خبرې اترې او سوداګري

ستاسې اغیزمنې خبرې اترې ولې سوداګر ته اړینې دي ؟ لاندې جملو ته فکر وکړئ او په دې ځان پوه کړئ چې سوداګري کې له اغیزمنو خبرو اترو پرته تاسې مشري کولای شی او د مشر په توګه یو څه لاسته راوړلای شی ؟
– لویو پانګه اچونکو ته د سوداګرۍ په اړه مالومات ورکول
– اعلانات جوړول
– د تولید کارونکو ته د تولید کارونې په اړه مالومات ورکول
– په دندې د ګمارنې لپاره له یوه کاندید سره مرکه کول
– له وکیلانو سره د یو سوداګریز تړون جوړول
– د کلنۍ مالیې په اړه له محاسبه کوونکي سره خبرې اترې
– د ویبپاڼې نوې طرح ډېزان کوونکي ته وړاندیز کول

د سوداګر په توګه او په سوداګرۍ کې د یو مشر په توګه مونږ هره ورځ د نورمال سوداګریز فعالیت پر وخت د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا کاروو. د خپلمنځي وړتیاو یوازې یوه بېلګه خبرې اترې دي. که چېرې تاسې د خبرو اترو وړتیا ولرئ نو د بلې ډلې وړاندیز او یا د خبرو منظور او هدف ناسم نه درک کوئ بلکې تحلیل کوئ یې. همداسې تاسې که چېرې د خبرو اترو وړتیا ولرئ نو د سوداګرۍ لپاره هغه حیاتي مالومات بیا بیا د اوږد وخت لپاره نه ګورئ د کومو پر بنسټ چې د سوداګرۍ په اړه اړینې پرېکړې کوئ او په دې چارې تاسې د خپل وخت او پیسو ژغورنه په مناسبه توګه کولای شئ.

کله چې تاسې کاري چاپېریال جوړوئ نو که چېرې تاسې دخبرو اترو اغیزمنه وړتیا ولرئ کوم خلک کوم چې تاسې سره دې چاپېریال کې کار کوي تاسې سره ځان محفوظ او ستاسې لخوا د درناوي احساس کوي او په دې چاپېریال کې له تاسې سره خپل نظرونه او فکرونه شریکولای شي. که چېرې خلک خپل نظرونه او فکرونه د مشر په توګه تاسې سره شریک کړي نو تاسې هغه مالومات کوم چې سوداګري له منځه وړلای او یا پراخولای شي تاسې ته د همکارانو له لارې رسیږي.


د غوږ ایښودنې له اورېدنې سره توپیر

په سوداګرۍ کې د غوږ ایښودنې له لارې د پلور د کچې لوړول
ډېری خلک فکر کوي چې غوږ ایښودنه دې ته وایي کله چې خبرې نه کوو. که چېرې نور دا شکایت کوي چې مونږ یې خبرو ته غوږ نه یو په دې مانا نه ده چې د اورېدو سیستم کې ستونزه لرو په دې مانا ده چې په پیغام د پوهېدو لپاره کافي هڅه نه کوو. همدا د اورېدو او د غوږ اېښودنې ترمنځ توپیر دی. اورېدنه یوازې د اورېدو سیستم کاروي خو غوږ ایښودنه زمونږ زهن هم په پیغام د پوهېدو لپاره پکې شاملوي.

