اصلي ځای یې استرالیا ده، د فارم سپیان ګڼل کېدل، په لمړي ځل په کال ۱۸۸۵ کې نندارې ته وړاندې شول. نسل یې په استرالیا کې د انګلستان له دوه ډوله سپیانو چې د ماتو وېښتو سپیان او زاړه د انګلستان ټېرایر دي اخیستل شوی خو ممکن نسل یې له نورو سپیانو سره هم ګډ شوی وي. د قد لوړوالی یې تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې او وزن یې له ۵ تر ۷ کیلو ګرامه (۱۱ تر ۱۵ پونډه) پورې رسیږي. د قد د لوړوالي په پرتله یې د بدن اوږدوالی زېات وي، د بدن رنګ یې نیله تور، سیلوري تور او یا قهوې ته ورته سور رنګ لري.
