د غوییزو د پادو د سپیانو نسل (breed of herding dog) ده. نسل یې په ۱۸۰۰ پېړۍ کې په متحده ایالتونو کې اخیستل شوی خو د استرالیا شېفرډ ځکه ورته وېل کیږي چې پلرونه یې د باسک شېفرډز (Basque shepherds) په نامه یو کس چې استرالیا کې یې ژوند کړی وو له ځان سره متحده ایالتونو ته انتقال کړي وو. د دې نسل پلرونو کې یو د بېغجې دو پېغې ني (berger de Pyrenees) سپی ده بېغجې دو پیرینې یو فرانسونی نوم ده، مانا یې د پیرینې غرونو باغوان ده او انګرېزي تلفظ یې برجېر دو پیرینیز ده.
د استرالیا د غوییزو د پادو سپی له ۴۵ تر ۵۸ سانتي متره (۱۸ تر ۲۳ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۱۶ تر ۳۲ کیلو ګرامه پورې رسیږي. بدن یې مختلف رنګونه لري، د غاړې، مخکې پښو او سینې رنګ یې ډېر وخت سپین وي، د بدن وېښته یې منځنۍ کچه لري نه ډېر لنډ او نه ډېر اوږده دي، د سترګو رنګ یې نصواري، شین یا امبري رنګ وي. په ځینو کې یې یوه سترګه یو رنګ لري بله سترګه بل رنګ لري. ډېر وخت په طبيعي توګه بې لکۍ وي.