د غوږ ایښودنې ډولونه
– غیرې فعاله اورېدنه : کله چې مونږ غیرې فعال اورېدونکي اوسو نو تمرکز مو خبرې کوونکي ته نه وي، کله چې خبرې کوونکی خبرې کوي ممکن دې وخت کې خپل مبایل کې بوخت یو، ممکن ایمیل لټوو او یا هم کومې بلې چارې کې بوخت واوسو. مونږ داسې ښیو چې خبرو ته غوږ یو خو تمرکز مو بل چېرې وي. تر ډېره د خبرو لویه برخه له پامه غورزو او یوازې د اړینو خبرو اورېدو ته پام کوو او په دې چارې د خبرې کوونکي خبرې لنډیز کوو.
– په ټول پام سره غوږ ایښودنه : کله چې خپل ټول پام خبرې کوونکي ته اړو او داسې ښیو چې اورېدنه کې په بشپړ توګه ګډون کوو. د خبرې کوونکي په خبرو کې حقایقو ته پام کوو او همداسې کله چې د خبرو پر وخت خپل احساس بیانوي نو احساس یې درک کوو.
– فعاله غوږ ایښودنه : کله چې زمونږ تمرکز ۱۰۰ % خبرو ته وي، یوازې خبرو ته پام نه کوو بلکې اورېدو کې یې علاقه هم ښیو. له خبرو پس لنډ سوالونه هم کوو تر څو ځان په دې ځان ډاډه کړو چې مونږ په بشپړ توګه د خبرې کوونکي په پیغام پوه شوي یو.


څرنګه ځان په فعاله اورېدونکي بدلولای شو ؟
څېړنو ښودلې چې د خبرو اترو پر وخت خلک ۷۰ % زمونږ پیغام ناسم درک کوي. د خبرو د ناسم درک لمړی لامل دادی چې بل کس خبرې هم نه وي ختمې کړې خو مونږ زهن کې تر اورېدو مخکې پایله تصور کړې وي او د غوږ ایښودنې په ځای مو غبرګون او ځواب ته په چتموالي پیل کړی وي. له یوې خوا دا نورمال هم ده ځکه تر خبرو اترو زمونږ زهن چټک کار کوي. فعاله غوږ ایښودنه مو لمړی هغه سټرس را کموي چې د خبرو په پرتله یې د زهن چټکتیا رامنځته کوي او دوېم د ناسمې پایلې مخنیوی کوي، تاسې ته بشپړ مالومات رسوي.

که چېرې تاسې په فعاله توګه بل ته غوږ شئ نو :
– د غبرګون مدیریت مو ښه کولای شئ
– په سوداګرۍ کې له پېرېدونکو سره ښې اړیکې جوړولای شئ
– شخړې کموالی شئ
– د پېرېدونکو اړتیاو او غوښتنو پوره کولو کې ښه والی رامنځته کولای شئ
– ښه کاري چاپېریال جوړولای شئ
– له شریکانو سره مناسبې معاملې ته لار هوارولای شئ

