې ودونه هم سره کول. له کله چې جرمنیانو عیسویت خپل مذهب کړ له دې وخت څخه وروسته یې د توکم په توګه خپل ځان مطرح کول پیل کړل.
 
د کډوالی په دور کې جرمنیانو له نورو خلکو سره هم په اړیکه کې شوي لکه سوېل کې له سلتیک خلکو سره، ختیځ لور کې له بالت او اسلاو یا سلاو خلکو سره. کله چې د اروپا ختیځ ته هنس خلک را ورسېدل له جرمنیانو سره یې جګړه پیل کړه خو وروسته یې خپله کې ګډه ټولنه جوړه کړه. د کډوالۍ په دور کې سکسون، فرانسي، تورینګي، الاماني او باوري قومونه د جرمنیانو توکم جوړونکي دي.
 
د منځنیو پېړیو په اوږدو کې کله چې جرمنیان د توکم په توګه راڅرګند شو پایله یې په پیل کې د ختیځې فرانسیا په داخل کې او وروسته د روم امپراتورۍ د برخې په توګه د جرمني پاچایي جوړول شو. د پاچایي پیل یې په ۹ پېړۍ کې کړی. د پاچایي بهیر په تدریجي توګه پیل شوی او له همدې امله ځانګړی تعریف نلري. د هر مقام لپاره یې نا اشنا نومونه کارولي. همدې بهیر ته په ۱۱ پېړۍ کې په لمړي ځل (Pope Gregory VII) د جرمني پاچایي نوم ورکړی. په ۱۲ پېړۍ کې د جرمني توکم لپاره د (diutscher) کارېدل پیل شول.
 
کله چې جرمنیان عیسویان شول نو خپله سیمه یې پراخه کړه او په هغو سیمو کې چېرې چې اسلاو او بالت خلک مېشت وو هم ګډوال شول، د جرمنیانو دې کډوالی ته په تاریخ کې (Ostsiedlung) نوم اخلي. د جرمني عیسویانو په بالتیک برید وکړ په دې وخت کې د بالتیک خلک د زړې پروسیا پاچایي خلک وو، له برید وروسته یې د بالتیک خلکو ته ماته ورکړه. په بالتیک کې د همدې وخت خلکو اصلیت د لیتوانیا وو. په ۱۷ پېړۍ کې د پروسیا ژبه له منځه ولاړه او دا خلک د جرمني کلتور او ژبې ته جذب شوي وو، همداسې یې خپله کې له یو بل سره ودونه هم کړي وو.
 
د اروپا په ختیځ کې بالتیک سمندر ته چې کومې سمندري لارې راغلې وې د جرمني قانون یې پلي کوه او وروسته د جرمني کلتور په مرکز بدلې شوې. کوم شتمن او ځواک لرونکي جرمنیان چې د نړۍ نورو سیمو ته خپاره شوي وو په خلکو کې یې نفوذ کړی وو. په اوسني وخت کې د سوېډن ستوکهولم، د ناروې بېرجېن، د روسیې وایبورګ پورې جرمنیانو خپل نفوذ کړی وو.
 
د منځنیو پېړیو په منځ کې د روم د امپراتورۍ په سیمه کې ډېر شمېر یهودان مېشت شول. په دې یهودانو کې له فرانسې ورغلي یهودان هم شامل وو او ټولو د جرمني کلتور خپل کړ. په سیمه کې یهودانو د جرمنۍ ژبې تر څنګ په (Yiddish) هم خبرې کولې. د صلیبي جګړو پر مهال د یهودانو ضد خوځښت پیل شو او جرمنیانو زیات شمېر یهودیان په زوره له خپلې خاورې ووېستل. د یهودانو وېستلو سره په جرمني کې (Yiddish) ژبه ورکه شوه او کوم یهودان چې جرمني کې پاتې وو په بشپړ توګه یې د جرمنیانو کلتور او ژبه خپل کړل.
 
