Australian cattle dog – د استرالیا د غوییزو د پادو سپی

په انګرېزۍ کې ورته (Australian heeler, blue heeler or red heeler or Queensland heeler) نومونه هم اخلي. د غوییزو د پادو د سپیانو نسل (breed of herding dog) ده. په ۱۹ پېړۍ کې استرالیایانو نسل د دې لپاره اخیستی چې لرې پرتو سیمو کې د غوییزو د پادو ساتنه وکړي. کله چې غوییز ولاړ وي د حرکت ورکولو لپاره یې دا سپی په منګولو شوګارې کوي تر څو په یو لور حرکت ورکړي او له همدې امله (heeler) نوم ورته اخیستل کیږي. د قد لوړوالی یې له ۴۳ تر ۵۱ سانتي متره (۱۷ تر ۲۰ انچه) پورې او وزن یې له ۱۶ تر ۲۰ کیلو ګرامه (۳۵ تر ۴۵ پونډ) پورې رسیږي. نسل یې د امریکا د کېنېل کلب (American Kennel Club) په نوملړ کې له ۱۹۸۰ کال څخه اضافه شوی. له ماشومانو سره ښه چلند لري، د ځای او توکو ښه ساتونکي دي.
Cattledog Little Joe
Australian cattle dog By Eva holderegger walser
Share
Hide Buttons