د فعالې غوږ ایښودنې لپاره باید تاسې ارادي هڅه وکړئ چې د بل په پیغام سم پوه شئ دا چاره څرنګه امکان لري ؟
– خبرې کونکي ته مخامخ وګورئ
– د سترګو اړیکه وساتئ : که چېرې تاسې د سترګو اړیکه وساتئ نو خبرې کوونکی سملاسي احساس کوي چې تاسې یې په خبرو کې علاقه لرئ. د سترګو اړیکه ساتل او یو کس په سترګو سوري کول دواړه خپله کې توپیر لري. که چېرې تاسې په سترګو د بل د سوري کولو هڅه وکړئ نو مقابل کس مو ممکن ځان نا ارامه احساس کړي. کله هم چې یو کس خبرې کوي د خبرو پر وخت د سترګو اړیکه وساتئ او په خبرو کې چې کله تاسې فکر کوئ په دې وخت کې د سترګو اړیکه د لنډ وخت لپاره پرې کړئ. د خبرو د وخت په اوږدو کې په ۷۰ % وخت کې د سترګو اړیکه وساتئ. که چېرې د سترګو د اړیکې په ساتلو کې شرمېږئ نو کمه اندازه د اړیکې زاویې ته تغیر ورکړئ او خولې او سترګو ته یې وګورئ.
هغه څه چې ستاسې پام بل لور ته اړوي مخنیوی یې وکړئ : په یوه وخت کې د څو چارو پر مخ وړل ښه وړتیا ده خو کله چې ایمیل لیکئ، د بل خبرې اورئ، لوست کوئ نو په دې وخت کې نورې چارې مو د ټول پام یا تمرکز مخنیوی کوي. د نورو چارو په بس کولو تاسې خبرې کوونکي ته دا پیغام ورکوئ چې خبرو کې یې علاقه لرئ او خبرې کوونکي ته احترام لرئ.
– د خپل ځان په داخل کې د هغه څه مخنیوی وکړئ کوم چې ستاسې پام بل لور ته اړوي : که چېرې تاسې وږي یا تږي یاستی، تشناب ته د تلو اړتیا لرئ او یا هم کومه بله داسې شخصي اړتیا وي کومه چې ستاسې پام بل لور ته له خبرو اړولی شي له خبرو اترو او لیدنې مخکې مو اړتیا پوره کړئ.
– د علاقې ښودنې لپاره فزیکي ژبه وکاروئ : د بدن په ژبه خپله علاقه او ارامتیا ښودل خبرې کوونکي ته دا جرات ورکوي چې د خپل نظر بیان ته ادامه ورکړي. خپل لاسونه غونډ شوي مه نیسئ، د سترګو اړیکه وساتئ، اوس او وروسته خپل سر وخوځوئ. که چېرې له خبرې کوونکي سره په خبرو کې موافق هم نه یاستی نو بیا هم له سر خوځولو ډډه مه کوئ. سر ښورول باید په دې مانا نه وي چې خبرې کوونکی څه وایي ته ورسره موافق یې باید په دې مانا وي چې د خبرې کوونکي د خبرو له ادامې سره موافق یې.
– نور پرېږدئ چې څه ویلو ته لري ویې وایي : کله هم چې یو پېرودونکی د خدماتو یا تولید په اړه شکایت لري نو سملاسي یې حل ته مه مخه کوئ ځکه چې ډېری وخت خلک غواړي بل یې خبرو ته غوږ شي. که چېرې تاسې کې د غوږ ایښودنې وړتیا شته وي نو د ډېر برید کوونکي چلند پېرودونکی به هم له برید را وګرځي او د رغونې په لور به ګام پورته کړي او یا به هم رغونکو خبرو ته مخه کړي. که چېرې تاسې یې خبرې ډېرې ژر قطع کړئ نو ممکن ډېر اړین مالومات ترلاسه نه کړئ. کله مو هم چې بل کس ته د خپلو خبرو پوره کولو اجازه ورکړه نو له مالوماتو تر لاسه کولو وروسته خپل نظر باندې پیل وکړئ.
مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ، لمړی په خبر ځان سم پوه کړئ، د بل په خبرو کې لمړی حقایقو ته پام وکړئ، دوېم ګام کې مو خپل احساسات کنټرول یا مدیریت کړئ، درېم ګام کې له هغه غبرګون ډډه وکړئ چې د احساساتو پر بنسټ وي او د منطق لپاره فکر او زهن ته رجوع وکړئ، په زهن کې فرضیې مه جوړوئ او مخکې له مخکې داسې مه انګېرئ چې تاسې په ټوله خبر پوه شوي یاستئ. که چېرې مو د خبرو په منځ کې زهن کې نظر تولید شي نو د خبرو په منځ کې په هېڅ وجه مه وایئ او تر هغې انتظار وکړئ تر څو مو چې د خبرو نوبت نه وي. که چېرې تاسې د خبرو منځ کې نظر بیان کړئ نو خبرې کوونکی ممکن فکر وکړي چې تاسې یې خبرو ته پام نه کوئ. که چېرې خبرې کوونکی خبرې بندې کړي ډېری وخت په دې مانا نه وي چې خبرې یې پای ته رسېدلي ممکن د خبرو د ادامې او پیغام رسونې لپاره فکر ته اړتیا لري او د فکر کولو لپاره یې لنډه وقفه کړې وي نو تاسې وخت ورکړئ چې خپل فکر وکړي.
– د خبرو پر وخت هېڅکله دا ډول اصطلاح “زه هم همداسې” مه کاروئ : که چېرې تاسې ژر ورته غبرګون وښیی لکه ” هو زه پوهېږم ماته هم همداسې پېښه شوې وه ؛ صبر چې زه خپله کیسه هم درته وکړم ” دا ډول غبرګون ممکن د خبرې کوونکي په زهن کې فکر پیدا کړي چې تاسې ته د خبرې کوونکي خبرې اهمیت نه لري.
– له ډېرې مداخلې پرته پوښتنې وکړئ : د دې لپاره چې کافي مالومات مو ترلاسه کړي وي د پرانیستي پای لرونکو سوالونو باندې پوښتنې وکړئ لکه زه غواړم په دې … ډېر پوه شم کولای شئ په تفصیل مې پوه کړئ ؟
– خبرې کوونکی د خبرو ادامې ته تشویق کړئ : لکه په سر ښورولو، لکه په لنډو خبرو.
– که چېرې تاسې په خبرې نه یې پوه شوي او یا مو ناسم مطلب له خبرې نه وي اخیستی د دې لپاره دا ډول جملې وکاروئ که چېرې زه سم پوه شوی یم تاسې ویل غواړی چې … همداسې ده ؟


