مخکې له نیول شوي یا په ځنځیر تړلي خرس سره د جنګ (bearbaiting) لپاره او له نورو سپیانو سره د جنګ لپاره روزل کېدل. خو وروسته بیا د افتي ژو (vermin) لکه مږه، موږک او نورو شخوند وهونکو د وژلو او د ځای ساتنې لپاره خلکو ساتل.
ځواکمن عضلاتي بدن لري، د غوږونو رنګ یې ګلابي ده، قد یې له ۴۳ تر ۴۸ سانتي متره (له ۱۷ تر ۱۹ انچه) پورې او وزن له ۲۳ تر ۳۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مختلف رنګونه لري خو ډېر وخت یې سر غاړه او لاندې برخه سپینه وي. له ماشومانو سره مهربانه چلند لري په خپل طبیعت کې وفاداره دي خو که چېرې سم وروزل شي په انسان برید نکوي مګر په نورو ژو او سپیانو برید ته هر وخت چمتو وي.
