ولې خلک نشي ویده کېدلی ؟ عمومي لامل یې ځکه چې بدن کې یې پخوانۍ د سټرس انرژي موجوده وي او د سټرس دا انرژي ممکن له پخواني ټپ، عفونیت یا کوم بل لامله وي. سټرس مو بدن کې د سټرس د هورمون د ازادېدو لامل کیږي او د یاد هورمون موجودیت تاسې ارام کولو ته په ډېره ستړیا کې هم نه پرېږدي.
دوېمه لویه ستونزه مثانه ده، مثانه تاسې ډېر وخت له خوبه ویښوي تر څو یې خالي کړئ او دا هم ډېری وخت د سټرس له هورمون سره تړاو لري. د خوب د خرابېدو بل لامل د کلسیم کموالی وي، د کلسیم کموالی هم ډېری وخت له اسیدي ادرارو رامنځته کیږي. که چېرې تاسې ډېر اسید لرونکي خواړه وخورئ نو له بدن څخه مو کلسیم تخلیه کوي یا مو بدن له کلسیم خالي کوي.
همداسې که چېرې مو د کورټیزول کچه بدن کې زیاته وي نو بدن مو له کلسیم خالي کوي. په داسې حالت کې د انسان زهن ستړی وي خو ارام نشي کولای. که چېرې سم خوب کول غواړئ نو له ویده کېدو مخکې کلسیم لکټېټ وخورئ.
کلسیم د ماشومانو د خوب او ټولې روغتیا لپاره هم ګټور وي. د خوب د خرابېدو بل لامل په شپه کې د ماشومانو له خوبه ویښېدل دي، که چېرې مو ماشومانو ته هم له ویده کېدو مخکې ډېره کمه اندازه کلسیم ورکړئ نو د روغتیا ترڅنګ خوب کې هم ښه والی رامنځته کوي.
کله چې تاسې داسې حالت کې وی کوم چې ستاسې زهن سټرس کوي نو بدن مو د بي ۱ ویټامین په کارولو پیل کوي او ستاسې بدن ترې خالي کوي. که چېرې تاسې بي ۱ وکاروئ نو سټرس کې مو کموالی رامنځته کوي.