د ۱۵ پېړۍ په پای کې د جرمني پاچايي “د جرمني ملت روم امپراتوري” په نامه ونومول شوه. وروسته د عصري جرمني په خاوره کې د ۳۰ کالو جګړې په نامه د شخړو یوه لړۍ رامنځته شوه پایله یې د روم د امپراتورۍ د یووالی کمزوری کېدل او په ۱۸ پېړۍ کې په جرمني کې د (Kleinstaaterei) په نامه د وړو ایالتونو رامنځته کېدل وو.
 
په قانوني توګه د روم د امپراتورۍ پای ناپلیوني جګړې وې او په ۱۹ پېړۍ کې د جرمني د نیولو هڅه وه د جرمني د نیولو هڅې په جرمني کې نېشنلزم ته لار هواره کړه. د جرمني په داخل کې دوه ځواکونه چې یو پروسیا او بل اتریش وو را څرګند شول. اتریش هڅه کوله چې په مرکزي اروپا واک لرلو ته دوام ورکړي. د واک لرلو لپاره یې هڅه کوله چې جرمني خپله کې متحده پاتې نشي او دې چارې د ۱۸۴۸ انقلاب ته او په ۱۸۵۶ کې د (Crimean War) جګړې ته لار هواره کړه. له جګړې وروسته په ۱۸۶۰ لسیزه کې د جرمني لویه برخه خپله کې سره یوه شوه. په ۱۸۲۰ لسیزه کې د جرمني د یهودانو زیاتو ښځو له جرمنیانو سره واده کړی وو او له یهودیت څخه یې عیسویت ته مخه کړې وه له همدې امله د جرمني په یووالي کې د جرمني اېډوارډ لسکر یهود په ۱۹ پېړۍ کې لویه ونډه اخیستې.
 
وروسته په جرمني کې ټول تمرکز په دې وشو چې څرنګه ټول جرمنیان د یوه ملت په توګه سره یو کړي. د یووالي همدې پوښتنې ته په تاریخ کې (Greater German solution) نوم اخلي. اتریش د جرمنیانو د یووالي د هڅې ضد خپلو تبلیغاتو ته ادامه ورکړه. د جرمنیانو په یووالي کې لویه ستونزه دا وه چې ډېری خلک یې د جرمنیانو له توکم نه وو، دوېمه ستونزه دا وه چې ځینې سیمې د روم د امپراتورۍ نیول شوې سیمې نه وې، درېمه ستونزه دا وه چې ځینې فدرالي ایالتونو له جرمني سره له یووالي انکار کوه. په (Battle of Königgrätz) جګړه کې پروسیا وتوانیده چې اتریش ته ماته ورکړي او د جرمني کنفدراسیون رامنځته کړي خو اتریش او د جرمني په سوېل کې ځینې ایالتونه بیا هم مستقل پاتې شو.
 
په ۱۸۷۰ کې فرانسې په پروسیا برید وکړ او د فرانکو – پروسین جګړه کې له کومې چې اتریش ویستل شوی وو خو باوریا له جرمني سره د فرانسې ضد جګړه کې برخه لرله فرانسې ته ماته ورکړه. په ۱۸۷۱ کې پروسیا د جرمني امپراتوري جوړه کړه. له خپلې امپراتورۍ یې د هبزبرګ سلطنت اتریشیان او (Liechtenstein) ووېستل خو ځینې نور یې د خپلې امپراتورۍ برخه کړل. په همدې وخت کې ځینو جرمنیانو لکه ټولنیزو دیموکراتانو او لېبرال او کتولیک جرمنیانو کوم چې د پروتستانو په جرمني کې لږکي وو د جرمنيانو د ملت په توګه یووالي مخالفت کوه.
 
په ۱۹ پېړۍ کې، په جرمني کې د نفوس چټکه زیاتېدنه او د مړینې کموالی، د غربت شتون ډېری جرمنیان اړ کړل چې متحده ایالتونو ته کډوال شي. په اوس وخت کې د متحده ایالتونو تقریبا ۱۷% سپین پوپسته نفوس پلرونه جرمنیان دي.
 