په خبرو اترو کې د پیغام رسولو او ترلاسه کولو تر مخ خنډونه
ډېر څه داسې شته چې ستاسې د پیغام په سمه توګه د رسېدو مخنیوی کولای شي لکه د مقابل کس کلتور، ارزښتونه، باورونه ځکه چې هر کلتور کې د هرې خبرې او کړنې مانا توپیر لري د بېلګې په توګه افغانستان کې د خوړو بوي کول د سپي د عادت په څېر مانا لري د افغانستان ځینو سیمو کې بیا د پیشو د عادت مانا لري او مانا یې وږی عادت لرل دي خو په اروپا کې دا چاره په دې مانا ده چې خواړه خوندور دي.

له دې پرته کمه رڼا، زیاته یا کمه تودوخه او شور هم د پیغام رسونې خنډ ګڼل کیږي.

که چېرې په احساساتو ډک اوسې نو له موخې او پیغام درک کولو او یا بل ته رسولو دې راګرځوي. غوسه، خپګان، ویره، ډېر خوښي هر یو احساسات دي او د پیغام رسونې یا ترلاسه کوونې په مخ کې خنډ ګڼل کیږي. په اروا پوهنه کې ورته احساساتي شور وایي.

خندا کول کوچنی خنډ ګڼل کیږي خو که خلک د یوه هیواد خو د مختلفو سیمو، د مختلفو ژبو او یا هم د یوې ژبې وي خو لهجه یې بدله وي او یا هم عمرونو کې لوی توپیر سره ولري نو خندا یې خنډ کېدای شي.

فزیولوجیکي خنډونه لکه ناروغي، د سترګو لید کې کمزورتیا، په اورېدنه کې ستونزه، د بدن په کومه برخه کې درد هم د پیغام رسولو او ترلاسه کولو لپاره خنډ ګڼل کیږي.

په خبرو اترو کې د لنډې کیسې کول او بېرته د خبرو اصلي هدف ته راتلل ښه چاره ده خو که مقابل کس مو تاسې سره ورته تجربه ونه لري نو دا چاره بې اغیزه ده. ډېر بې کچې زیات متلونه، نیمه کې خبرې پرېښودل، عمومي خبرې زیاتول هم د پیغام رسونې لپاره خنډ ګڼل کیږي. بې کچې زیات مالومات او تفصیل یې هم د پیغام لپاره خنډ دی.

Sidebar



Share
Hide Buttons