خبرې اترې څه ته وایي ؟

خبرې اترې د یو کس یا یوې ډلې له لوري بل کس یا ډلې ته د مانا لېږل دي. مانا څرنګه لېږل کېدای شي ؟ مانا د مخکې له مخکې پېژندل شو سمبولونو او نښو او غږونو په ذریعه لېږل کیږي. خبرې اترې ټول په خپله طریقه کوي لکه ګونګیان په اشارو او ماشومان په ژړا او خندا تر بل پورې خپل پیغام رسوي. اغیزمنې خبرې اترې دې ته وایي چې یو کس یا ډله په روښانه توګه د پوهېدو وړ پیغام بل ته ورسوي کنه تاسې به یو څه ویل غواړئ او مقابل لوري به بله مانا ترې اخیستې وي.

لېږونکی : د خبرو اترو پیلونکی وي. د پیغام لېږونکی په دې پوهیږي چې چا ته څه بیانوي او په داسې بڼه کې پیغام لېږي چې نور پرې سم پوهېدلای شي. پیغام ممکن غږیز، ایمیل، لفظي او یا غیرې لفظي وي خو په ټولو حالتونو کې تاسې د پیغام چوکاټ ته اړتیا لرئ تر څو تر لاسه کوونکی پرې پوه شي.

ترلاسه کوونکی : ممکن یو کس یا ډله وي. دا اړینه ده چې پیغام په ټول پام سره واوري یا ولولي. که چېرې د دوه کسانو مخامخ خبرې وي نو د سترګو مناسبه اړیکه ساتل، د خبرو له ادامې سره د توافق لپاره د سر خوځول او د اړتیا وخت کې مسکا کول اړین دي.

Sidebar



Share
Hide Buttons