له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته د اتریش – هنګري امپراتوري له منځه ولاړه. په دې وخت کې د اتریش د خلکو هیله دا وه چې یا له سویس او یا هم له جرمني سره یو ځای شي خو د ( Treaty of Saint Germain and the Treaty of Versailles) تړونونو یې مخنیوی وکړ. د نازیانو له دورې درې کاله مخکې په ۱۹۳۰ کې په ټوله نړۍ کې تقریبا ۹۴ میلیونه وګړو ادعا لرله چې پلرونه یې جرمنیان دي. په هغه وخت کې یاد شمېر د ټولې نړۍ د نفوس ۴.۵% برخه وه.
 
د نازیانو د جرمني په وخت کې رسمي نوم یې (Third Reich) دی په اتریش کې پیدا شوي جرمني هټلر هڅه وکړه چې ټول هغه وګړي خپله کې سره متحد کړي د کومو چې پلرونه جرمنیان دي. د هټلر شعار داسې وو (Ein Volk, ein Reich, ein Führer) مانا یې یو خلک، یوه امپراتوري او یو رهبر ده. په ۱۹۳۸ کې د هټلر بهرنۍ پالیسي (Heim ins Reich) وه مانا یې بېرته نازي جرمني (کور) ته راتګ ده. په دې چارې هټلر غوښتل چې هغه جرمنیان چې د نړۍ په نورو سیمو کې مېشت دي بېرته جرمني ته راولي. د جرمنیانو د بېرته راوستلو او سره متحد کولو لپاره د هټلر حکومت د ټولو جرمنیانو نوملړ جوړ کړ، په نړۍ کې ځینو جرمني اصله د نورو هیوادونو تابعیت لرونکو ښه ګام وباله خو یوازې سویس کوم چې له ۱۶۴۸ څخه جلا هیواد وو پکې مېشتو جرمنیانو یې مخالفت وکړ.
 
له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد، پولنډ، چکسلواکیا، هنګري رومانیا او یوګوسلاویا جرمني الاصله د همدې هیوادونو تابعیت لرونکي له خپلو هیوادونو وشړل. په دې کې زیات داسې وګړي وو چې له څو پېړیو یې نیکونه په همدې هیوادونو کې مېشت شوي وو. له هغې ختیځې جرمني چې له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته پولنډ خپله برخه کړې وه هم جرمنیان اړ کړای شو چې له سیمې ګډوال شي.
 
له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د اتریش خلکو ځانته د یوه جلا ملت فکر کوه او له جرمني یې ځان جلا هېواد ګڼه. په ۱۹۶۶ کال کې د اتریش ۴۷% خلکو خپل ځان د اتریش هېواد وباله. په ۱۹۹۰ کې دا فیصدي ۷۹% ته لوړه شوه. په اوسنۍ ټولپوښتنه کې یوازې ۶% اتریشیان خپل ځان جرمنیان ګڼي. د (first-victim of Nazism theory) ترڅنګ اتریش په خپل تابعیت تاکید وکړ.
 
د کمونېزم له ماتې وروسته په ۱۹۹۰ کې جرمنیان د اروپا داسې ملت وو چې تر هر بل ملته زیات خپلمنځ کې سره وېشل شوي وو. د ۱۹۵۰ او ۱۹۸۷ کلونو ترمنځ تقریبا ۱.۴ میلیونه جرمنیان له رومانیا او پولنډ بېرته جرمني ته وګرځېدل. جرمني ته د بېرته ګرځېدو لپاره نازیانو قانون جوړ کړی وو د کوم له مخې چې هر جرمني الاصله د بل هیواد وګړي حق لره چې بېرته جرمني ته ولاړ شي. له دې قانون څخه په ګټې له ختیځې اروپا او د شوروي اتحاد څخه په ۱۹۸۷ کې تقریبا ۳ میلیونه جرمنیان جرمني ته ولاړل خو په ورته وخت کې د پام وړ شمېر جرمنیان له جرمني انګلستان، سویس، نیدرلنډ، هسپانیا او پرتګال ته کډوال شو.
Wernerprokla
The proclamation of the German Empire. Artist : Anton von Werner  (1843–1915)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons