Diaphragm – دیافراګم
حجاب حاجز یا دیافراګم د ساه اخیستنې په بهیر کې کارېدونکې عضله ده. ګنبزې ته ورته شکل لري. د زړه او سږو لاندې وي. کله چې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی دا پرده په دوامداره توګه انقباض کوي. اسکلیټي عضله ده د سینې په بیخ کې ښکته شوې او سینه له ګېډې جلا کوي. کله چې ساه اخلی او بهر یې باسی نو پړسیږي او بېرته داخل ته کوزیږي. د ساه اخیستنې له بهیر پرته نورې دندې هم لري، د ګېډې فشار زیاتوي تر څو د کانګو، ادرارو او فضله موادو مخه ډب کړي. همداسې له مرۍ سره مرسته کوي چې د اسیدو د بېرته ګرزونې مخه ډب کړي. له مرۍ څخه د (phrenic nerve) عصب دیافراګم ته غزېدلی او همدا عصب یې خوځښت یا حرکت کنټرول کوي. دیافراګم کې درې پرانیستې موجودې دي د همدې پرانیستو له لارې ځینې جوړښتونه د ګېډې او سینې ترمنځ تېر شوي. درېواړه پرانیستې یې لاندې وګورئ :
Esophageal opening
له دې پرانیستې مری او واګوس عصب تېر شوي
Aortic opening
د بدن عمومي شریان (aorta) کوم چې له زړه څخه بدن ته وینه انتقالوي، همداسې (thoracic duct) هم له همدې پرانیستې تیریږي
Caval opening
له دې پرانیستې یو غټ ورید (inferior vena cava) کوم چې زړه ته له بدن څخه وینه راوړي تېر شوی
د دیافراګم حالتونه
ځینې روغتیایي حالتونه په دیافراګم اغیز کولای شي لاندې یې وګورئ :
Hiatal hernia
کله چې د معدې پاسه برخه د (esophageal opening) پرانیستې کې پاسه لور ته بهر ووځي دا حالت رامنځته کیږي. تر اوسه متخصصین په دې ندي پوه شوي چې د څه له امله داسې کیږي خو ځینې یې لاملونه په دیافراګم کې د عمر له امله بدلونونه، ټپونه، د زېږون پر وخت زیانونه، اوږد مهاله فشارونه لکه زور وهل، د ټوخېدو له امله فشار او یا د دروند بار جګونه ښي. دا حالت په هغو خلکو کې زیات رامنځته کیږي چې وزن یې زیات وي او یا یې عمر تر ۵۰ زیات وي. که چېرې کمه اندازه وي نو ممکن علایم ونلري او درملنې ته هم اړتیا ونلري خو که چېرې له کچې زیات وي احتمالي علایم یې په لاندې توګه وي :
– د معدې سوزېدنه
– د اسیدو ګرزونه
– د خوړو تېرولو کې ستونزه
– په سینه کې درد کله کله په ملا کې هم احساس کیږي
که چېرې له کچې زیات وي درملنه یې په جراحي کیږي که کم وي نو د اسیدو په ضد درملو (antacid medication) یې درملنه کیږي. همداسې (Proton pump inhibitors) هم د مرۍ د ټپ او د اسیدو د تولید په کمولو کې ګټور دي.
Diaphragmatic hernia
که چېرې د ګېډې کوم غړی د دیافراګم په پرانیستو کې د سینې لور ته بهر ووځي دا حالت رامنځته کیږي. ډیری وخت په تازه کوچنیانو کې له پیدا کېدو سره رامنځته کیږي کوم کوچنیان چې له دې حالت سره وزېږیږي دا حالت یې مورزادي (congenital diaphragmatic hernia) ګڼل کیږي.
علایم یې د بهر وتلي غړي له کچې سره تړاو لري لاندې یې احتمالي علایم وګورئ :
– په ساه اخیستلو کې ستونزه
– تېزه ساه اخیستنه
– نیله رنګه پوستکی
– سینه کې غږ
پورته دواړه حالتونه فوري جراحي ته اړتیا لري تر څو له سینې څخه د ګېډې غړی بهر کړي او دیافراګم ورغوي.
Cramps and spasms
که چېرې دیاګراګم پرده کې عضلاتي نیونه رامنځته شي په ساه اخیستنه کې ستونزه پیدا کیږي او بې تجربې کسان یې د زړه له حملې سره توپیر نشي کولای. په ځینو کسانو کې چې دا حالت رامنځته شي بدن یې خوله کوي او تشویش یا اندېښنه پکې پیدا کیږي. ځینې په کافي اندازه ساه داخل ته نشي اخیستلای. دا حالت له څو ساعتو تر څو ورځو پورې دوام کولای شي او له هغې وروسته پخپله ښه کیږي.
Diaphragmatic flutter
ډیر کم وخت رامنځته کیږي او د دیافراګم پردې له عضلاتي نیونې سره یې ځینې کسان توپیر نشي کولای. په ځینو خلکو کې دا حالت د ګېډې په دیوال کې ضربان پیدا کوي احتمالي علایم یې لاندې وګورئ :
– لنډه ساه اخیستنه
– د سینې نیول کېدنه
– په سینه او ګېډه کې درد
Phrenic nerve damage
د (Phrenic nerve) عصب د زیان لیدنې لاملونه مختلف دي خو عمومي یې لاندې وګورئ :
– ټپ
– جراحي
– په سږو یا دې سیمې سره نږدې په لنفاوي مرغړیو کې سرطان
– د شوکي نخاع حالتونه
– اوټوایمیون ناروغۍ
– عصبي او عضلاتي بې نظمۍ
– ځینې ویروسي ناروغۍ
که چېرې دا عصب زیان وویني نو دیافراګم فلج کولای شي، له فعالیته یې غورزولی شي، که چېرې دا عصب زیان وویني په اغیزمن کس کې ممکن لاندې علایم رامنځته شي :
– د سپورت پر وخت او یا پراخ څملاستلو پر وخت د ساه لنډېدل
– په سهار کې سر درد
– په خوب کې ستونزه
– په سینه کې درد
Comments
So empty here ... leave a comment!